یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد سرپل یو اوسیدونکی: ط مې پر دوو لوڼو جنسي تېری کړی

د سرپل یو اوسیدونکی: ط مې پر دوو لوڼو جنسي تېری کړی

تاند:( شنبه، د کب ۲۰)  د سرپل د سوزمه‌قلعه ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د طالبانو سیمه ییز وسله وال د ده پر دوو لوڼو په جنسي تېري کولو تورن کړي.

د محمد ابراهیم په نوم یوه کس رسنیو ته ویلي، چې څو تنه وسله وال طالبان یې کور ته د شپې ورغلي او تر سهاره یې پر ۱۴ کلنې او ۱۳ کلنې لور جنسي تېری کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې پر مهال طالبانو دوی ټول تړلي وو.

ویل شوي، چې یاده پېښه د روانې کب میاشتې په نهمه شپه رامنځته شوې ده.

د طالبانو ځینو سرچینو دا پېښه تایید کړې او ویلي، چې دوه طالبان یې د دغې پېښې په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې پر طالبانو د ناموسي تېریو زیاتې ادعاوې نه ثابتیدې.

دغه پېښه په خواله رسنیو کې د افغانانو توندو غبرګونونو سره مخ شوې او غوښتنه شوې، چې د پېښې عاملان باید پیدا او هغسې مجازات شي، چې طالبان، غیر طالبان مجازاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب