تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت د اداري وېش عمومي رييس وايي چې په یو کال کې له ښارونو او کلیو څخه له یو نیم میلیون څخه ډېر بېاسناده افغانان نیول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.
عباس عليپور پرون (دوشنبې) ایراني رسنیو ته د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې د افغانانو د بیا راتګ د مخنیوي لپاره د هغوی د ګوتو د نښو اخیستل یا بیایومټریک پیل شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي له ایرانه د ایستل شویو افغانانو په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل. په تېرو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پراخه څپه په بېلابېلو ایراني ښارونو کې پیل شوې ده.
عليپور د تهران په علامه طباطبايي پوهنتون کې په یوه غونډه کې وویل: «موږ په یو کال کې تر یو نیم میلیون ډېر غیر قانوني اتباع له ښارونو او کلیو څخه ایستلي او د بایومتریک او تخنیکي فعالیتونو پیل مو کړی دی. یعنې د خلکو د ګوتو نښې مو اخیستې او بایومټریک کړي مو دي، څو بل وار په بل نوم را نه شي.»
د ایران د کورنیو چارو دغه چارواکي د غیر قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره د سرحدي تدابیرو د سختولو په اړه وویل چې د دواړو هېوادونو ګډې پولې د «سمینټ، وسپنې او ګچ» په وسیله تړل کافي نه دي، بلکې باید «اوپټیکي سیسټمونه» هم نصب شي چې د سرحد دقیق کنټرول ترسره کړي.
ښاغلي عليپور د مهاجرینو د داخلي تنظیم په اړه وړاندیز وکړ چې «د ملي مهاجرت سازمان» په توګه دې یو ځواکمن اورګان د ایران په پارلمان کې تصویب شي چې د بهرنیو اتباعو چارې په متمرکزه توګه مدیریت، پلان او تنظم کړي.
هغه زیاته کړه چې په اسلامي جمهوریت کې شاوخوا ۲۴ ادارې د بهرنیو اتباعو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول پلان جوړوي، خو هېڅ یوه یې د بلې ادارې له پلانونو خبره نه ده.
په همدې حال کې، د ایران په ډېرو ښارونو کې افغانانو ته د اوسېدو او کار کولو، او حتی د کور کرایه کولو اجازه نه ورکول کېږي.
په همدې حال کې د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کال تر پایه باید دوه نیم میلونه افغان کډوال له ایرانه وایستل شي.