چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهعدلیې وزارت: د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د ټولو ښارګوټو...

عدلیې وزارت: د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د ټولو ښارګوټو اسناد ارزوي

تاند (۳ شنبه، د جوزا ۲۲ مه) د عدلیې وزارت لپاره د طالبانو چارواکي وايي، د افغانستان ټول ښارګوټي د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځونې کمېسیون له لوري تر ارزونو لاندې دي.

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي وايي، دغه کمېسیون تراوسه د کابل ښار د یو شمېر سیمو او ښارګوټو ځمکې ارزولې دي.

د رسولي په خبره، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له جوړېدو او فعالیت راهیسې، تر دمګړۍ په کابل ښار او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.

یو شمېر خلکو د ځمکو د غاصبانو پر وړاندې د طالبانو د رژیم قاطعیت ستایلی، خو ځینو نورو خپله طالب چارواکي له دولتي او شخصي جایدادونو او ځمکو په ناوړه استفادې تورن کړي

د دوی په وینا، دا چې طالب چارواکي د پخوانیو چارواکو او سیاستوالو پر جایدادونو او کورونو حاکم شوي، یا یې پکې مدرسې جوړې کړي او یا خپله په درې کلنه واکمنۍ او اقتصادي ناورین کې د ډېرو کورونو څښتنان شوي، خلکو ته یې د سرچینو په اړه باید ځواب ووایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب