شنبه, جون 22, 2024
Home+د سګرېټ څکوونکو ترڅنګ ناسته پاسته هم مضره ده

د سګرېټ څکوونکو ترڅنګ ناسته پاسته هم مضره ده

تاند- د اروپا له سګرېټو سره د مبارزې د ملي کمېټې د مسوول فرانسوا توپارت په وینا، “اټکل کیږي چې په نړۍ کې د تنباکو له امله د اتو میلیونو مړینو په منځ کې یو ملیون د هغو کسانو دی چې سګرېټ نه څکوي خو د سګرېټ څکوونکو د سګرېټو له لوګي مړه کېږي.»

ده دا لویه اندېښنه وبلله.

له همدې امله د اروپايي هیوادونو په عامه ځایونو کې د سګرېټ څکولو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیول شوي دي. په دې اړه، “په فرانسه کې د تمباکو د محدودولو لپاره یو قانون په پام کې نیول شوی، او یو له دغو مهمو اقداماتو څخه له سګرېټ څخه پاکو ځایونو د شمیر زیاتول دي، په ځانګړې توګه په ساحلونو او عامه پارکونو کې.”

هغه قانون چې په وروستیو کلونو کې د سګریټو د بیې د څو چنده لوړیدو سبب شوی، موخه یې د سګرېټ څکوونکو، په تېره بیا د ځوانانو هڅول دي، چې د سګرېټو له پیرودلو څخه ډډه وکړي.

مخکې تر دې چې دا قانون تصویب شي، د سګرېټو د اکثرو برانډونو د یوه قطي (۲۰ سګرېټو) بیه 11 یورو ته رسیده، خو له دې قانون سره سم، باید تر ۲۰۲۴ م کال پورې د هر ډبي بیه ۱۲ یورو او په ۲۰۲۷ م کال کې ۱۳ یورو ته لوړه شی.

د احصایو له مخې، په اروپا کې د سږو د سرطان په سلو کې ۸۲ پېښې د “سګرېټ څکولو په وجه رامنځته کېږي.

فرانسوا توپارت دا خبره تایید کړه، ویې ویل: «د سږو په هرو لسو سرطانونو کې ۸ سرطانونه د تنباکو د استعمال په علت دي، خو له بده مرغه دا یوازینی سرطان نه دی چې د سګرېټ څکولو له کبله خلک پرې اخته کېږي، تنباکو د ستوني، مرۍ، خولې ځیګر او حتي پانکراس (پانقراص) د سرطان خطر هم زیاتوي. په مجموع کې، ۱۷ ډوله سرطانونه له سګرېټ څکولو سره ارتباط لري.

1 COMMENT

  1. د تنباکو اقتصادی – کلتوری – صنعتی – کرهڼیز – سیاسی – اخلاقی – صِحی او ……. تاریخ یو ډیر په زړه پوری تاریخ دی.
    د سګریټ په بڼه د تنباکو استعمال یو وخت د ښځو لپاره یو عیب ګڼل کیدی خو وروسته ښځینه او نرینه دواړو قشرونو ته یو ویاړ او مُډ ؤ. وروسته داسی حالت راغی چی د سګریټو د پریښیدو هڅه یو مُډ او افتخار وګرځید چی البته کم سګریټ څکوونکی بریالی سوی دی یا بریالی کیږی چی دا ویاړ تر لاسه کړی.
    په ځوان قشر کی د سګریټو د استعمال د ترویج او خپریدو شا ته د تنباکو د لویو صنعتی شرکتونو د مافیا لاسونه له ورایه ښکاری. مخکی به ځوانانو د مُډ او اعتیاد پخاطر سګریټ څکول خو نن ورځ اکثره ځوانان فقط د اعتیاد له مخی سکریټ څکوی چی البته ځان ور ته ” خړ پړ ” هم ښکاری.
    تنباکو په حقیقت کی یو خاموش او پټ تروریسټ دی کوم چی په بشری ټولنه کی د تروریزم په سترګه نه بلکه د اعتیاد په سترګه ور ته کتل کیږی چی په حقیقت کی دا مسئله د دولتونو او وولسونو لپاره د شرم خبره ده چی د میلون میلون روپو ثروت د انګریز د چولکی په نَل ( سګریټ ) کی سوځل کیږی.
    نو
    که دا واقعیت ومنو ( چی باید ومنل سی ) چی سګریټ د طِبی تجربو د اثبات له مخی یو وژونکی څیز دی نو باید دا خبره هم ومنو چی د سګریټ څکول یو دروند حماقت او حمارت دی.
    پورته ګوستأخی می ځکه وکړه چی سګریټ څکوونکی هم ګوستأخی کوی ( ښه پوهیږی چی د سګریټ څکول ئې ځان او د کورنی ټولو غړو او ګاونډیانو او لارویانو او نورو دوستانو ته دروند خطر پیښوی – اقتصادی ناورین او اِسراف ئی جانبی زیان دی خو بیا هم دا تروریسټی عمل تر سره کوی او ځان او بل ته تدریجی او دردوونکی مرګ په بیه رانیسی ).
    هیله ده ځوانان او زاړه کسان ددی شوم عمل څخه لاس په سر سی.
    وروستی خبره:
    تنباکو د تاریاکو د تاریخی جنګونو د سناریو ادامه ده کوم چی د پلیدو سرمایه دارانو او سیاستمدارانو له خوا پر بشریت تحمیل سویده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب