تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له «تایم» مجلې سره په یوه مرکه کې د ایران د حکومت خلاف د جګړې احتمال رد نه کړ.
ټرمپ د ټایم مجلې له لوري یو وار بیا د «کال شخصیت» غوره شوی دی. ده پرون، د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ ۲۲ د دې مجلې له لوري د کال د شخصیت د غوره کېدو په مناسبت په مرکه کې د ټایم د پوښتنې په ځواب کې چې د ایران اسلامي جمهوریت د ده د ترور د توطیې او د هغه د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د ایران له حکومت سره د جګړې د امکان په اړه وه، دوه ځله وویل: «هر څه ممکن دي.»
هغه دا مرکه د لیندۍ په ۵ د فلوریډا ایالت په «مارالاګو» کې په خپل شخصي استوګنځای کې وکړه.
ټرمپ د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د ایلن مسک د احتمالي لیدنې او دا چې آیا مسک دا لیدنه د ټرمپ په امر کړې وه، وویل: «زه نه پوهیږم چې هغه له هغوی سره کتلي دي.»
وروسته، کله چې ټایم له هغه څخه وپوښتل چې «د راپورونو له مخې، مسک له ایراني چارواکو سره لیدلي دي»، ټرمپ وویل: «زه نه پوهیږم. هغه ما ته نه دي ویلي.»
ټرمپ همداراز یادونه وکړه چې د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په پای کې، د ایران اسلامي جمهوریت «ډیر خطرناک نه و» ځکه چې، د هغه په وینا، دې حکومت پیسې نه درلودې چې حماس او حزبالله ته یې ورکړي.
ده د دې مرکې په یوه برخه کې د روسیې او اوکراین د جګړې وضعیت «ډیر بېثباته» وباله او د زیلینسکي پرېکړه چې «پر روسیې توغندي وتوغوي» یې د کړکېچ یو «جدي زیاتوالی» او یو «احمقانه» عمل وګاڼه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د لړم ۲۴ راپور ورکړ چې ایلن مسک د دوشنبې په ورځ د لړم ۲۱ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره کتلي و.
دې امریکایي ورځپاڼې په خپل راپور کې، چې فرناز فصیحی لیکلی و، د دوو ایراني چارواکو له قوله ویلي چې دا غونډه د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو د حللارو د موندلو لپاره جوړه شوې وه.