Homeخبرونهد حماس د لوړپوړي غړي خالد مشعل ورور د امریکا له ۱۶...

د حماس د لوړپوړي غړي خالد مشعل ورور د امریکا له ۱۶ کلن زندان وروسته آزاد شو

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۴مه) د حماس غورځنګ د لوړپوړي غړي خالد مشعل ورور مفید عبدالقادر امریکا کې تر ۱۶ کاله زندانه وروسته ازاد شوی دی.

فلسطیني رسنیو ویلي، چې فلسطین الاصله امریکایي، مفید عبدالقادر به د یو کال لپاره د ښه کېدو مرکز ته واستول شي.

امریکايي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

مفید عبدالقادر ۲۰۰۸ زېږیز کال کې د حماس د ملاتړ په تور امریکا کې ونیول شو او په شل کاله زندان محکوم شوی و.

نوموړی امریکا کې د یوه فلسطیني مرستندویه بنسټ غړیتوب هم په غاړه لري.

راپور کې ویل شوي چې، غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو د روانو خبرو اترو سره سم د عبدالقادر خوشې کېدل هم د دغې هوکړې یوه برخه ده.

د دې راپور له مخې، امریکا دغه هېواد کې د نورو فلسطیني سیاسي بندیانو د بند موده هم کمه کړې ده.

تر دې وړاندې رویټرز د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې، حماس له اسراییل سره د اوربند او یرغمل شوی د خوشې کولو هوکړې لپاره خپل دریځ نرم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...