یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني مرکې ته بېلا بېل مثبت او منفي غبرګونونه ښودل...

د ولسمشر غني مرکې ته بېلا بېل مثبت او منفي غبرګونونه ښودل شوي

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏‏‏د افغانستان بی واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني پرون له شاوخوا پینځه مياشتې ځنډ وروسته د افغانستان په وروستيو حالاتو او په ځانګړي ډول د جمهوري نظام د سقوط په اړه ملت او نړيوالې ټولنې ته له ځینو رازونو پرده پورته کړه.

د ښاغلي غني څرګندونو ته د هغه پلويانو او مخالفانو مختلف غبرګونونه وښودل.

په دې لړ کې د حامد کرزي د واکمنۍ د ملي امنيت رييس رحمت الله نبیل او د کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم، چې اشرف غني له ولسمشر کیدو سره له دندو ګوښه کړي وو، تر ټولو توند غبرګونونه ښودلي دي.

هغوی د ولسمشر غني خیرې دروغ او غولونکي ګڼلي، خو په ټولنيزو رسنيو کې زرګونو عامو افغانانو د ښاغلي غني د وضاحت او دغه راز د اوسني ناورين د سوله ییز او معقول حل په اړه د هغه د طرحې هرکلی کړی دی.

په نړيوالو رسنيو کې د افغانستان د مسايلو مشهور څېړونکي او ژورناليسټ سمیع یوسفزي د ولسمشر غني له دغې مرکې څخه د خلکو پراخ هرکلی د طالبانو پر وړاندې په نړيواله کچه د يوه ستر مقاومت او طالبانو ته د لوی سرخوږي پيل ګڼلی ‌

هغه په دې اړه لیکلي:(( اشرف غنی سره ولسی همدردی اوملاتړ زیاتیږي. د اشرف غنی راڅرګندیدل په دې معنی ده، چې اشرف غنی ورو- د ورو طالب نظام پر ضد یوه سیاسی جبهه خلاصوي))

يوسفزی وړاندې زياتوي:(( د نظامي مقاومت په ځای په نړیواله سطحه د طالب تر واک لاندې د افغانانو د حالت په سر مقاومت پیلوي، چی له امله به یې نړۍ د طالب رژیم له رسمیت پیژندلو ډده وکړي)).

ولسمشر غني په خپله پرونۍ مرکه کې له نړیوالو غوښتي، چې د طالبانو په زوره ترلاسه کړې واکمني په رسميت ونه پيژني.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې، نړيوالو مرستو همغږي کولو او دغه راز د طالبانو د واکمنۍ د ټول شموله کیدو او مشروعيت لپاره طرحې لري.

3 COMMENTS

  1. نورو خبرو ته حاجت نشته خو ډيرې غلطي د کړې ټول کارونه د په صفر کې ضرب شول، ملت د بې خبر بی موقتي سر پرسته پریښوود او په دومره عجله لاړې چې په ارګ کې څو ملیونه دالر هم د عجلې په وخت کې در نه پاتې شوي دي ! ګوره کرزی ته ، هغه هم پاتې شه او هغه کرزي دومره مرداري کړې چې ستا یې سلنه برخه هم نده او طالبان هیڅ هم نه ورته وایې ! اوس ناوخته ده ښه کار د ونکړ د خارجیانو لومړۍ متفکره او بیا اوس لومړی خاائنه ! څوک چې په خپل اولس تکیه نکوي حال به یې همداسې وي !

  2. ظالمه تا خو به د یو لس کسانو نظرونه را اخیستي وای. یوازې د سمیع یوسفزي خبرې دې را اخیستي دي چې د هغه هم حال او قال معلوم نه دي چې د پاکستان اړخ وهي که د افغانستان.

  3. NABI IS ONE PERSON.HE DON,T HAVE PLACE IN PEOPLES.
    KHORAM IS ONE SECURITY GUARD OF KARZAI.KARZAI AND HIS ADMINISTRATORS ARE CORRUPT TEAM.
    SOME OF OUR PEOPLES WANT GHANI MUST STAY IN KABUL
    I am asking from that who like ghani must stay in KABUL.
    DID YOU SHOW ANY ACTIVITY ABOUT NAJIBULLAH.SOME OF THEM ARE PUNJABI INTELLEGENT.AND SOME
    PEOPLES OF THIS GROUP BELONG TO KARZAI ABDULLAH
    WE SUPPORT DOCTOR GHANI WITH THIS SITUATION.
    THIS ACT OF GHANI WAS A HARD PUNCH IN FACE OF KARZAI/ABDULLAH KHALILZAD AND OTHERS….
    I WANT LONG HAPPY&HEALTHY LIFE FOR DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب