چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد شېخ ندیم ادعا؛ لوړو زده کړو ته مو بېسارې لوړه بودیجه...

د شېخ ندیم ادعا؛ لوړو زده کړو ته مو بېسارې لوړه بودیجه بېله کړې

تاند (۳ شنبه، د جوزا ۲۲ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم، چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله د تر ټولو سخت دریځې ډلې له مهمو څېرو ګڼل کیږي، روسیې ته د سفر پر مهال مدعي شوی چې د دوی رژیم تر بل هر رژیم د لوړو زده کړو وزارت ته لوړه بودیجه ورکړې او پاملرنه یې زیاته ده.

هغه دا ادعا په روسیه کې مېشتو یو شمېر افغان محصلانو سره د لیدنې پر مهال کړې، خو د خپلې ادعا شوې پاملرنې د نتایجو جزیات یې نه دي ورکړی.

له شېخ ندیم سره د روسیې په سفر کې د طالبانو د پوهنې وزیر ملا حبیب الله اغا هم ملګری دی.

دا سفر او تعلیمي بهیر ته د طالب چارواکو ادعاوې داسې مهال دي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز زر ورځې څو ورځې د مخه پوره شوې.

روسي رسنیو نه دي ویلي، چې شېخ ندیم سره یې د دغه سفر پر مهال ځانګړې مرکې هم شوي کنه او آیا هغه د روسیې تحصیلي بورسونو ته د بریالي شویو شاوخوا ۵ سوو افغانانو د تلو د مخنیوي په اړه توضیحات ورکړي کنه؟

شېخ ندیم څو میاشتې مخکې تورن شو، چې د شاوخوا پنځو سوو افغان محصلانو پاسپورټونه یې قید کړي او د روسیې تحصیلي بوروسونو ته یې د تګ مخنیوی په دې پلمه کړی، چې ګواکې هلته یې عقیدې خرابیږي.

ملا ندیم او ویاندویانو یې دغه خبر رد کړی او تایید کړی نه و.

5 COMMENTS

  1. دا شیخ د افغانستان د خلکو ، د علم او تحصیل اصلي دښمن ، لوی منافق او د جاهلانو مشر دی .

  2. خلفای راشدین رضی الله عنهم به ویل که اسلامی قلمرو کی د کوم ګډ پښه ماتیږی موږ احساس د مسؤلیت کوو.
    خو اوسنی امارتی شیوخ د حیاتی شعباتو د متخصصینو په قدر نه پوهیږی،وظایف یی غصبوی او نا اهلانو ته یی سپاری ،دمور او ماشوم د مړینې کچه دورځی له دوه سوه تنو اوړی ،خوار ځواکی په میلیونونو ماشومان د مرګ تر سرحده تهدیدوی ،حیاتی اداری فلج کیږی خو فقط یواځی بدوی ملا پر کرسۍ سپریږی، پنډ کیږی ،تکثر کوی او نوری په سلګونو حیاتی شعبی کوم چي ملی خدمات یی وړاندی کول او بدوی ملا یی د مباح تر نامه لاندی په بډه وهی او ملت د جهالت او بی کفایتی په رنځ وژل کیږی او حکام د ملی خدماتو له مفهوم کاملا بیګانه ښکاری او دا د خالق کار بولی او وایی موږ همداسی ژوند کړی اوس د ملت هم زموږ تیر ژوند تجربه کړیي.
    فلهذا دې ډول شیوخو ته امیر یا خلیفه ویل د اسلام او انسانیت سره جفا او تحقیر دی.

  3. په روانی ، عملی ، فزیکی او ذهنی لحاظ ملا ندیم ښکاری چې ځومره پوهه لری !دغه ډول انډوخر په کوم اسلام او امارت کې تر اوسه عملی شوی ؟
    که مثال یې چا لیدلی وی نو کولای شی چې موږته ووایی چپ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب