پوهندوی آصف بهاند
(د کوربه او میلمه د زړه خواله)
د نعمان دوست د «ماښامی مجلس» بنډاري لیکنه، د ده د انتقادي ــ اصلاحي لیکنو هغه لړۍ ده چې په دې ورستیو کې، د برېښنايي میډیا پر پاڼو راښکاره شوه او له هماغه پیل نه یې بېشمېره مینوال او لوستونکي پیدا کړل. د ده د لیکنو دا لړۍ لکه د استاد عبدالرؤف بېنوا «د زړه خواله» د انتقادي ــ اصلاحي لیکنو داسې ټولگه ده چې په ټولنه کې د روان ټولنیز ــ سیاسي ژوند بېلابېل اړخونه راسپـړي، نیمګړتیاوې یې په نښه کوي، نقدوي یې او د اصلاح په موخه حللارې ورته ښيي.
د نعمان دوست فرهنگي شخصیت څو اړخونه لري: ښونکی دی، شاعر دی، کیسه لیکوال دی، ژونالست دی، څېـړونکی دی او…
زه په دې بحث کې یوازې د ده پر یوه نوي تخلیقي ژورنالستي ژانر (ماښامی مجلس) خبرې کوم چې تر اوسه یې په پښتو ادب کې یا بیخی ساری نه ده لیدل شوی او یا دې ته ورته لیکنې لږې شوې دي. خو تر نور خبرو مخکې د ښاغلي نعمان دوست بیوگرافي:
د ښاغلي نعمان دوست یوه بیوگرافي مې په ویکیپیدیا کې ترسترگو شوه چې ځينې برخې یې دلته رااخلم:
«محمد نعمان دوست:
محمد نعمان دوست (په انگرېزي: Mohammad Numan Dost) يو افغان ليکوال او خبريال دی. هغه د يو شمېر خبري آژانسونو سره د مطبوعاتي شنونکي او ايډيټر په توگوه کارونه کړي او د ځينو چاپي رسنيو مشر پازوال هم پاتې شوی. د هغه د کيسو يوه ټولگه او يوه د ادبي نثرونو ټولگه چاپ شوې چې د افغانستان د جگړو، د خلکو بې وزلي او کړاوونه پکې په ښه توگه انځور شوي.
محمد نعمان دوست د خيرالله زوی او د عبدالغفار لمسی دی. د زېـږون ټاټوبی يې د لغمان ولايت د الينگار ولسوالۍ د کوخي کلي د پاس کلا ځایگی دی. د هغه پلار کروندگر و او رسمي تعليم يې نه درلود خو د رحمان بابا شعرونه يې لوستلی شول او له استادانو سره يې ناسته ولاړه وه. دوست لا ډېر کوچنی و چې د پلار مړينې يې هغه د پلرنۍ مينې نه بې برخې کړ. په ماشومتوب کې د کورنۍ له نورو غړو سره پاکستان کې کډوالۍ ته اړ شوی.
هغه د کډوالۍ په وخت کې پاکستان کې خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې او د لومړي ځل لپاره د ابو سعيد الخدري په نوم په يوه ښوونځي کې چې د جومات په منځ کې و شامل شوی. بيا په افغانستان کې د مجاهدينو د بري په شپو ورځو کې افغانستان ته ستون شوی د پاکستان په هريپور کيمپ کې له النصر ليسې څخه فارغ او بيا ېې همدې هېواد کې د کانکور ازموينه ورکړه او د ادبياتو پوهنځي ته بريالی شو او د دعوت او جهاد پوهنتون کې چې جلوزو کيمپ کې و په پوهنتوني زده کړو پيل وکړ. کله چې په ۱۳۷۴ ل. کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون افغانستان ته کډه شو نو يو څه وخت وروسته د طالبانو واکمني راغله او د پوهنتون زده کړې په ټپه ودرېدې، خو بله غمجنه پېښه د دوست د مور مړينه وه چې د هغه د پوهنتوني زده کړو خنډ شو او تر يوه کاله ترې لوړې زده کړې پاتې شوې. خو په ١٣٧٦ ل. کال کې يې بېرته په کابل پوهنتون کې زده کړې پيل کړې او په ١٣٧٦ ل. کال کې د ادبياتو له پوهنځي فارغ شو.
د پوهنتوني زده کړو د بشپـړېدو وروسته يې د افغاني سرې مياشتې ټولنې سره د نشراتو په رياست کې د يوه مامور په توگه په کار پيل کړی بيا يو څه موده وروسته د مرکزي کتابتون امر او ورپسې د سره مياشت د جريدې مسوول مدير پاتې شوی.
تر دې وروسته يې د IWPR سره د خبريال په توگه کار کړی او کله چې د پژواک خبري آژانس له IWPR څخه جلا شو نو بيا پژواک آژانس ته لاړ او هلته يې د ايډيټر په توگه تر اوو کالونو دنده پر مخ بېوله. وروسته له دې بيا NAI ته لاړ او هلته يې د خبريال ټرېنر په حيث دنده ترسره کړې. د ټرېننگ د کار وروسته يو ځل بيا د پژواک خبري آژانس سره د رسنيز شننونکي او سلاکار په توگه په دنده پاتې شوی. له دې سربېره يې بيلابيلو ويبپاڼو او چاپي رسنيو سره هم همکاري کړې ده.
نعمان دوست له ډېرې وړکينې ليکوالۍ سره لېوالتيا درلوده او لومړنی شعر يې په ۱۳۶۸ ل. کال کې د تره د زوی په وير کې ليکلی. همداراز د پوهنځي په لومړي صنف کې د يتيم په نوم خپله لومړنۍ لنډه کيسه ليکلې.
چاپ شوي آثار:
د هغه يو شمېر چاپ شوي آثار پدې ډول دي:
- ترهگر – د لنډو کيسو ټولگه – چاپکال ١٣٨٥ لمريز،
- په قتل پښېمانه يم – د ادبي ليکنو ټولگه – چاپکال ۱۳۹۱ ل،
- کرنيز اقتصاد – ژباړه د څوارلسمو ټولگيو لپاره درسي کتاب.
نوموړی د يو شمېر رسنيو لخوا د ښه کارکردگۍ په خاطر نازول شوی او يو شمېر لقبونه يې خپل کړي.
- د بينوا پښتو ويبپاڼې له خوا د کال د غوره ليکوال لقب،
- د مشرانو جرگې له خوا د فعاله ژورناليست لقب،
- د نۍ ادارې، له خوا د غوره روزونکي لقب»
دغه راز په افغان جرمن پورتال کې هم د ښاغلي نعمان دوست گڼې لیکنې خپرې شوې دی چې د افغان جرمن پورتال ادارې د ده د لیکنو د مهموالي په وجه د نعمان دوست له پاره په خپل غني ارشیف کې یو ځانگړې خونه پرانستلې ده، چې تر اوسه پورې یې څلورنوي (۹۴) مطالب په کې خوندي شوي دي. د دې مطالبو تر څنگه افغان جرمن پورتال خپلو لوستونکو ته د ښاغلي نعمان دوست دا لاندې بیوگرافي هم وړاندې کړې ده:
«لنډه پیژندنه
نوم او تخلص: محمد نعمان دوست،
د پلار نوم : مرحوم خیرالله،
د بابا نوم: مرحوم عبدالغفار،
د نیکه نوم: مرحوم دوست محمد،
د زوکړې ځای: لغمان، الینګار، کوخي، پاس کلا- ۱۳۵۴/۹/۲۹هـ.ش ( د تذکرې له مخې)،
مهاجرت: ۱۳۶۰- ۱۳۷۱ هـ.ش، پیښور او بیا هریپور کیمپ،
ابتدایه ښوونځی: ابو سعیدالخدري، هریپور کیمپ – نعمان ابن ثابت پیښور،
لیسه: النصر، هریپور کهلابټ کالونۍ،
پوهنتون: دعوت او جهاد، وروستی سمستر او فراغت کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه ۱۳۷۶.
دندې:
مهمې رسمي دندې:
د افغاني سرې میاشتې ټولنه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست کار کوونکی، د مرکزي کتابتون امر، د سره میاشت جریدې مسوول مدیر،
IWPR (د سولې او جګړې په مهال د راپور ورکونې انستیتوت) کابل: خبریال،
افغانستان ورځپاڼه، کابل: خبریال،
پژواک خبري اژانس، کابل: ایډیټر،
پژواک خبري اژانس: سلاکار (د اژانس د کړنلارې جوړولو په برخه کې)،
پژواک خبري اژانس: د ټلویزیوني راپورونو ارزونکی،
الفلاح خصوصي پوهنتون، ژورنالیزم څانګه، جلال اباد: استاد،
OSDLR جلال اباد: د څیړنیزو راپورونو ایډیټر،
نی، Nai (د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره) جلال اباد: ټراینر،
نی، Nai (د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره) جلال اباد : رئیس (د ساحوي دفتر منیجر)،
له یوې بهرنۍ موسسې سره د قاچاقي سفرونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي مسوول (اخبار، راډیو او ټلویزون ته د اړوندو مطالبو چمتو کول)،
په ولسي او سیاسي چارو دفتر کې سلاکار،
پارلماني چارو وزارت کې سلاکار،
ګرداب ورځپاڼه، کندهار: انلاین کالم لیکوونکی،
سرخط ورځپاڼه، کابل: انلاین کالم لیکوونکی،
رضاکارې دندې:
د شهید عبدالوهاب ښوونځي ښوونکی (لغمان، الینګار ولسوالۍ، د شهید عبدالوهاب ښوونځی)،
کابل راډیو کې، چې هغه وخت یې شرعیت غږ باله، د (ادبي انګازې) د خپرونې چلوونکی،
لهwww.benawa.com , www.tolafghan.com , www.taand.com ,www.larawbar.net www.rohi.com , سره رضاکار قلمي همکار.
اثار:
چاپ:
ــ ترهګر (د لنډو کیسو ټولګه ۱۳۸۵)،
ــ په قتل پښیمانه یم (د لنډو لیکنو ټولګه ۱۳۹۱)،
ــ په دښتو کې جنتونه: د متحده عرب اماراتو او روم یونلیک ۲۰۲۱،
ژباړه:
کرنیز اقتصاد (د څوارلسمو ټولګیو لپاره درسي کتاب)،
ناچاپ:
ــ د یوولس کلن مهاجرت یادښتونه،
ــ د کالمونو ټولګه،
ــ لنډې کیسې،
ــ د شعرونو ټولګه،
ــ د لنډو لیکنو ټولګه،
ــ د تفهیم القران تفسیر د شپـږم ټوک کمپوز او ایډیټ،
لومړی شعر: ۱۳۶۸ د یوه ځوانیمرګ مرثیه (د خپل تره زوی یوسف خان په ویر کې)،
لومړۍ لنډه کیسه: ۱۳۷۱( یتیم)»
او اوس هم «ماښامی مجلس»:
د نعمان دوست «ماښامی مجلس» بیخي یو ابتکاري ژانر دی چې کېدای شي «د کوربه او میلمه د زړه خواله» ونومول شي. دا ټیپ لیکنې په پښتو ادب کې په دې بڼه مخینه نه لري، یوازې د استاد بېنوا «د زړه خواله» سره کېدای شي څه ورته والی ولري. دواړه لیکوال له خپلو ملگرو سره د زړه خواله کوي، په دې توپـیـر چې د بېنوا صاحب ملگری غایب دی او د دوست صاحب ملگری مخامخ ورسره ناست دی او خبرې ورسره کوي.
نعمان دوست د «ماښامی مجلس» په هره برخه کې ټولنیزې ستونزې او نیمگړتیاوې راسپـړي، توزیح کوي یې او د امکان تر برېد پورې د اصلاح په پار، حللارې ورته په نښه کوي.
نعمان دوست د «ماښامي مجلس» په بنډار کې له خپل ملگري کرکتر سره معمولاً د ورځې پر مسایلو بحث کوي، په عامیانه او عالمانه ډول ورځنۍ ستونزې راسپـړي او خبرې پرې کوي، د «ماښامي مجلس» په پنځه ویشتمه برخه کې پر یو ټولنیز مرض یعنې انسان تښتونه باندې په داسې وخت کې غږېـږي چې د انسان تښتونې په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره واکدارانو څو تنه انسان تښتونکي وژلي او بیا یې د ښار په مهمو سیمو کې د هغوي مړي داسې راځړولي دي چې د نورو له پاره د عبرت د یو درس حیثیت ولري. د «ماښامي مجلس» په پنځه ویشتمه برخه کې د دوست صاحب د دیالوگ یوه برخه دا ده:
«میلمه، لکه ویریدلی چې وي؛ نارامه و. غوښتل یې څه ووایي؛ خو الفاظو ور سره یاري نه کوله.
ما ویل انډیواله، خیریت خو دی؟ ولې داسې اوتر یې؟ لکه چې خوب کې دې پیریان لیدلي؟
زما له خبرو سره یې د ارام ساه واخیسته، پر وچو شونډو یې ژبه راتېره کړه او بیا یې ویل:
هغه د ستنو سرونو کې دې خلک ولیدل؟
ــ نه، البته برقیان به و او مزي به یې تړل.
ــ نه، هغه جسد… ژبه یې وچه شوه.
ــ جسدونه د چا ول؟
ــ د انسان تښتوونکیو. وژلي به یې ول؛ نو ځوړندول یې ولې؟ د دوی لیدل خو سړی ډاروي.
ــ د ځوړوندولو موخه همدا وي چې خلک وډار شي. دا خو یې ډېر ښه کار کړی.
ــ په تعجب یې راوکتل؛ دا ته کله داسې سخت زړی شوی یې؟
ــ د شهید اباسین د پرې شوو ګوتو له لیدلو وروسته په زنځیرونو د تړلي بلخي ماشوم عبدالروف له لیدلو وروسته او…
میلمه، ځان ته پیاله ډکه کړه. ماته یې هم چای واچوه او بیا یې ویل: دا دوه ماشومان څوک دي؟ او څه کیسه یې ده!؟
ــ اباسین، د څو خویندو ایکي یو ورور و. وه یې وتښتاوه، له پلاره یې ورته پیسې غوښتې. پلار بې چاره سره یې هومره پیسې نه وې. اختطافچیانو د لاس تنکۍ ګوتې ور پرې کړې، کاغذ کې یې کلوله کړې او پلار ته یې ور ولیږلې. چې پلار یې کاغذ پرانیست نو تړپ شو او د خپل زوی…. له دې سره میلمه داسې چیغه کړه، لکه چا چې یې ګوتې ور پرې کړې وي.
بیا مې د بلخي ماشوم عبدالروف نکل راواخیست، چې له مزار شریف یې شاوخوا لس میاشتې پخوا تښتولی. د شکنجو او چیغو ویډیو ګانې یې وخت نا وخت خپریږي، چې مورکۍ یې څو ځلې په لیدلو کوما ته هم تللې ده…»
لیکوال د خپل «ماښامی مجلس» په ترڅ کې د سیاسي، اقتصادي، نظامي او نورو گڼو موضوعاتو ترڅنگ کله ـ کله د هېواد تاریخي جغرافیه هم نه هېروي، دا یې یوه بېلگه ده:
«… یکاولنګ د بامیانو له مرکز، د سمنګانو له دره صوف، د بامیانو له پنجاب او د سرپل له بلخاب ولسوالۍ سره ګډې پولې لري.»
که د نعمان دوست بېلابېلې لیکنې چا په دقت سره لوستې وي، دې موضوع ته به یې پام شوی وی چې دی په لنډو لیکنو کې ښه لوی لاس لري یعنې په څو جملو کې د یوې لویې کیسې او یا یوې رسالې مفهوم ځایوي او په هنرمندان ډول یې خپلو لوستونکو ته په مخکې ږدي. ده په «ماښامی مجلس کې هم کله ـ کله له همدې هنر نه کار اخیستی دی. دا بېلگه یې وگورئ چې نعمان دوست د څو جملو په ترڅ کې د څلوېښت کلنو ناخوالو، وژنو، مهاجرتونو او… انځور په څه هنرمندانه ډول رسامي کوي:
«… یاد دې شي، هغه مازیګر قضاء چې به ستړې مرغۍ له کروندو راغلې. نهرو منتظرو بچیو به یې د خوشالۍ شور جوړ کړ. د چنار هره پاڼه به خوځیده. موږ بې رحمو به د لیندۍ ګوزار وکړ او له دې سره به چنچڼې والوتې. د کومې یوې پر سینې به د لیندۍ ګاټی ور ننوتلی و او څیرې ګیډه به راولویده. د ځینو به بڼکې لکه مجبورې نڅاګرې ورو ـ ورو تاویدې او راښکته به شوې. چنچڼو به یوه لنډه دوره وکړه او بیا به په چنار را تویه شوې.
سړی غلی شو. سر یې د دواړو زنګنونو منځ کې کیښود. ډير ځنډ وروسته یې سرې سترګې راپورته کړې:
کټ مټ هماغه چنچڼې یوو. ښکاریان راشي، ډز وکړي. خلک وږي بچي پریږدي، منډه کړي. خو بیرته خپلو مېنو ته راوګرځي او بیا یې هره لحظه د بل ډز په ویره کې تیریږي. په دې تېره نیمه پیړۍ کې خو د خپلو خلکو مهاجرتونه شمار کړه، هر ځل مو څه د کار ککرې له لاسه ووتلې.»
د «ماښامی مجلس» دېرشمه برخه د اوبو حیاتي مادې او زموږ په هېواد کې د ارزښت نه پوهېدنې ته وقف شوې ده او په خورا عالي استدلال سره د اوبو پر ارزښت او د خوندي کولو پر لارو چارو باندې بحث شوی دی. د اوبو د ارزښت په باب یې دا څو جملې وگورئ:
« میلمه ته مې په حیرانۍ وکتل: په دې کوچنیو تدابیرو څه نه کیږي. له اوبو سره په لویه کچه بې انصافي وشوه. له کابل ښاریانو مې اوریدلي چې آن د ډاکټر نجیب د واکمنۍ تر پایه چا حق نه درلوده چې خپلسر ژوره څا وکیني، ځکه دې کار د اوبو کچه ښکته کوله، خو په را وروسته دورونو او خصوصا په تیرو شلو کلونو کې چې د تحصیلیافته و او متخصصینو حکومتونه ول، د کابل سینه سورۍ سورۍ شوه. د پریمانه ډالرو په باران کې ښار کې د څښلو د اوبو په منظم ویش کار ونشو. نږدې هر کور، مارکیټ او… ژورې کوهیانې ووهلې او نتیجه دا شوه چې اوبه په ورکیدو دي. باور وکړه انډیواله، چې کله دغه ایت شریف «…إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ -۱» تلاوت کوم؛ نو وډار شم، حلق مې وچ شي او وایم هسې نه له دې حیاتي مادې خلاص شوو او که خلاص شوو نو بیا به څه کوو.
میلمه چې د اوبو په لټه کې ستړی شوی و، غوسه شو: ګوره، هرڅوک تر خپل وس مسوول دی . نو هرڅوک باید د اوبو له اسرافه ځان وساتي. اسراف ګناه ده. خدای ج اسراف کوونکي د شیطان وروڼه ګڼي: «إِنَّ ٱلْمُبَذِّرِينَ كَانُوٓاْ إِخْوَٰنَ ٱلشَّيَٰطِينِ ۖ -۲»
آن په اوداسه او غسل کې باید د اوبو له اسرافه ځان وساتل شي. پخلنځیوکې دې ورسره احتیاط وشي، کالیو وینځلو کې دې ور سره پام وشي او…»
دا جملې یې د هېواد او خلکو د بیوسي وروستی حد بیانوي:«
ــ کومه بله خوا به تللی وې.
ــ چیرته لاړ شم؟ کوم دی د تګ وس. باور به دې ونشي؛ یو دوه ځلې تر تورخمه لاړم، داسې یو حالت و چې په ما یې خپل دردونه هېر کړل. سړی خپه شي چې په دې ۲۱ مه، پیړۍ کې موږ څومره بدبخته او څومره له بنیادي اسانتیاوو محروم خلک یوو. د میـړانې، قهرمانۍ، لرغوني تاریخ لاپې شاپې مو ګوره او بیا مو ژوند ته ګوره چې زموږ په مخکې زیږیدلي هیواد ته هم محتاج یوو. اخر دې جذباتو او قهرمانیو موږ ته څه راکړل؟»
د «ماښامي مجلس» په یوڅلوېښتمه برخه کې کله چې د بامیانو د سفر کیسې کوي، نو هلته د کوم ښه سرک چې په ستندرد برابر دی او واکدارانو په کې کوم تقلب نه دی کړی، نو د کابل کندهار سرک او کابل ننگرهار له سرکونو سره یې پرتلنه کوي او په بامیانو کې د ښه سرک د ښېگڼو تر څنگ په انتقادې ډول د کابل ـ کندهار د سرک یادونه کوي.
دوست صاحب په «ماښامی مجلس» کې په خورا ساده او عامیانه ژبه داسې انتقادونه مطرح کوي چې سیاسي څېرې یې لا نه شي کولای او ورته پام یې هم نه وي. د مجلس په ۴۳ مه برخه کې له خپل بنډاري سره د بامیانو د کیسو په ترڅ کې د هغې سیمې د حاصلاتو په باب غږېـږي، د بامیانو د کچالو او د میدان وردگو د مڼو په باب خبره مطرح کوي، ورسره په څنگ کې د واکدارانو د ناسم مدیریت په وجه د سړو خونو نشتوالي ته اشاره کوي او د بزگرو خوارۍ او تاوانونه یادوي. دا ډول انتقادونه او ورسره حللارې ښودل، د انتقاد داسې نوې طریقه ده چې گرم مقامات د خلاصون له پاره هیڅ ډول استدلال نه شي کولای، اړ دي چې انتقاد ومني او ځان اصلاح کړي.
«ماښامي مجلس» څنگه هنري شوی دی:
د «ماښامی مجلس» پر نوی ژانر چې هر څوک هر نوم ږدي، دا د هغوی کار دی؛ خو زه یې د ټولنیزو نیمگړتیاو د په نښه کولو او یادو نیمگړتیاوو ته د حللارو پیداکولو یو نوی هنري ژورنالستیک ژانر گڼم چې د پاسنیو یادو دندو ترڅنگ د تاریخ، جغرافیې، سیاست، دود دستور او گڼو نورو موضوعاتو په باب معلومات هم په کې وړاندې شوي دي. نعمان دوست پاسني کارونه د «ماښامی مجلس» په وړاندې کړو اته څلوېښت برخو کې د تشبیه، استعارې او کنایې په ژبه، ښه په هنري مهارت او استادانه بڼه ترسره کړی دی، په ښکلو هنري انځورونو سره مطالب د داسې جملو په چوکاټ کې وړاندې شوی دی چې لوړ پیامونه هم په کې اېښودل شوي دي او د لویو درسونو حیثیت لري.
زه د خپلې پاسنۍ ادعا د ثبوت له پاره په «ماښامی مجلس کې د کارول شوو انځورونو څو بېلگې وړاندې کوم:«
ــ د ځنګلونو قاتلان (۲۶)،
ــ ستړې مرغۍ (۲۶)،
ــ نهرو منتظرو بچیو به یې د خوشالۍ شور جوړ کړ (۲۶)،
ــ مجبورې نڅاګرې (۲۶)،
ــ ډير ځنډ وروسته یې سرې سترګې راپورته کړې (۲۶)،
ــ ډله ـ ډله ځوانان مو د ځنګلي او سمندري ژوو اذوقه شول (۲۶)،
ــ هغه د پریمانو خوږو اوبو د څښتن وطن بچي، چې د یوه څاڅکي اوبو په ارمان چیغې وهلې. هغه له بدنه چې یې لمبې پورته کیدې او همدا نارې یې وهلې: یک کم آب، سوختم!
له دې سره یې داسې چیغه کړه، ما ویل که حجرې ته اور راننوت او دی هم وسوزیده. ما هم ورسره ښه په اخلاص بدرګه کړه. (۲۶)،
ــ هسې نه داسې وخت راشي، چې د چای لپاره اوبه په لمر تودې کړو. (۲۷)،
ــ کاش، موږ د نظامونو د پرزولو په ځای د هغوی اصلاح ته کار کړی وای. (۲۷)،
ــ که داودخان سپینه کودتاه نه وای کړې، سرې ته به لاره نه هواریده. (۲۷)
ــ ملایان پکې عربي ځکه کاروي چې خلکو ته خپل علمیت وښيي. (۲۸)
ــ د چای اچولو شړا، له ذهني کشمکشه خلاص کړم. (۲۸)
ــ ډير اقتصادي شی دی، له یوې شیرینکې سره پوره چایبر تشیږي. (۲۹)
ــ فقر له جګړې سره تړلی دی. (۲۹)
ــ تر ډيره حجره خاموشه وه، یو میاشی بنګیده. کله به ماته نږدې شو او کله میلمه ته؛ خو پوهیده چې دواړو کې وینه نه ده پاتې، شرم به ورته ورغی، بیرته به پورته شو. (۲۹)
ــ بیا خو دې ګیډه سمه د درملو عمده فروشي ده. (۳۵)
ــ د مڼو د شنو باغونو په منځ کې د تور سړک ځلیدا عجیبه کیف کاوه. (۳۶)
ــ … ښایسته سړک، د موټرو ټایرونو ته خپله غیږه پرانیستې وه. موټر ارام روان و او ما د خپل وطن له ساده حسنه خوندونه اخیستل. (۳۶)
ــ … موږ یوه کوچني دوکان ته ننوتلو. شیبه وروسته یو پلنګي جامپروالا، چې له سر او زنې یې لکه د وزلوبې پهلوان د سمال راتاو کړی و، راننوت. د جامپر جیبونو کې یې د مرغیو لکۍ ښکاریدې. له یوه جیبه یې کوتره، له بل هیلۍ او له بل یو ښکاري مرغه راوویست. ما ویل دا جیبونه دي که د ګوانتانامو زندان پنجرې، د مرغیو ساه په تنګ نشي، مړې نشي. خو هغه ډاډ راکړ. (۳۹)
ــ … دا تپه له مخروبو او کنډوالو ډکه ده؛ خو هره کنډواله یې په پټه خوله او په حسرت د تیر برم کیسې کوي. (۴۰)
ــ … هغه ملتونه خو لا پسې پایمال وي چې خپلو کې یو بل پسې ډک ټوپک ګرځوي. (۴۲)»
داسې هم شوي چې د ځینو مجلسونو له هرې جملې او هر توري سره مې اوښکې تویې کړي او په لوستلو سره یې د هماغو ناخوالو په دایره کې درېدلی یم چې نعمان دوست انځور کړې دي.
د «ماښامی مجلس» ټولې برخې مې له پیل نه تر اته څلوېښتمې برخې پورې، په پوره دقت سره لوستلې دي. په فیسبوک کې د دې لړۍ کامنتونه هم له نظره تېروم، د شپـږویشتمې برخې (دا برخه د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر اوه ویشتنه خپره شوې ده) په کامنتونو کې د راغلو اسنادو له مخې چې د دوست صاحب د لیکنو دا لړۍ کوم ځوان (خلیل الله توحید یار صافی ــ Khalilullah Tawhidyar Sapi) د دوست صاحب د دې لیکنو د ژباړې ژمنه کړې ده. هغه په خپل کامنټ
کې داسې لیکلي دي:
«قدرمن استاد خدای تاسي سره د دې بادرکه میلمه ژوندي او باعزته لري. انشالله دا لړۍ خو ډيره خوندوره او له هنرونه ډکه ده. که دې اجازت وي چې زه د ټولې ژباړه ژمنه وکړم او کتابګوټی به ترې جوړ کړو. هغه د تیر ماښام مجلس خو هم دري ته وژباړل شو.»
دا ډېر ښه کار دی، خو خدای دې وکړي چې د دوست صاحب د لیکنې ټول نزاکتونه مراعات او وې ژباړلی شي او د ټولو هغو تشبیهاتو، استعارو، کنایو او معلوماتو حدود په ژباړه کې هېر نه کړي.
نعمان دوست د «ماښامی مجلس» په ټولو برخو کې په ډېره ساده، عام فهمه او کلیوالي ژبه د ټولنې عیبونه او د فساد ډولونه په نښه کوي، دا بېلگه یې په اته ویشتمه برخه کې وړاندې کړې ده:
« ته د وطن لویو لارو ته وګوره، څومره په لږ وخت کې ویجاړې شوې. ته د ښار سړکونو ته وګوره، څومره ژر خراب شول. دا ځکه چې دلته له همدې الهي حکم څخه سرغړونه وشوه. که څه هم په لویو لارو کې د لوړ تناژ تلې درول شوې وې چې وزن کنټرول او له مجاز (قانوني) وزن پورته وزن ته اجازه ورنکړي؛ خو تله کې مفسدینو غدر وکړ. زیات وزن یې کم حساب کړ او زموږ ملي شتمنۍ یې را ویجاړې کړې. ته وګوره؛ د سړکونو او پلونو په جوړولو کې د شګو، قیر، سیخانو، وسپنو او نورو موادو اندازه معلومه وي؛ خو خیانت یې وکړ. له معیاره ټيټ او کم مواد یې وکارول، نتیجه دا شوه چې د سوال په پیسو جوړې ټولګټې پروژې له جګړو وروسته دغه شان خیانتونو ویجاړې کړې او…»
د «ماښامی مجلس» د ۲۹ مه برخې تر خپرېدو وروسته دوست صاحب د دې لړۍ د دوام او بندېدو په خاطر له خپلو لوستونکو نظر وغوښت، چې د مجلس دا لړۍ ودروي او که یې وِغځوي، نو یارانو د مجلس پر غځېدو باندې ټینگار کړی و:
«ماښامی میلمه مې سهار ولیده، ما ویل ورځې لنډې شوي، ماښام په وخت راځه!
غلی شو، ویل یې ګوره: دې غریبۍ کې له نن ماښام سره ۳۰ مجلسونه پوره کیږي، دا مانا چې ۳۰ چاینکې چای هم پوره کیږي، که هر مجلس کې مې یوه شیرني خوړلي وي، نو ۳۰ شیریني شوې. دا غټه اقتصادي ضربه ده.
ته لږ وپوښته چې دا مجلسونه په دې تاوان ارزي که نه؟ که په خلکو بوج وي چې همدې ۲۹ کې یې بند کړو.
ژر مې له جیبه موبایل راوویست، کالکلېټر مې راواړوه، له محاسبې وروسته مې ویل:
هر مجلس کې دې په اوسط توګه ۴ پیالې چای څښلی او هرې پیالې سره یوه شیریني، دا چې ۳۰ کې ضرب کړې نو ۱۲۰ شیرینګکې دې خوړلي!
میلمه موسک شو: دا حسابونه اوس پریږده، د مجلسونو د دوام یا ختم په اړه تر مازیګره د یارانو نظرونه راسره شریک کړه.
ما ویل سمه ده.»
ټولو دوستاو په یوغږ وویل چې ماښامی مجلس دې وغځېـږي.
دا هم د څو تنو دوستانو او د «ماښامی مجلس» د خوښونکو
څو نظرونه:
ماښامي مجلس سره موږ هم دلته د چایو له پیالو خوندونه اخلو او ستاسې لیکنې ښه په شوق سره څارو، هیله ده همداسې ادامه پیدا کړي.
دوام ورکړئ په مینه یې لولو!
دوست صاحب مجلسونه مو خوندور دي، ډېر څه ډي پکې، دوام ورکړی د چايو او شيرینيو غم به وشي.
استاده!
په فیسبوک کې یواځنۍ لیکنه چې زه یې ترپایه لولم هغه ماښامی مجلس دی په دې هیله چې دوام ورکړې
ملت د مجسلونو دوام غواړي
هر ماښام یې په شوق لولم مخکې ځه مشره!
هيله ده دوام ورکړی
ستاسې دېره دې اباده وي
موږ یې ادامه غواړو.
په قلم او ګوتو مو برکت شه قدرمن استاد!
دوام به يې ډير خوند وکي.
پام چې میلمه درڅخه خفه نشي دوست صیب.
یو کال هره ورځ څلور پیالې چای او څلور شیرینکې پرې خوره، د کال اخر کې به حساب کوو!
هیله کوو جناب استاد دوست صاحب، دا خواږه او له هنرونو ډک مجالسو ته په ټول توان ادامه ورکړئ.
داحجره باید شړه نه شي
دوست صيب ستا ليکنى صدقه جاريه ده ،ځوانان چى مطالعه نلرى دلته ورته ډير څه په ښکلى انداز وايى
دوام ورکړه
موږ ورته ټوله ورځ انتظار سو
استاده!
که توان مې درلودی؛ نو دا ماښامي مجلسونه مې په کتاب کې راټولول او بيا مې چاپ کول خو…
خو د دوام هيله يې کوو
استاد
تر اوسه دې تر دې ګړۍ څومره مجلسونه خپاره شوي
ټول په فکر جوړونه، درد او په احساس راټول دي
ادامه یې غواړو مشره
ډېر څه مو ترې زده کړل
ستاسو له مجلسه موږ هم خوند اخلو هم پند.
موږ يې په مينه تر اخره لوستونکي يو
هيله ده ادامه ورکړئ
په قسمتونو ترلاسه شوي ماښامونه دې تل وي.
دوام ورکړه وروره»
بیا دوست صاحب د مننې په دود داسې ولیکل:
«د ټولو یارانو له حسن نظر، پیرزوینو او لورینو نړۍ مننه،
چې تاسو یې خوښوئ نو زه به تر خپل وس ادامه ورکوم. زما لویه خوشالي دا ده چې خلک مې خوشاله وي.
#ماښامي_میلمه سره مې ستاسو ښایسته نظریات شریک کړل، خوشاله شو او د راتګ ژمنه یې وکړه.
درناوی»
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په لومړۍ لسو ورځو کې په فیسبوک کې د دوست صاحب کوم پوست د چا نه و خوښ شوی، نو د څو ورځو له پاره یې فیسبوک بند و، وروسته له دې چې د همدې کال او همدې میاشتې په شپږمه نېټه بیا پیل شو، نو دوست صاحب داسې ولیکل:«
ماښامی میلمه د سوپ کراچۍ ته ولاړ و. ما ویل خیر شه، لکه چې معاش دې راووت او خرچې دې شروع کړې.
په خندا شو، ویل یې:
معاش له کومه شو. ګاز قیمته دي. پخلنځي کې مو اور نه بلیږي. سوپ والا ته مې وویل چې یوه کاسه راته د شپې لپاره وساتي.
ما ویل نن ماښامي مجلس ته راځې؟
غوسه شو: درې ورځې نه وم، په زرګونو ملګرو کې ایله دغو ښاغلیو تماس ونیوه او پوښتنه یې وکړه:
ما ویل غوسه کیږه مه، دا د ګیلو وخت نه دی. دلته که د چا په خیر خبره کوې نو هم ته به یې کور ته ور ځې. احسان به هم د هغه وي چې غوږ یې درته ایښی.
سړی غلی شو، بیا یې ویل: دا خو ده، که کوم عاجل کار پیدا نشو درځم.
ما ویل: منتظر یم.
ګورو به چې څه کیږي.»
د دوست صاحب د همدې پوست په پای کې د ده ځینو فیسبوکي انډیوالانو داسې ورته لیکلي وو:«
استاده!
څو ځلې مې وغوښتل چې د ماښامي مجلس باره کې درته میسج یا پیغام ولیږم او پوښتنه دې وکړم
خو بیا به مې بیرته فکر وکړ هسې نه چې میلمه چېرته مصروف شوی وي
والله درته ناغه يو دوست صيب ـ وبښه
په مونږ لاډيرحق لری ته خوځمونږوياړیی
موږ وبښه ، حق يى دي چه ګيله وکړي موږ ډير کمﺯوري يو وال ته به دي تللو لکه ملنګ چه بندو درواﺯو ته ولاړ وي.
بينوا به راستانه شو .
مونږ مو د ماښام بنډار په مینه لولو، خو کله کله د لیکلو حوصله نه وي.
استاد محترم
پۀ ډېر بخښنې سره پر مونږ هم محدودیتونه ؤ.
فسبوک پر صفحه نۀ ؤم کۀ نۀ وړ یې وې/یې چې احوال مې تاسې پوښتلی وای»
له دې نه ښکاري چې دوست صاحب په خپله او «ماښامی مجلس» ځانكړي لوستونکي او مینوال لري.
ما خو داسې پتیلې وه چې د «ماښامی مجلس» لړۍ پنځوس مجلسونو ته ورسېـږي، نو زه به یو څه پرې لیکم؛ خو ناڅاپه دا مجلس ودرېد او پوه نه شوم چې د مجلس یاران سره مرور شول او که د مجلس نرمه انتقادي بڼه پر چا ښه ونلگېده او لیکوال یې دې ته اړیست چې بیا نه د مجلس یار سره وگوري او نه یې کوم رپوټ او د تا وکړه ما وکړه مکالمې خپرې کړي.
ما خو له ښاغلي نعمان دوست نه پوښتنه وکړه چې دا لړۍ مو بیخي ودروله او دمه دې کړې؟ ده راته کړل چې ښايي بیا یې پیل کړم.
خو زما اټکل دا دی چې یا به د کوم چا یا کوم مقام له لوري د سانسور توره ورته ځلول شوې وي او یا به د ځینو نورو نا ویل شووستونزو په وجه لیکوال ځان سانسوري کړې وې، موضوع چې په هر ډول وي، د سانسور کور دې وسوځي او سانسورچې دې… شي.
د دوست صاحب شعرونه، لنډې کیسې، مقالې او نور مطالب په لاندې برېښنايي پاڼو کې زما له نظره تېر شوي دي:
ــ افغان جرمن: http://www.afghan-german.com/
ــ تاند: https://taand.com/
ــ ټاټوبی نیوز: https://tatobaynews.com/
ــ نن ټکی اسیا: https://www.nunn.asia/
ــ مور پښتو دات ورگ: https://morpashto.org/
ــ افغان سباوون دات کام: http://www.afghansabawoon.com/
ــ دعوت میډیا24 دات کام: http://dawatmedia24.com/
ــ لومړیتوب دات کام: https://lomritob.tumblr.com/
ــ لر او بردات نت: https://larawbar.net/
ــ انعکاس رادیو دات کام: http://www.enikassradio.com/
ــ افغان تیپس: https://www.afghan.tips/
ــ څپاند دات کام: http://sapand.blogfa.com/
ــ بېنوا دات کام: http://www.benawa.com/
ــ او…
زه د نعمان دوست ټولې فرهنگي لاسته راوړنې مثبتې ارزوم او دی د افغانستان د اوسني فرهنگي بهیر د یو پياوړي، مطرح، خلکو او وطن ته متعهد لیکوال په توگه پېژنم. دی توانېدلی دی چې د خپلو ټولو فرهنگي تولیداتو په لړ کې خپله انساني او وطني دنده په ښه او بریالۍ توگه ترسره کړي. د ده «ماښامی مجلس» د ټولو لوستونکو له پاره په تېره د نوي نسل د روزلو په لړکې ډېر موثر او ارزښتمن رول لوبولی دی. هیله مې دا ده چې ښاغلی نعمان دوست وتوانېـږي چې دا لړۍ (ماښامی مجلس) بېرته راپیل او خپلو مخاطبینو او مینوالو ته یې وړاندې کړي.