چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهایا په تهران کې تر کابل د افغان محصلانو شمېر زیات دی؟

ایا په تهران کې تر کابل د افغان محصلانو شمېر زیات دی؟

تاند(سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د تهران د علامه طباطبایي پوهنتون د څېړنو مرستیالې ماندانا تیشه‌یار، پرون په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د شمېرو له مخې، په ایران کې د بهرنیو پانګه‌والو تر ټولو لویه ډله د افغان سوداګرو او پانګه‌وال ده.

هغې د ایران په پوهنتونونو کې د افغان استادانو او څېړونکو شمېر ته په اشارې وویل چې ایران د افغان محصلانو او استادانو تر ټولو لوی کوربه دی.

هغې د ۱۴۰۲ لمریز کال د ایران د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې زیاته کړه: «موږ په هېواد کې له ۶۰ زرو څخه زیات افغان محصلان لرو چې دا په نړۍ کې له دې نظره بې ساری شمېر دی چې یو هیواد دې د بل هیواد دومره محصلان ولري.»

اغلې تیشه‌یار وړاندې وویل: «نن په تهران کې د افغان محصلانو شمېر د کابل په پرتله زیات دی، او تهران د افغانستان علمي پلازمېنه بلل کېږي، ځکه د محصلانو ترڅنګ د افغانستان د پوهنتونونو ګڼ شمېر استادان هم په تهران کې مېشت دي.»

د علامه طباطبایي پوهنتون د څېړنو مرستیالې زیاته کړه چې په ایران کې د افغان کډوالو شتون یو ټولنیز، سیاسي، او اقتصادي حقیقت دی. هغې د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې د دې کډوالو د سم مدیریت لپاره پلان جوړ کړي.

تر دې وړاندې ایراني چارواکو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ډېر شمېر افغان پانګوالو خپلې پانګې ایران ته انتقال کړي او اوس افغانان په ایران کې تر ټولو ستر بهرني پانګوال ګڼل کېږي.

خو له دې سره سره ایراني چارواکي وايي چې سږ کال یې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته بېرته ګرځولي دي او دې بهیر ته لا هم دوام ورکوي.

1 COMMENT

  1. وایې پکه دادې لا پله سپکه ! اکسریت به یې ا فغان خلافه او پښتون خلافه تربیه او خاصه ایديالوګي اخلي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب