تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د سهیل حموي د ژوند کیسه فلمي کیسو ته ورته ده. دا د لبنان د هغه سړي د ژوند اوږده کیسه ده چې یو سهار د تل په شان له خوبه راویښ شو، او تر ماښامه بیا د سوریې صیدنایا زندان ته رسېدلی و. خو د سهیل کیسه تر دې ډېره ترخه او تیاره ده. هغه ۳۲ کاله په دې بدنام زندان کې بندې پاته شو.
دا په هغه ورځ وشول چې ده خپل لس میاشتنی زوی جورج خپلې میرمنې ته وسپاره، ترڅو دی هغه سړي ته، چې د ویسکي اخیستلو لپاره د ده کور ته راغلی و، شراب ورسوي. د ویسکي رانیوونکي تر موټره تګ او بیا ۳۲ کاله وروسته راتګ و.
د اسوشیټډ پریس خبري اژانس کامرې د هغه مخ زوم (نژدې) کړی. یو ځوان سړی هغه ته ښه راغلاست وایي. سهیل حموي په لبنان کې اوس خپل کور ته راستون شوی. په سوریه کې د ۳۲ کلونو بند یې د آزادۍ تصور له ذهنه ایستلی و. هغه حتی باور هم نه کاوه چې د بشار اسد له زندان څخه به کله خوشي شي او هغه زوی به یې، چې په لس میاشتنۍ کې یې پرېښی و، ورته ښه راغلاست ووایي.
د یوه استثنايي سهار کیسه
د دسمبر اتمه یوه بېساري یکشنبه وه. سهار مهال د زندان دننه زوږ او شورماشور خپور شو. بندیان په دې پوه شول چې زندان ساتونکي نه شته. ځینو د خپلو خونو او کوټه قلفیو دروازې خلاصې کړې او چیرې چې دروازې نه خلاصیدې، هلته یې دیوالونه ونړول.
د آزادۍ خوښي او ګډوډي
د آزادۍ احساس له بېرې او بېاعتمادۍ سره ګډ شوی و. سهیل په آرام غږ خبریال ته وویل: «هغه سهار هر څه ګډوډ و، خو آزادي تل په همداسې ګډوډۍ کې زیږي.»
نیونه او ۳۲ کلن زندان
په ۱۹۹۲ کال سهیل د لبنان په «شکا» ښار کې یو تاجر و. د سینت باربارا (د عیسویانو یو اختر دی) د شپې په مناسبت، یو سړی د ویسکي اخیستلو لپاره کور ته ورغی.
سهیل خپل زوی خپلې میرمنې ته وسپاره، چې ویسکي اخیستونکي ته یوسي، خو هغه وسله والو کسانو ونیو. له هغې شپې وروسته، سهیل بیا هیڅکله خپل کور ونه لید. سهیل یو له هغو سلګونو لبنانیانو څخه و چې له ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د سوریې له لوري د لبنان د اشغال په لړ کې نیول شوی و.
په لومړي وار د هغه څرک
له ۱۶ کلونو وروسته د ده مېرمن بالاخره له ډېرو پوښتنو او پلټنو وروسته په دې بریالۍ شوه چې وپوهیږي خاوند یې د سوریې په یوه زندان کې دی.
د کلونو انزوا او شکنجه
سهیل د صیدنایا په بدنام زندان کې و. هلته یې د شکنجې او انزوا کلونه تیر کړل. په ۲۰۰۸ کال کې د هغه میرمن جوزفین وتوانېده چې یوازې یو ځل ورسره وویني.
د آزادۍ ورځ
ناببره د ازادۍ غږ پرې وشو. د بشار اسد وسله وال مخالفان له زندانه ووتل او ټول بندیان آزاد شول. سهیل د نامعلومو کسانو په مرسته د لبنان پولې ته ورسېد، چیرې چې کورنۍ یې د ده انتظار کاوه.
د نوي ژوند پیل
سهیل اوس نیکه شوی دی. د هغه کور د کورنۍ له غړیو او ګاونډیانو ډک دی چې د هغه د بیرته راتګ په خوشالۍ کې راټول شوي دي. سره له دې چې هغه سخت خوشاله دی، خو په زړه کې لا هم وېره لري. وایي: «زه بېرېږم چې دا ټول خوب نه وي.»
خو حقیقت دا دی چې سهیل اوس آزاد دی. هغه وایي: «هغه څه چې زه یې له زندانه راوایستلم معجزه وه. د دسمبر تر اتمه، د آزادۍ خوب لیدل ممنوع و، خو اوس هر څه بدل دي. اوس خوبونه ازاد دي.»
د سهیل زړه او دماغ له زرګونو ترخو خاطرو ډک دی
دی وايي، «د بند په کلونو کې مې ډېر ژړل، پر هغه څه مې ژړل چې لرل مې او له لاسه مې ورکړي وو. د خپل زوی لپاره چې له ما لیري و او نه مې شوای لیدلی. حتي په ذهن کې مې د هغه څېره نه شوای انځورولی، تصور مې نه شوای کولی چې غږ یې څنګه و، څنګه یې خندل، ډېره دردوونکې وه.»
ولې سهیل نیول شوی و؟
سهیل وايي چې پر لبنان د سوریې د یرغل په مهال په هغه ګوند کې و چې د سوریې د اشغال مخالف و. همداراز یې د لبنان په پوځي ځواک کې کار کړی و.
دی خو بختور و چې کیسه یې ولیکل شوه، خپره شوه، ډېرو ورته وژل، لاکن د هغو مظلومو فلسطینیانو کیسې به څوک ولیکي چې هر څه یې له خاورو سره خاورې شول، د هغو سوریایانو کیسې به څوک ولیکي چې د بهرنیانو په بمبارونو کې جارو شول، د هغو افغانانو کیسې به څوک ولیکي چې د تال بانو په ځانمرګو بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړ او د هغو کلیوالو کیسې به څوک ولیکي چې د ناټو او پخواني حکومت په بمباریو او چاپو کې یې ژوند له لاسه ورکړ… څو چې ژوند په دې جهان وي، انسان به همداسې وي. الله تعالی دې په ټولو انسانانو باندې رحم وکړي.