یکشنبه, جون 23, 2024
Homeخبرونهد تاجکستان پوله ساتو دوه افغانانو وویشتل

د تاجکستان پوله ساتو دوه افغانانو وویشتل

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۲ مه) په بدخشان کې ځايي رسنۍ وايي چې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په ډزو د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ دوه اوسېدونکي وژل شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د ياوان د “شولير” کلي په سرحدي سيمه کې شوې ده.

سرچينې وايي، چې د “شولير” د کلي د اوسېدونکو پنځلس کسیزې ډلې غوښتل، چې د “امو” له سرحدي سيند څخه تېر شي، چې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د درېدو خبرداری ورکړل شو.

دې سرچينو زياته کړه، چې په دې ١٥ کسيزه ډله کې يو شمېر کسان وسله وال وو، د درېدو د خبرداري له اورېدو وروسته وتښتېدل او په ورته وخت کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو پرې ډزې وکړې، چې په پايله کې يې دوه تنه ووژل شول.

ځايي رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان ولې له امو پورې خوا ته اوښتل.

د سږ کال د حمل میاشتې پای کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو اووه افغانان ووژل.

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. بهترین کار شوی دی، زنده باد. ولی باید مسلح کسان د بل چا کور ته واوړی؟ دا د طالب د سرحدی چارواکو وظیفه هم ده چی پرینژدی څوک غیر قانونی د نورو خواوو ته مسلح یا غیر مسلح واوړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب