د اوسنۍ نړۍ په معاصر سیاست کې تر ټولو پیچلۍ او ډیر کارول شوې اصطلاح (تروریزم) چې د نړۍ په لر او بر کې یې د دولتونو سیاست، دیپلوماتیکې اړیکي، ځمکنۍ بشپړتیا، نظم او امنیت له ګواښ سره مخ کړې اوسمهال د نړیوال سیاست او رسنیو د بحث اصلي محور ګرځیدلې. د تاریخ په اوږدو کې ترهگري خپرول کومه نوی پدیده نه ده، دا یو تریخ حقیقت دې چې د تروریستي اعمالو پیښې د بشریت ژوند له پیله ګواښلي او ډیر انسانان یې له دغه الهی نعمت څخه محروم کړي. تروریزم د یو فرد څخه نیولې تر ځنځیري ډلو، سازمان او حتې د دولت تر لوړې کچې پورې شامل وي، سیاسي رهبرانو د خپل کورني او بهرني سیاست د موخو لپاره تروریزم د یو افزار په توګه کارولئ او د تروریزم تر عنوان لاندې یې د خپلو کورنې او بهرنۍ سیاستونو ګټې خوندي ساتلي. د نوی تروریزم مسئله د سړې جګړې په وخت کې د یو اغیزناک او ګواښونکۍ وسیلې په توګه د دولتونو د خاص پام وړ وګرځیدو، خو د شوروی اتحاد له ړنګیدو او د سپټمبر ۱۱می پیښي وروسته د تروریزم مسئله په معاصره نړۍ کې د نوی نړیوال نظام د جوړښت لپاره او له ترهګرۍ سره مبارزه د دولتونو لومړیتوب وګڼل شو.
د یادونې وړ ده چې د تروریزم تعریف لپاره د سیاست د علم پوهان په ګډ او واحد نظر سره همغږي نه دي خو په عام ډول سره د اکثریت نظر خاوندان په لاندې تعریف سره موافقت ښودلي چې: تروریزم په لغت کې وهم او وېري اچولو ته وایې او په اصطلاح کې د سیاسي موخو یا اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د دولت یا ډلو ټپلو په واسطه منظم، سیستماتیک او سازماني تاوتریخوالي څخه استفاده تروریزم یا ترهګري ده. یعنې د حکومتونو پر وړاندې په کړنو او فعالیتونو کې بدلون راوستل او په ولس کې د ویري او ترهی خپرول یې موخه ده.
ترهګري پیښو او مسائلو ته په کتو تروریزم په بیلابیل کټګوریو او ډولونو ویشل شوي لکه:
* سیاسي تروریزم
* دولتي تروریزم
* سازماني تروریزم
* جنایې تروریزم
* ایډیالوژیک تروریزم
* انقلابي تروریزم
* ناسیونال تروریزم
* مذهبي تروریزم
* انارشيک تروریزم
* نړیوال تروریزم
* رواني تروریزم
* سایبري تروریزم
موږ دلته د دولتونو پر سیاسي تروریزم بحث کوو ځکه په معاصره دوره کې د دولت تروریزم د دولت ضد یا سازماني تروریزم په پرتله د خاص او ځانګړي اهمیت څخه برخمن دې چې په دې ارتباط د سیاسي علومو دکتورین د پام وړ تیوریانې وړاندې کړي. همدارنګه د یوویشتمۍ پیړې په دویمه نیمه کې نړیوال زبرځواکونو د خپلو مستقیم جګړه ییز سیاستونو لورۍ په نیابتي بڼه او د تروریزم سره د جګړې په نامه بدل کړ ترڅو د زبرځواکو اټومي هیوادونو سره د تقابل او د لوړو لګښتونو مخه پرې ونیول شئ.
دولتي تروریزم
په سیاسي مباحثو کې دولتي تروریزم داسې تعریفیږی: په دولتي کچه د دولتې منصوبینو لخوا د خپل مخالفینو (افراد او ډلو) د ځپلو لپاره په پراخه ډول د تاوتریخوالي او تهدید څخه استفاده کول یا په بل عبارت دولتونه یو د بل په کورنیو چارو او د بل دولت د کمزوري کولو په موخه د ویري او ترهي د خورونۍ او د ترهګریزو پوځي عملیاتو له لارې استفاده کولو ته دولتي تروریزم وایې. د نوموړي تعریف په بنا د دولتي ترهګري قربانیان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د یو دولت تر حاکمیت لاندې خپل اتباع او هم د بل دولت د قلمرو وګړي اوسي. دولتي تروریزم په دوه ډوله ویشل کېږي داخلي دولتي تروریزم او بیروني دولتي تروریزم. داخلي دولتي تروریزم د دولت او یا دولتي استازو لخوا تر خپل حاکمیت لاندې د خلکو پر وړاندې له زور، تشدد او تاوتریخوالي څخه استفاده کول دي. بیروني دولتي تروریزم برعکس موخه یې د بل هیواد او خلکو پر وړاندې د تشدد، تاوتریخوالي او ویري خپرول دي.
دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۵ کال کې د نیکاراګوئه, کیوبا, شمالي کوریا, سوریه, لیبیا او د ایران هیوادونو ته وکارول شو. د تروریزم دا ډول تر فردي او سازماني تروریزم په نسبت ډیر خطرناک او ګواښونکې ده، دولتونه د خپل ثبات او بقا لپاره داسې ستراتیژي جوړوي چې په هغه کې (فشار، سرکوبه کول، د زور او تاوتریخوالي څخه کار اخیستل شامل وي. دا داسې طریقه ده چې دولتونه یې د خپلو سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره عام خلک تر ویرې او وحشت لاندې راولي چې ښه بیلګه یې د فرانسې انقلاب دې هلته دولت خپل عام او سیاسي مخالفان په سلګونه تنه ووژل. د عراق دولت خشونت آمیزه کړني په کردانو باندې، برما او چین کې د لږکیو مسلمانانو په وړاندې، د ترکیې زشت حرکات د ارامنوؤ په وړاندې، د افغانستان په نظامونو کې هم د دولتي تروریزم بیلګي شته خصوصآ د خلق دیموکراتیک ګوند تر واک لاندې افغانستان کې د مرتجع په نامه د خلکو ترور کیدل، د سعودي عربستان چال چلند د عرب شیعه لږکیو په وړاندې، په ۱۲۹۹ه.ش کال کې رضاشاه ایران کې کودتا وکړ او نوموړې خپل د مخالفینو په وژنو او ترور باندې پیل وکړ په ۱۳۰۳ه.ش کال کې انقلابي شاعر (میرزا عشقي) د یو مقالې د لیکلو څخه یو ورځ وروسته ترور کړل شو او په ۱۳۰۷ه.ش کال کې د رضاشاه سرسخت مخالف لوی عالم (مُدَرِس) ترور کړل شو. په مصر کې د پوځ په ملاتړ حکومت خپل مخالفین وژل، موسولیني دولت په ایټالیا کې، ستالین په روسیه کې، هټلر په جرمني کې، فرانکو دولت په هسپانیه کې، د محمد سوهارتو دولت په اندونیزیا کې د زور، وحشت او ډار څخه کار اخیستل. همدارنګه په عراق کې د صدام حسین لخوا د خلق مجاهدین ایران سازمان حمایه کېدل، کشمیر کې د پاکستان لخوا د جدایې طلبانو حمایت کېدل، د ایران لخوا د حزب الله لبنان، حزب الدعوه عراق، حماس، او په یمن کې د حوثیانو ملاتړ کول یې روښانه مثالونه دي. په ۱۹۸۸ کال په جلال آباد ښار باندې کروز توغندیز بریدونه، په ۲۰۰۵ کال کې د لبنان لومړې وزیر رفیق حریری او افغانستان کې داکتر نجیب ترور کیدل د سیاسي دولتي تروریزم انواع دي.
قدرمنو لوستونکو لکه څرنګه چې په پیل کې مو یادونه وکړه د دولتونو سیاسي تروریزم د تروریزم د نورو انواعو په پرتله د فعلي نړۍ ډیره خطرناکه معضله ده حتې واړه او کوچنې دولتونه د انساني ژوند د تروریزه کولو لپاره د خپلو مالي، بشري ځواکونو او تکنالوژيو څخه په استفادې ددې ځواک او توانایې لري چې په کور دننه او بهر کې وګړي ترور کړي. دولتي تروریزم د یو خاص پیغام لپاره سیاسي اقدام وي چې ترسره کوونکې یې د یو دولت او حکومت پورې تړلي لوړ سیاسي او پوځي منصبداران وي. هغه هیوادونه چې د واک مشروعیت یې استکبار او استبداد وي د دولتي تروریزم نښې پکښې ډیر او ښکاره لیدل کیږي.
په لیکنه مو پر ځای ده، مننه. که لیکنی مو په آینده کی مأخذ ولری ښه به وی