یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک: ط له ټوپک پرته بل قانون نه لري

افراسياب خټک: ط له ټوپک پرته بل قانون نه لري

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏‏د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر لارښود افراسياب خټک وايي، چې طالبان له ټوپک پرته کوم قانون نه لري.

د هغه په وينا طالبان د کوم اساسي قانون او ټولنې سره له تړون پرته څنګه ځان دولت ګڼي؟

نوموړی نیوکه لري، چې طالبان د قانون نه لرلو ترڅنګ نه کومه مقننه او نه قضایه قوه لري، چې په دې اساس ځان دولت نه شي ګڼلی.

ښاغلی خټک په يوه تازه مرکه کې دا هم وويل، چې د افغانستان د ازادولو په اړه د طالبانو دعوه ځکه ناسمه ده، چې دوی افغانستان په دغه نوم پاکستان ته سپارلی.

خټک په عين حال کې، له طالبانو څخه د روسیې،‌چین او ايران د ملاتړ په اړه وايي چې دا ملاتړ لنډمهاله او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستو لپاره وه.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر لارښود دا هم وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره به افراطي افکار د منځنۍ اسيا په هيوادونو کې هم وده وکړي، کې په دې توګه به روسیه د طالبانو د اصلاح یا مخالفت جبهه پرانیزي.

د سياسي چارو دغه تجربه کار په ورته وخت کې د سیمې راتلونکی ښه نه ګڼي او د نورو لوبو د پیلیدو وړاندوينه کوي.

افراسياب خټک مخکې افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، د نړۍ يوازينی هېواد ګڼلی و، چې اساسي قانون نه لري او د ترهګرو په نړيوال ليست کې شامل کسان يې اداره کوي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د عدليې طالب وزير وويل، چې د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون به له ځینو تعدیلاتو سره په موقت ډول نافذ شي، خو وروسته په دې برخه کې عملي اقدامات ونه لیدل شول.

1 COMMENT

  1. خټک او ماټک د خپل پښتونخوا دخلکو دپاره مبارزه وکړی او دپاکستان دظلم او ستم او دپښتونستان دآزادۍ لپاره د مبارزه وکړی نه دافغانانو لپاره افغانستان اوس یو خپلواک هیواد دی او حاکمان یی افغانان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب