چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهد زیمبابوې لوبډله د ورو توپ اچونې په خاطر جریمه شوه

د زیمبابوې لوبډله د ورو توپ اچونې په خاطر جریمه شوه

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) هراري [زیمبابوې]: کوربه ټیم زیمبابوې د افغانستان پر وړاندې د درې لوبو په وروستۍ او درېیمه شل اوریزه سیالۍ کې د ورو توپ اچونې (سلو اوور ریټ) له امله جریمه شو. دغه لوبه (د دسمبر ۱۴ مه) د هراري په سپورټس کلب کې ترسره شوه.

دا تورونه د مېدان امپایرانو اېکنو چابي او فوسټر متیوزا، درېیم امپایر پرسیوال سیزارا، او څلورم امپایر لېنګټن روسېرې له خوا لګول شوي دي.

د زیمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا په خپل جرم اعتراف وکړ او د اماراتو د آی سي سي د ایلیټ پینل د سیالۍ د څارونکي انډي پایکرافت له خوا ټاکل شوي بندیزونه یې ومنل.

دغه تورونه د آی سي سي د لوبغاړو او د هغوی د ملاتړ کوونکو د چلند کوډ د 2.22 مادې له مخې لګول شوي، چې په هر اور کې د سرعت له اندازې سره تړاو لري. د دې له مخې، لوبغاړو ته د ټاکل شوي وخت په جریان کې د هر اوور د نه بشپړولو په بدل کې د هغوی د لوبې د فیس پنځه سلنه جریمه ورکول کېږي.

خاضردمه زیمبابوې په درې واړو فارمټونو؛ شل اوره (چې بشپړې شوې)، پنځوس اوره او ټیسټ کې د افغانستان کوربه دی.

په داسې حال کې چې کوربه لوبډلې لوبه وګټله، مېلمنو بیا ځان راټول کړ او په پرله‌پسې بریاوو سره یې لړۍ وګټله.

دواړه ټیمونه اوس درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې وروسته به یې دوه ټېسټ لوبې وشي.

په درېیمه شل اوریزه لوبه کې، راشد خان او عظمت الله عمرزي د افغانستان لپاره غوره لوبه وکړه او د زیمبابوې پر وړاندې یې په درې ویکټو بریا ترلاسه کړه. دغه سیالي د شنبې په ورځ د هرارې په سپورټس کلب کې ترسره شوه.

له دې بري سره، افغانستان د زیمبابوې پر وړاندې د لوبو لړۍ وګټله.

د ټاس په ګټلو سره، د راشد خان په مشرۍ د افغانستان لوبډلې پرېکړه وکړه چې لومړی توپ اچونه وکړي.

د کوربه ټیم لپاره تدیواناش ماروماني او براین بینټ لوبه پیل کړه او د ۶ منډو ملګرتیا یې وکړه.

چټک بالر نوین الحق د لوبې په لومړي اور کې ماروماني وسوځاوه او لومړی ویکټ یې ترلاسه کړ.

راشد خان د افغانستان د توپ اچونې مشري وکړه، په خپلو څلور اورونو کې یې څلور وېکټې واخیستې او یوازې ۲۷ منډې یې د ۶.۸۰ منډو په اوسط ورکړې. نوین الحق، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزي هم دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د هدف په تعقیب کې، د افغانستان پیلګرو لوبغاړو د تیرو څو لوبو په شان ښه بیټنګ ونه کړای شو. خو عظمت الله عمرزي، ګلبدین نایب، او محمد نبي افغانستان له ماتې وژغوره. په تیره بیا د محمد نبي ښه بیټنګ، چې په حساس او د فشار په حالت کې لوبېده، دا سیالي د افغانستان په نوم کړه.

د زیمبابوې توپ اچونکو هڅه وکړه چې هدف محدود کړي او د لوبې ګټلو ته نژدې هم شول، خو په پای کې یې لوبه د درې وېکټو په توپیر وبایلله. بلیسینګ موزاراباني، ټریور ګوانډو، او کپتان سکندر رضا هر یو دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

عظمت الله عمرزی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. په همدې حال کې، نوین الحق د “لوبلړۍ د غوره لوبغاړی” جایزه ترلاسه کړه.

 سکور:
زیمبابوې: ۱۲۷ منډې
افغانستان: ۱۲۸ منډې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب