یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د بې اولادۍ ستونزه؛ د نارینه له کبله

د بې اولادۍ ستونزه؛ د نارینه له کبله

 هغه نارینه چې اولاد نه لري باید څه وکړي؟ او څنګه کولی شي چې د عقامت یا بې اولادۍ له ستونزې ځان خلاص کړي؟

لیکوال:‌‌‌‌‌‌ډاکټر نوید خپلواک

له بده مرغه په عامه اذهانو کې دا یو مطلق غلط ذهنیت جوړ دی چې بې اولادي یوه دایمي ناروغي ده نه داسي نه ده هره ستونزه د حل لاره لري او همدا ډول هره ناروغي تداوي لري! تاسو په خپل ورځني ژوند کې د تغییر په راوستلو له دغي ستونزې سره د ټول عمر لپاره مخه ښه کولی شئ!

عفامت یا infertility په دواړه یعنی ښځمنو او نارینه کې وي داسې نه ده چې بې اولادي  یوازې او یوازې د نارینه ستونزه ده. دا لیکنه د نارینه په عقامت راچورولوم که ژوند باقي و د ښځمنو د عقامت په هکله به هم مفصل توضیحات درکړم !

په نارینه کې عقامت یا بې اولادي male infertil

په ساده ژبه یې که ووایم په نارینه کې عقامت یعني د نارینه ناتوانایې چې خپله میرمنه حامله کړي! یا د نارینه په منیو کې د هغه ځواک نه شتون چې له کبله حمل منځ ته راځي.

لکه چې مخکې مې وویل، دا په دې معنا نه ده چې کیسه تر همدې ځایه وه او بس!

دغه نارینه ته څه کول پکار دي؟

لومړی: دا چې سپرم یا مني په هګیو یا testis کې جوړیږي نو لومړی باید د دغه اورګان په هکله معلومات درکړم:

۱-همیشه هڅه وکړئ چې خپلې هګۍ یخې وساتئ، وروستیو څیړنو ثابته کړې چې لوړ حرارت دا اورګانونه سخت زیانمنوي.

۲-د سونا حمام نه جداً ډډه وکړئ هغه نارینه چې د بې اولادۍ ستونزه لري هغوی ته د سونا حمام د زهرو په څیر دی او هغه نارینه چې نه غواړي په راتلونکي کې له همدې ستونزې سره مخ شي نو له سونا حمامه دې همدا شیبه مخه ښه وکړي.

۳-هغو نارینه وو ته چې د بې اولادۍ ستونزه لري د بایسکل ځغاسته ناسمه ده یعني د ورزش په پلمه هم ورته اجازه نشته چې بایسکل وځغلوي.

۴-دډیر تنګ نېکر دې نه اغوندي! ځکه تنګ نیکر مو هګیو ته د وینې پر جریان منفي آثر کوي نو هغه نارینه چې عقیم دي د هغوی هګیو ته باید په هیڅ صورت د وینې چریان نامنظم نه وي.

۵- د سګریټ ځکول تر ټولو جدي ستونزه ده دغه نارینه دې ژر تر ژره د سګریټ څکونه بنده کړي او که چیرته الکول، چرس او داسې نور دخانیات کاروي نو هغه دې هم په چټکۍ سره ودروي.

۶-عقیم نارینه دې د تایرایډ غدې ټول معاینات وکړي ځکه ډیری وخت د تایرایډ د هارمون له حده ډیروالی او یا له نورمال کچې ټيټوالی د عقامت سبب ګرځي.

۷- عقیم نارینه دې تر ډيره بریده هڅه وکړي چې له راډیولوژیکو موادو ځان لېرې وساتي.

پورته ذکر شوي هغه کارونه دي چې ناروغ یې باید خپله وکړي او د دې لپاره تاسو نه کوم ډاکټر ته اړتیا لرئ او نه کومې نسخي ته. دا باید تاسو په خپله پر خپل ژوند کې ترسره وکړي!

۸- د ډیری عقیم نارینه وو ستونزه په یوې کوچنۍ جراحۍ رفع کیږي که چیري یې سپرم نورمال وي او د سپرم د جوړښت ټولې پروسې یې نورمالې وې نو ممکن چې نوموړی نارینه د سپرمو په اېراحیه مجرا کې کوم بندښت ولري او دغه بندوالی یې حم سپرم نه پریږدي چې د ښځمني تر رحم پورې ورسیږي.

۹- درمل: شته داسې درمل چې نن سبا د سپرمو د ځواکمنیدا سبب ګرځي او تاسو له بې اولادۍ د اولاد دارۍ په لوري خوځوي او د دې لپاره اړینه ده چې له ډاکټره مشوره واخلئ او د هغه په مشوره په ټاکلو  وختونو کې یې استعمال کړئ.

۱۰- له ځغاستي او بایسکل ځغلونې پرته نور ورزشونه په تېره بیا لامبو او هغه هم په روانو یخو اوبو کې تر بل هر څه ډيره ګټوره ده.

1 COMMENT

  1. د پورته علمی لیکنی د ترتیب کوونکی څخه په مننی سره؛
    دا عنوان به مناسب وی:
    ” د بې اولادۍ ستونزه؛ د نارینه یا مېړه له لوری “.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب