لیکنه: محمد شفیق شرفزی
ښوونکی د هغه عظیم، سپېڅلي او لوړ شخصیت نوم دی، چې نړۍ یې احترام ته سر ټیټوي. د یوې سالمې ټولنې تشکيل د ښوونکي په لاس کې دی. ښوونکی د ټولنې معمار او معنوي پلار بلل کېږي، هغه ته د یو هېواد او ملت کښتۍ جوړوونکی ویلی شي.
که څه هم ښوونکی په مادي لحاظ ناداره وي، خو په معنوي لحاظ ډېر لوړ مقام لري. ۵ د سبتمبر د ښوونکي نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده، دا ورځ د ښوونکي د احترام لپاره ده، خو افغانستان کې ددغې ورځې څخه له سره څوک خبر نه دي. په حقیقت کې دغه خاص ورځ ټاکل کومه ضروري خبره نه ده، هره ورځ د ښوونکي ورځ ده، هغه ته هره ورځ احترام کول او قدردانی یې واجب دی. ښوونکي ته درناوی کول د یو زده کوونکي د بریا مظاهره ده. دا د ښوونکي لارښوونه ده، چې د ژوند په هر لوړ او ژور پیچومي کې د مشعل او سپر په څېر راسره وي.
زده کړه د نن ورځې له مهمو ضرورتونو څخه شمېرل کېږي که هر څومره ستونزو سره لاس او ګریوان شو باید خپل ماشومان له زده کړو لرې نه کړو. پدې موجوده خراب اقتصادي حالت کې، چې تقریباً ټول افغانان ورسره لاس او ګریوان دي، ځینې کورنۍ دي، چې خپل ماشومان د ښوونځي پرځای نورو کارونو ته سوقوي بلخصوص په ښاري سیمو کې، چې داسې باید ونه شي. سختي او قهتي تېرېدونکې ده او زده کړه زموږ د اولادونو راتلونکی دی. په نړۍ کې ډېر هېوادونه دي، چې فقر سره لاس او ګریوان دي، خو اولاد له زده کړو نه منع کوي. ښه مثال یې زموږ ګاونډي هېوادونه دي. د هند د ریس جمهور د خولې یو شعار دی، چې ” ادهی روټي کهاؤ، بیټي بچاؤ، بیټي پړاؤ ” ته ولږه تنده وزغمه، اولاد دې وژغوره او په هغوی سبق ووایه. رښتیا هم د نجات بله لاره نه لرو بغېر لدې، چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړو. زده کړه یوه داسې حربه ده، چې پر مټ یې له جهالته نجات موندلی شو.
ښوونکی د هغه چا نوم دی، چې موږ یې د تحت الشعوري حالت څخه شعوري حالت ته راوستلو. دا د هماغه الف بې تې برکت دی، چې تا را زده کړي او نن زه پدې توانېږم، چې ستا د عظیم شخصیت په اړه یو څو کلمې لیکم.
نوره نړۍ کې د ښوونکي دومره لوړ مقام دی، چې هلته خلک پدې ویاړي، چې زما کور د ښوونکي کور ترڅنګ دی، هلته د ښه فکر خاوند ته د ښوونکي دنده ورکول کېږي، هلته چې پلار کله زوی ته نصېحت کوي ورته وایي، چې زویه ته ډېر لایقه او د ښه فکر څښتن یې ته به هرومرو ښوونکی کېږې، هلته د ښوونکي او د وزیر امتیاز یو برابر دی. خو زموږ په بدبخته ټولنه کې دا ټولې خبرې برعکس دي. د لته د ښوونکي ژوند تر هرچا ذلیله دی. شپږمه میاشت ده، چې ښوونکي معاش نه دی اخستی. هغه بله ورځ بازار ته ولاړم د یو دوکان په شوکېس مې یو کاغذي لوحه ولیده، چې پرې دا جمله لیکلې وه ” دښوونکي له قرض غوښتلو معذرت غواړم ” له هغې ورځې تر پرونه دې خبرې ته کړېدم، چې ښوونکی دومره حقیر شو چې بازار کې ورته یو څوک د لس روپو اورقطۍ نسیا نه ورکوي. دې خبرو مې لا اوښکې نه وې وچې کړې، چې پرون مې یوه بله خبره واورېده، چې په کندهار کې یوښوونکی له ولږې مړشوی. یا الهي په ټولو مسلمانانو او خاص کر زما پر بېچاره ښوونکي خاص رحم وکړه!
که تاریخ ته لږ ځیر شو نو پوهېدلی شو، چې لوی لوی او نوموتي عالمانو لکه علامه سیدجمال الدین او داسې ډېرو عالمانو د بریا لامل ښوونکی وو. نن ډېر ښوونکي له موږ سره نه شته، خو یاد یې تل او تل له موږ سره دی. له والدینو وروسته، چې کوم عظیم شخصیت دی هغه ښوونکی دی، ځکه خو د اسلام مبین دین ورته معنوي پلار هم ویلی. د واضِح خبره ده چې موږ ته چا زده کړې راکړي د هغه وخت ښوونکي به له موږ سره اوس نه وي خو د هغه نصېحتونه او نه هیرېدونکي ګرانبها یادونه به له موږ سره تل وي. هغه په خپل تربیت سره تقریباً دوه نسله د علم په نور منوّر کړل. د هغه په لارښوونه د جهل تیارې ړنګې شوې او د علم او حکمت رڼاګانو خوبوړې ټولنې بېداره کړې.
د کائناتو د رب په دربار کې د زړه له اخلاصه لاسونه لپه کوم او دا دعا کوم؛ یا الله ج زما هغه ښوونکي، چې نن موږ سره نشته مغفرت یې نصیب کړې. هغوی ته غوره جنتونه ورکړې، درجې یې لوړې کړې او په فردوس جنت کې لوړ ترینه مقام