Homeخبرونهپه نړۍ کې په لومړي ځل؛ د ایلن مسک شتمني تر ۴۰۰...

په نړۍ کې په لومړي ځل؛ د ایلن مسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) ایلن مسک، چې شتمني یې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې میاشتې له بري وروسته په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده، د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې له ۴۰۰ میلیاردو ډالرو څخه واوښته.

تراوسه په تاریخ کې د هیچا شتمني دومره حد ته نه ده رسیدلې.

د ده په شتمنۍ کې د وروستي زیاتوالي اصلي دلیل د سپیس‌ایکس خصوصي شرکت د کورنیو ونډو پلور و، چې د مسک شتمني یې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره لوړه کړه. د ټیسلا ونډې هم د چهارشنبې په ورځ تر ټولو لوړ قیمت ته ورسېدې، چې د مسک شتمني یې ۴۴۷ میلیارده ډالرو ته ورسوله.

په یوه ورځ کې د مسک شتمنۍ ۶۲.۸ میلیارده ډالره زیاته شوې، چې دا د تاریخ تر ټولو لویه ورځنۍ اضافه ګڼل کېږي.

په همدې وخت کې، د نړۍ د ۵۰۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ په لومړي ځل له ۱۰ تریلیونو ډالرو څخه واوښتې، چې دا شمېر د جرمني، جاپان، او اسټرالیا د تېر کال له ګډ ناخالص داخلي تولید سره برابر دی.

د مسک شتمني یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱۸ میلیارده ډالره زیاته شوې ده، چې د میلیاردرو په ډله کې تر ټولو زیات ګڼل کېږي.

د ټیسلا ونډې، چې د مسک د شتمنۍ لویه برخه جوړوي، سږ کال ۷۱٪ زیاتې شوې دي، او د چهارشنبې په ورځ یې ارزښت ۴۲۴.۷۷ ډالرو ته وخوت. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ټیسلا د ونډو تر ټولو لوړه کچه ده.

تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د بې‌چلوونکي موټرو د فعالیت د اسانولو او د مالیاتي کریډیټونو په لرې کولو سره د ټیسلا لپاره د برښنایي موټرو ملاتړ وکړي. همداراز به، ایلن مسک د نوي حکومت په کابینه کې د یوه وزارت د کلیدي ريیس په توګه کار پیل کړي، چې دا نوی جوړ شوی وزارت د حکومت له چوکاټه بهر فعالیت کوي، خو مسک ته به د واشنګټن پر پریکړو د مستقیم نفوذ او له سپینې ماڼۍ سره د نژدې اړیکو فرصت ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ، د سپیس‌ایکس فضایي شرکت او د دهغه پانګوالو موافقه وکړه چې د خپلو کارکوونکو د  ۱.۲۵ میلیارد ډالرو ونډې واخلي.

2 COMMENTS

  1. که هغه څه چې زه یې په انټرنټ د ایلن مسک د بریاوو په دود ګورم، ریښتیا وي، بیا که د ده پیسې څلورنیم سوه نه څلور نیم زره میلیونه ډالرو ته ورسېږي هم زما پرې رخه نه راځي. دا سړی واقعا ارزښت لري، دا سړی واقعا د انسان د هوساینې لپاره کار کوي.
    د هغو ځناورو د پیسو له ډېرېدلو ووېرېږئ چې هدف یې د انسان له منځه وړونکو وسلو او وسیلو جوړول دي. دی انسان ته اساني ورکوي.

  2. افریقایی اصله ایلن ماسک په جنوبی افریقا کی پیداشوی، پلار یی د یوی کاناډایی ښځی سره واده کړیدی. په لس کلنی کی یی مور او پلار جلا یا طلاق واخست، ماسک په افریقا کی د پلار سره پاتی شو. او د پرتوریا پوهنتون کی یی تحصیل ته ادامه ورکړه. لنډه دا چه ایلن ماسک په ۱۸ کلنی کی د کاناډایی مور په مټ کاناډا ته ولاړ او د کاناډا تابعت یی تر لاسه کړو، په ۲۱ کلنی کی امریکا ته د تحصیل په خاطر ولاړه. امید دی چه ایلن مسک د دغه پیسو یو څه برخه په خپل پلارنی وطن افریقا کی هم په تجارتی کارونو مصروف، تر څو د نړی ډیرو بی وزلو افریقایانو ته د کار زمینه هم برابره شی.

    سمه ده چه د ایلن ماسک اوسنی بودجه د پاکستان ۲۵۰ میلونه نفوس په شان ۴۱ یو څلویښت ملکونه چلولی شی. ځکه همدا اوس د پاکستان په ټوله خزانه کی ۶ شپږ میلیارده ډالر پراته دی، او ټول ملک پری چلوی. همداس د افریقا د څو ملکونو څخه د ماسک بودجه زیاته ده.

    د ایلن ماسک دغه پیسی باید په داسی شیانو کی بندی او وچلول شی چه د دنیا غریبو خلکو ته سرخوږی جوړ نه کړی، او یا د دنیا خلک بیکاره نه کړی. که چیرته ایلن مسک بی ډریوره اتومات موټری جوړی کړی. د ډرون پواسطه اتومات پوستی یا د سامانونو لیږل جوړ کړی، او یا نور روباتیک او اتومات شیان جوړکړی. نو بیا به خلک ټول په کور کښینوی او مشکیلات به زیات شی. او که د انسانی او حیوانی ژوند طبی وسایل جوړ کړی دا به یی انسانیت ته مرسته وی. او یا هغه شیان جوړ کړی چه غریبو انسانانو ته ضرر ونه رسوی.
    یو میلیارد = زر میلونه کیدایشی د احمد ورور هدف هم همدا وی. یو تریلون = زر میلیارده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...