چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهد سوریې په یوه محبس کې یو بندي چې د اسد د...

د سوریې په یوه محبس کې یو بندي چې د اسد د حکومت له پرزېدو نه و خبر وموندل شو

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) د سی‌این‌این تلویزیون خبریاله کلاریسا وارد، د دې شبکې له خبري ټیم سره یو ځای توانېدلې چې په سوریه کې یو داسې سړی پیدا کړي او خوشې کړي چې لا هم په یوه زندان کې بندي و.

دغه بندي، چې ګومان کېږي د بشار اسد د رژیم له نسکورېدو څخه خبر نه و، لا هم په یوه خونه کې کوټه قلفي و.

د سی‌این‌این کامرو هغه شیبه ثبت کړې چې میرمن وارد دغه سړی، چې په یوه کمپله کې یې ځان پېچلی و، له کوټې څخه بهر راویست.

اغلې وارد په خپل راپور کې ویلي چې د هغې ټیم د اسد له زندانونو څخه د لسګونو زرو سوریه والو د ورکېدو د داستان د پوښښ لپاره او د امریکایي خبریال آستین تایس د دوسیې د څېړنې لپاره دې سیمې ته تللی و. خو د دې تحقیقاتو په ترڅ کې له یوه داسې څه سره مخامخ شول چې هیڅ یې تمه نه درلوده.

1 COMMENT

  1. څومره د بدبختٸ ځاى ده، چې مسلمان په خپل مسلمان ورور باندى باور نکوي، ولې د يوې بېدينې ښځې لاس کلک په دواړو لاسونو نيسى، او هغې کې خپل ځان محفوظ کڼي، د دى حالت تر ټولو لوى عامل پخپله په اول قدم کې مسلمانان دى،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب