پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+له سینوهه وروسته | لیکوال: هوارډ فسټ

له سینوهه وروسته | لیکوال: هوارډ فسټ

ژباړه: هلمند اڅړ

کله چې په ۱۹۴۹ز کال کې د میکاولتاري لخوا په فنلنډۍ ژبه لیکل شوی داستان (مصری/سینوهه) خپور شو نو د نړۍ د غوره ناولونو په لیکه کې ودرېد او د نړۍ ډېرو ژبو ته وژباړل شو. دا چې د غرب د کیسه لیکلو سبک زموږ د پښتو ادبیاتو له کیسه لیکلو سبک څخه یو څه جلا دی نو تر اوسه چې غربي داستانونه پښتو ته را اړول شوي دي له ډېر هرکلي سره مخ شوي چې یو هم پکې د (سینوهه) داستان دی چې ښاغلي محمد عیسی ستانکزي پښتو ته ژباړلی دی.

هر چا چې د سینوهه داستان لوستلی نو ژور اغېز یې پرې کړی او شاید دویم او ان تر درېیم ځل یې هم لوستلی وي. زه هم د هغو کسانو له ډلې څخه وم چې په لومړي ځل د سینوهه کیسې تر اغېزې لاندې راوستم او دا کتاب مې څو څو ځله ولوست او یو نیم هغه فصل چې رټ به مې خوښ شو، ان تر لسو ځلو هم ډېر لوستلی دی.

یوه ورځ مې په یوه ایراني وېبسایټ کې یو کتاب تر سترګو شو چې عنوان یې (ادامۀ سینوهه) و، راښکته مې کړ او ومې لوست. مالومه شوه چې په دې کتاب کې یو څه برخه د سینوهه د کیسې ادامه ده او ورپسې د کتاب ټول کرکټرونه بدل شوي دي او د موسی علیه السلام کیسه یې را اخیستې ده. دا کیسه امریکایی یهود کیسه لیکونکي (هوارډ فسټ) لیکلي ده او هڅه یې کړي ده ترڅو د میکاولتاري په څېر یو اثر رامنځته کړي خو د کتاب له لوستلو وروسته لوستونکی پوهېږي چې ښاغلی فسټ په خپله هڅه کې پاتې راغلی دی. د کتاب اصلي نوم په انګلیسي ژبه (Moses, The Prince of Egypt) دی او مشهور ایراني ژباړن ذبیح الله منصوري د (فرزند نیل) په نوم او همدارنګه بل ایراني ژباړن بهرام افراسیابي د (ادامۀ سینوهه) په نوم فارسي کړی دی. ما په پیل کې نیت وکړ چې دا ناول باید پښتو ژبې ته وژباړم خو له مطالعې وروسته څرګنده شوه چې د سینوهه د داستان په څېر راښکونکی نه دی او یو څه ستونزي لري چې په لاندې توګه به اشاره ورته وکړم:

  1. د کتاب په پیل کې د میکاولتاري کیسې کرکټرونه لکه سینوهه، کاپتا او موتي شتون لري او له هغې مودې را وروسته وخت رانغاړي کوم چې هورم هب سینوهه تبعید کړ.
  2. فارسي ژباړن د کتاب نوم ځکه د (ادامۀ سینوهه) په نوم بدل کړی چې چا د سینوهه کتاب لوستی وي نو کله چې خبر شي چې په دې کتاب کې د سینوهه د کیسې را وروسته جریان لیکل شوی نو مطالعه به یې کړي او په یو ډول به بازار ورته پیدا کړي.
  3. د دې کیسې ویونکې د سینوهه لور(موتیه) ده، لکه څرنګه چې د میکاولتاري په داستان کې سینوهه خپل برخلیک ذکر کړی دی نو په دې داستان کې د سینوهه لور کیسه کوي خو د خپل برخلیک په اړه ډېر لږ څه لیکي او پاتې ټول جریان یې د موسی علیه السلام او فرعون کیسه ده.
  4. د کتاب ډېره لږه برخه د سینوهه په اړه ده او له سینوهه وروسته ټول داستان او کرکټرونه بدلیږي چې ناول یو څه د بې خوندۍ په لور بیایي. د کیسې په پیل کې فرعون(رامسس، د هورم هب لمسی) ډېر نرم مزاجه ښودل شوی خو وروسته بیا خونخوار او ظالم ترې جوړ شوی دی.
  5. د کتاب په څو فصلونو کې د یوه فرعي کرکټر په اړه ډېر څه لیکل شوي وي خو وروسته نوموړی کرکټر له کیسې څخه ورک شي او ترپایه یې پته نه لګېږي چې څه ورسره وشول او برخلیک یې څنګه شو او لوستونکی په وسوسه کې پاتې کېږي. د بېلګې په توګه د فرعون یو ورور (شنار) ډېره هڅه وکړي چې له (رامسس) څخه تاج وګټي خو بریالی نشي، په پای کې د (شنار) په اړه هېڅ هم نه دي ویل شوي چې څه ورسره وشول، بله بېلګه یې د یونان د سپارټا واکمن (تراوا) او د هغه ملکه وي چې مصر ته راغلي دي او د کتاب څو څپرکي ورته ځانګړي شوي دي خو په پای کې یې برخلیک یو ډول مبهم دی چې دوی څه شول؟ آیا یونان ته بېرته ستانه شول او که رامسس ووژل؟ د کیسې په ترڅ کې دې ته ورته نور کرکټرونه هم شته چې عاقبت یې نامالوم دی لکه د موسی علیه السلام د ښوونځي دوران څو ملګري او یو پاړوګر چې ماران ساتي.

کله چې د کتاب لومړی څپرکی مطالعه کړئ نو مالومه به شي چې لیکوال ان د اصلي کرکټر(سینوهه) د برخلیک په اړه هم سم وضاحت نه دی ورکړی او لوستونکی باید لږ فکر وکړي ترڅو په خپله مالومه کړي چې له سینوهه سره څه وشول؟

  1. د کیسې پېښې که په ژور ډول وکتل شي نو ډېر ځایونه له یو بل سره ټکر لري او همدا د کیسې ترټولو لوی عیب ګڼلی شو.
  2. د کیسې لیکوال د موسی (علیه السلام) د کیسې یو څه برخه یې له خپل ځان څخه لیکلي ده او وروسته یې له اسرایلي منابعو څخه اخیستې ده چې له مصر څخه د بني اسرائیلو قوم په وتلو پای مومي. داسې پای چې نه خوښي پکې وي او نه تراژیدي.
  3. ډېری وخت د ځینو کیسو تراژیدي هم خوندوره وي، د دې کتاب مؤلف هڅه کړي ده چې په کتاب کې یو څه تراژیدي هم ځای کړي ترڅو عواطف راوپاروي خو ښکاري چې په خپله هڅه کې نه دی بریالی شوی.
  4. د کتاب مهم کرکټرونه یو رقم نومونه لري چې لوستونکی په اشتباه کې کېږي، د بېلګې په توګه د مصر فرعون او ملکه دواړه یو نوم (ست هوس) لري او همدارنګه د کیسې په منځ کې یو طبیب راپیدا کېږي چې نوم یې (آتون موسی) وي چې لوستونکی یې له موسی علیه السلام سره اشتباه کوي. بل نوم د سینوهه د لور (موتیه) دی چې د سینوهه له وینځې سره (موتي) سره اشتباه کېږي.

لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه (له سینوهه وروسته) یا (د نیل زوی) کتاب چې دواړه د یو کتاب نوم دی، ما تر هغې برخې پورې پښتو ته وژباړه څومره چې د سینوهه جریان پکې لیکل شوی دی.

 لومړی څپرکی

د آتون خدای بیا راتګ

څرګندونه: فراعنه

فرعون د مصر د لرغونو واکمنانو لقب و چې د لومړنۍ لړۍ څخه (چې رامسېس تأسیس کړه) نیولي د وروستي فرعون د دېرشمې لړۍ تر سقوط پورې چې د بطاسه تر وخت پورې په همدې نوم یادېدل. لرغونو مصریانو خپل واکمنان فرعون بلل او د هغوی عبادت به یې کاوه. له دې واکمنانو څخه دېرشو لړیو واکمني کړي ده چې په لاندې ډول دي:

لومړۍ او دویمه لړۍ: ۳۲۰۰-۲۹۸۰مخزیږدیز، درېیمه لړۍ: ۲۹۸۰-۲۹۰۰مخزیږدیز، څلورمه لړۍ: ۲۹۰۰-۲۷۵۰ مخزیږدیز، پنځمه لړۍ: ۲۷۵۰-۲۶۲۵مخزیږدیز، شپږمه لړۍ:۲۶۲۵ – ۲۴۷۵ مخزیږدیز، له اوومې لړۍ نه تر لسمې لړۍ: ۲۴۷۵ تر ۲۱۶۰ مخزیږدیز، یوولسمه لړۍ:۲۱۶۰-۲۰۰۰ مخزیږدیز، دوولسمه لړۍ۲۰۰۰-۱۷۸۸ مخزیږدیز، له دیارلسمې لړۍ نه تر اوولسمې لړۍ: ۱۷۸۸-۱۵۸۰ مخزیږدیز، اتلسمه لړۍ ۱۵۸۰-۱۳۵۰ مخزیږدیز، نولسمه لړۍ (هغه دوران چې سینوهه پکې ژوند کاوه): ۱۳۵۰-۱۲۰۵ مخزیږدیز (او هماغه دوران چې له سینوهه وروسته به یې وڅارو)

شلمه لړۍ: ۱۲۰۵-۱۰۹۰ مخزیږدیز، یوویشتمه لړۍ: ۱۰۹۰-۹۴۵مخزیږدیز، دوه ویشتمه لړۍ: ۹۵۵-۷۴۵ مخزیږدیز، له شلمې لړۍ نه تر پنځه ویشتمې لړۍ: ۷۴۵-۶۶۳مخزیږدیز، شپږویشتمه لړۍ: ۶۶۳-۵۲۵مخزیږدیز، اووه ویشتمه لړۍ ۵۲۵-۴۰۴مخزیږدیز، نه ویشتمه لړۍ: ۳۹۸-۳۷۹مخزیږدیز او دېرشمه لړۍ: ۳۷۹- ۳۴۲مخزیږدیز.

یو تاریخي ټکر

زما نوم (موتیه) دی. د فرعون(ست هوس) مېرمنې خدمتګاره یم. د (سته) لغت په مصر کې خبیث او رټل شوي انسان ته وايي.[ست هوس هم د شیطان د زوی په مانا دی] خو فرعونیان چې تل د خدایانو نومونه لري نو اوس یې ولې د (ست هوس) نوم پرې اېښی دی؟

د دې نوم اېښودنې علت له هغو پېښو سره چې غواړم ویې وایم او همدارنګه د دې یادښتونو د لیکلو له انګېزې او لامل سره نږدې اړیکه لري چې باید اشاره ورته وکړم. د پېښو د بیانولو لپاره باید پخوا وخت ته وګرځم او هغه څه مې چې له خپلې مېرې/ناسکه مور (موتي) څخه اورېدلي دي؛ ولیکم. په پیل کې باید ووایم چې زما نوم، زما د مېرې له نوم(موتي) څخه اخیستل شوی دی. په اصل کې لومړی هغې ماته د (کیپا) په نوم غږ کاوه او دا نوم یې د خپل بادار د خوښولو لپاره پر ما ایښی و. د دې لپاره چې غلط نشئ او فکر ونکړئ چې مېره مې وینځه وه، باید ووایم چې نوموړې د هغه لوی طبیب خدمتګاره او ملګري وه چې د فرعونیانو د څو پړاوونو واکمني یې لیدلي وه او د دوی په ژوند کې یې مهم رول لوبولی و. هغه زما ناسکه پلار (سینوهه) و. دا نوم (سینوهه) د هغه ناسکه مور پرې ایښی و. کیپا د همدې سینوهه د مور نوم و. سینوهه خپلې خدمتګارې (موتي) ته وايي: زړه مې غواړي چې خپل نوم دې په دې نجلۍ باندې کېږدې ځکه ته هم د کیپا په څېر مهربانه او با احساسه یې او دا ستا حق دی چې خپل نوم دې په دې نجلۍ کېښودل شي تر څو زه هره شېبه د (موتیه) په نوم سره تا را په زړه کړم. مېرې مې چې هېڅکله یې د سینوهه د خبرې پر خلاف کومه خبره نه کوله، د هغه امر یې له ولې پرته ترسره کړ او زه (موتیه) شوم! خو زه څه ډول موتي او سینوهه ته ورغلم، دا هم ځانته کیسه لري چې په خپل ځای کې به یې ووایم.

بله موضوع د ست هوس فرعون (د شیطان زوی) په اړه ده چې زه یې د مېرمنې خدمتګاره وم او په دې اړه باید د خپلې مېرې موتي خبرو ته اشاره وکړم:

مېرې مې د ژمي په اوږدو شپو کې ډېرې کیسۍ کولې ترڅو ویده شم. کومې کیسۍ چې هغې کولې ټولې ریښتیني وې او د کیسو خلک (کرکټرونه) یې تقریباً ټول ژوندي وو. پلار به مې هم کیسو ته غوږ نیوه او د کیسې په پای کې به یې ځینې ځایونه سمول او ویل به یې: هسې نه چې د دې نجلۍ ذهن په ناسمو شیانو ډک شي. ځینې وختونه به یې کړس کړس وخندل. موتي مېرې به مې فکر وکړ چې سینوهه د نوموړي په کیسو پورې خاندي وبه یې ویل: باداره! خو تاسو دا کیسې همدا شان نه وې راته ویلي؟ ما خو له ځان څخه څه شی نه دي پکې ګډ کړي.

 پلار به مې وویل: نه موتي! ته فوق العاده هوښیاره مېرمن یې، ټول هغه مطالب چې ما د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلي، ته یې ښه در په زړه کوې، زه زمانې ته خاندم، په زړه مې دي چې کله زما میرې (کیپا) چې تر اوسه هېڅوک د کیسه په ویلو کې د هغې ځای ته نه رسیږي؛ ځینې کیسې به یې کولې چې اغراق پکې لیدل کېده، پلار مې چې د بې وزلانو ډاکټر و، نیوکه یې کوله چې دا کیسې دې هلک ته مه کوه! هسې نه چې ذهن یې له ناسمو شیانو ډک شي. پلار مې غوښتل چې ووايي چې ان ډېرې نادرې پېښې هم ممکن تکرار شي او ښکاره بېلګې یې د نیل پر سر زما[موتیه] او د سینوهه پیدا کېدل دي چې د ست هوس د نوم او د نوم اېښودلو لامل څخه وروسته به یادونه ترې وکړم.

د (ست هوس) نوم، شهزادګۍ باکتامون په خپل زوی کېښود. کله چې ست هوس فرعون شو نو د دې نوم اېښودنې په لامل پسې وګرځېده او کله چې پوه شو چې د دې نوم لاندې څومره عجیبه او شرموونکي کیسه ده؛ خپل نوم یې (سوبمن ورزا) ته بدل کړ.

(وحشي ورزا) یو ډول غوا ده چې د غواګانو په نندارو کې د جګړې لپاره روزل کېږي. ډېر ځواکمن او زړور حیوان دی. ست هوس خپل نوم په (ورزا) بدل کړ ترڅو د طبس خلک یې نوم هېر کړي خو له دې سره سره بیا هم د طبس خلکو هغه د باکتامون شهزادګۍ د تیږو ماڼۍ هېره نه کړه. باکتامون د ست هوس پلار یانې هورم هب څخه د کرکې له امله هغې ته نه نږدې کېده او د شهزادګۍ همدې مخنیوي او ځان ساتنې د هغه وخت فرعون (هورم هب) چې د مصر ترټولو غښتلی ځواک و؛ حریص او لېوال کړ، ان تر دې چې په ويښه یې ونه شول کولای چې له خپلې مېرمنې[باکتامون] سره پرېوځي خو د خوب راوړونکي درمل په کارولو سره د خوب په حالت کې له هغې سره څملاست او همدغه وو چې د سوبمن ورزا (ست) نطفه وتړل شوه. شهزادګۍ باکتامون چې د ست هوس پلار (هورم هب) یې په بې پتۍ ګواښلی و؛ خبره یې د عمل پړاو ته بوتله او د ماڼۍ د تیږو په شمېر خلک یې له ځان سره څملول او د هغه ماڼۍ د جوړولو لامل یې هم هورم هب ته بیان کړ.

هورم هب د واکمنۍ او غیرت په دوو لارو کې پاتې شو او توره یې له تیکې راوباسله ترڅو باکتامون ووژني. هورم هب  زړه نا زړه وړاندې لاړ خو باکتامون یادونه ورته وکړه چې ګوزار وکړه خو واکمني دې هېره کړه!  ځکه چې د باکتامون شهزادګۍ سره د واده په دلیل هورب هب په قانوني ډول کولی شول چې سلطنت وکړي.

زما  مېرې په دې اړه ماته ډېر څه وویل:

هورم هب د مصر په سوېلي سیمو کې له دوه کاله جګړو وروسته له ډېرو غنیمتونو سره مصر ته بېرته راغی او خپلو کسانو ته چې ډېری برخه یې تور پوستي وو، انعام ورکړ. د هورم هب د بیا راتګ په پار چې د یوه لوی سوبمن سردار په څېر بیا طبس ته راغی؛ د طبس ښار لس شپې او ورځې په خوښۍ او مزو کې ډوب شو. مستو سرتېرو له سهار نه تر ماښام او له ماښام نه تر سهار پورې د طبس له ښځو سره په عیش او عشرت، ساعتېرۍ او بې خبرۍ کې تېر کړل. په پایله کې د بل کال نوي زېږېدليو ماشومانو شمېر چې دوه رګه وو، په طبس کې د پام وړ و. هورم هب خپلې مېرمنې باکتامون ته ګرانبیه ډالۍ راوړې چې جزئیات یې ډېر لنډ دي- د شترمرغ له بڼکو نیولي تر قیمتي نادرو ډبرو پورې خو باکتامون شهزادګۍ هغو ډالیو ته ان ور هم نه کتل او ویې ویل که چېرته زه دا ډالۍ ومنم خلک فکر کوي چې زه ستا مېرمن یم! ماته همدومره بس دي چې تاته مې یو زوی راوړی، له دې وروسته ان زما په کوټه کې ښکاره هم نه شې، ماته نږدې کېدل خو لېرې خبره ده چې په خپل خام خیال به له ما سره د مینې لوبې وکړې.. په یاد ولره هغه وخت هم د مینې لوبې نه وې او د کرکې لوبې وې. که چېرته وغواړې چې د هغې بلې شپې په څېر چې په معبد کې وو، په زور ما در نږدې کړې؛ له تا به داسې غچ واخلم چې تاریخ به یې بیلګه بیا ونه لیکي ځکه زه له تا کرکه لرم او کتل دې ما زړه بدي کوي.

د باکتامون شهزادګۍ مقاومت، هورب هم لا بخیل کړ، په دې وخت کې یې زما له پلار (سینوهه) څخه د خوب درمل وغوښتل. زما پلار له دې کار ډډه وکړه خو هورم هب له نورو ډاکټرانو څخه خوب راوړونکي درمل واخیستل، پرته له دې چې باکتامون پوهه شي، په یو ډول یې ورباندې وخوړل. باکتامون ویده شوه او هورم هب د خوب په حالت کې د باکتامون  بې احساسه او بې تفاوته بدن ته ورنږدې شو. کله چې شهزادګۍ ویښیږي، نو پوهېږي چې هورم هوب له څومره چل څخه کار اخیستی او له هورم هوب څخه لا کرکه کوي او له دې بده یې هغه وخت ده چې باکتامون شهزادګۍ څو اونۍ وروسته پوه شي چې امیندواره ده. له زوکړې وروسته، په ماشوم د ست هوس (د شیطان زوی) نوم ږدي. ست هوس یا د شیطان زوی خپل نوم به سوبمن ورزا بدلوي مګر هویت نه! اوس به اصلي معما ولیکم، یعنې خپله کیسه به ولیکم:

لکه څرنګه چې اشاره مې وکړه زه (موتیه) یم او د خپلې مېرې نوم را باندې اېښودل شوی دی. زما د پلار په خبره، زما مېره (موتي) تر ټولو مهربان او وفادار انسان و چې پلار مې پېژندلی و. نوموړې هم له خپل بادار سره په ټول وجود مینه درلوده، تر دې چې حاضره شوه خپل ژوند یې سینوهه ته وقف کړي چې سینوهه په جلاوطنۍ کې یوازې پاتې نه شي. دا خبره هم د یادولو وړ ده چې زما پلار  د وفادارۍ، خدمت او مهربانۍ په جرم جلا وطن شو. هغه هم یو لا اصله سړي ته د خدمتونو له امله چې په ژوند کې یې له داخلېدو څخه نیولي ان د پاچاهۍ په پړاو کې یې هم[هورم هب] ته د پام وړ خدمتونه کړي وو. هورم هب هم خپله خبیثي، پستي او بې اصلي د ملګرتیا د ټولو معیارونو ته په شا اړولو سره وښوده. زما پلار به ویل چې هورم هب ان له وحشي ورزا غويي څخه هم ډېر بې احساسه او وحشي دی. هورم هب د واکمنۍ له لاسته راوړلو څخه وروسته زما پلار لېرې ځای ته تبعید کړ ترڅو خپل فکرونه یې هېر شي خو له دې نه و خبر چې د پېښو تېرېدل هم ډېر عجایب لري. څومره به ښه وای چې هورم هب یوه شېبه هغه زمانه ورپه زړه کړي وای چې یوازې له یوه باز سره چې په سر یې ګرځېده، طبس ته راننوت او همدا زما پلار و چې له مرګ څخه یې بچ کړ. هورم چې د فرعون د میرګي حملې شاهد و، د دربار له قانون سره سم باید په مرګ محکوم شوی وای خو زما د پلار په منځګړیتوب له حتمي مرګ څخه روغ ووت.

د پېښو له تېرېدو څخه وروسته یې په سختو ورځو کې زما له پلار او د هغه له لرغوني غلام (کاپتا) څخه ډېر سره‏-سپین او غنم واخیستل. زه فکر کوم، لکه څرنګه چې زما پلار به ویل، کاپتا سم و او دا بې اصله او پست نژاده غرنی سړی یې ښه پېژندلی و او تل به یې د سینوهه مخنیوی کاوه چې له هورم هب سره مرسته ونکړي. البته وروسته بیا کاپتا په طبس کې ځان ته فرعوني او شانداره ژوند جوړ کړ او داسې ماڼۍ یې جوړه کړه چې د هورم هب له ماڼۍ سره یې سیالي کوله او په طبس کې یې داسې طرفداران درلودل چې د کاپتا په یوه اشاره یې په ټول ښار کې ګډوډي جوړولی شوه او هورم هب د کاپتا له همدې نفوذ څخه وېرېده هم خو کاپتا له دې ټول نفوذ سره ولې د سینوهه د تبعید مخنیوی ونکړ؟ دا هغه موده وه چې کاپتا په طبس کې لا ځواک نه درلود او له بل لوري هورم هب فرعون شوی و او ځان یې په سوبمن سردار مشهور کړی و.

وروسته چې دې حالاتو بدلون وکړ او د طبس هوا نرمه شوه، کاپتا هڅه پیل کړه چې بادار یې (سینوهه) آزاد کړي او لکه څرنګه چې خپله یې هم ویلي دي، یوه شېبه هم د سینوهه له یاد څخه بې خبره نه و پاتې شوی. ان د شپې مهال به یې هم د سینوهه د څېرې په فکر کې ویده کېده. ډېر وخت به هغه ځای ته روان و چې هلته یې سینوهه د نیل په لاندې برخه کې له اوبو رانیولی و. زما د پلار مخکيني غلام زما مېرې ته کیسه کوله:

کله چې د نیل سره په هغه لوړ ځای کیناستم، هغه ځای ته مخامخ چې ما ته سینوهه ښودلی و او ویل یې چې دلته یې له مزریو څخه اوبدل شوي ټوکرۍ له اوبو راجګه کړي وه.. د نیل چټک او ځواکمن بهیر مې لیده نو حیران به وم چې څنګه هغه ماشوم د وږیو تمساحګانو له یرغل څخه روغ پاتې شوی و! او یوه ورځ چې ښه پوهېدم ژړا تاوان راته رسوي ځکه چې یوه سترګه لرم خو بیا مې هم ډېر وژړل. ما ډېر شراب څښلي وو او غلامانو ته مې وویل چې روان تخت ژر تر ژره تیار کړئ. ویې ویل: باداره! چېرې لاړ شو؟ ومې ویل د نیل کوزې برخې ته!

ما د خپل همېشني عادت پر بنسټ چې نور مې نشول کولی چې د خپل بادار د لیدلو او لېرې والي غم وزغمم نو داسې کس یا ځای ته مې اړتیا درلوده چې تېر شوي یادونه بیا بیان کړي یا لږ تر لږه د داسې ځای لیدل چې تېر شوي یادونه بیا راپه زړه کړي. د بې وزلانو ځای، یا د سینوهه د پلار ټاټوبي ته او وروسته د سینوهه او د هغې وفاداره خدمتګارې کور ته یا هم هغه ځای ته چې سینوهه ویلي وو چې هلته یې دی[سینوهه] له اوبو رانیولی و؛ روحي او عاطفي احساس ټینګ کړم او له روحي ځور څخه خلاص شم. په دې کچه له خیال او تجسم سره روږدی شوی وم چې یوه ورځ مې د لمر لوېدو پرمهال، له مزریو څخه اوبدل شوی ټوکر د نیل د غوړګو(د کړکیو/نی بوټی) په څنګ کې ولید او فکر می وکړ چې بیا هم فکر او خیال دی، یا هم زه چې یوه سترګه لرم؛ کوم شی چې د هغو غوړګو په منځ کې نیول شوی دی ماته د ټوکرۍ په څېر ښکاري. سترګه مې پټه کړه، البته یوازې یوه سترګه او بلې پټولو ته اړتیا نه درلوده او له ماشومتوب راهیسې تل پټه وه. بیا مې سترګه خلاصه کړه ومې لیدل چې ټوکرۍ له کړکیو سره لاس او ګرېوان ده او اوبه هم په ټوکرۍ فشار راولي. پوه شوم چې ټوکرۍ ده او رښتیا ټوکرۍ وه ژر ورغلم، ټوکرۍ مې راپورته کړه او یوه لوڅه نجلۍ مې پکې ولیده چې آرامه ویده ده او ژاړي هم نه. فکر مې وکړ چې حتماً مړه شوي ده او مړی یې اوبو ته ور اچولی، زه چې کلونه د سینوهه ترڅنګ د مرستیال په توګه ورسره وم او په لسګونه ځله مې د بې وزلو او شتمنو د کوپړیو په سورۍ کولو کې له هغه سره مرسته کړي ده، د یو ژوندي او مړه ماشوم په توپیر ښه پوهېدم او ومې کولای شوی چې تشخیص یې کړم چې پرېښتې ته ورته ماشومه نجلۍ ژوندۍ ده! عجبه دا وه چې دا ټوکرۍ مې سم په هماغه ځای کې پیدا کړه چې سینوهه څو ځله دا ځای راښودلی و. اوس به له دې جلۍ سره څه کوم؟ ما خو مېرمن نه درلوده، معما شوه! د ماشوم مینه او محبت مې په لومړي ځل کتو کې په زړه کې را پیدا شو. ژر د روان تخت په لور په منډه شوم او ومې ویل: په چټکۍ سره بېرته ماڼۍ ته ځو او یوې وینځې ته مې چې پوهېدم د ماشوم پالنه او وړتیا لري او همدارنګه ښه پاکوالی هم مراعت کوي، وویل چې ماشوم ښه وچ کړه چې وروسته به تصمیم ونیسم.

نا بللی مېلمه

وروسته له هغې چې کاپتا هغه ماشومه یوې وینځې ته وسپارله نو خپل یو غلام چې (اتوم) نومېده، راوغوښت او ورته ویې ویل: اې اتومه! غواړم چې تاته یو مهم کار وسپارم، که څه هم دا کار ستونزمن مالومېږي خو تر اوسه داسې نه دي شوي چې تاته مې کار سپارلی وي او ته یې ترسره نه کړې. ته داسې ځواک لرې چې ما په فکر کې ډوبوي چې دا څنګه ممکنه وه چې اتوم داسې ستونزه حل کړه.

اتوم وویل: تاسو په خپل غلام ګران یاست هر کار لاره لري او زه پلټنه کوم چې هغې ته حل لاره پیدا کړم.

 کاپتا وویل: مخکې وختونو کې مې یو ډاکټر پېژانده چې ستا په څېر یو غلام یې درلود چې له هېڅ ستونزمن کار څخه یې اوږه نه تشوله او په پای کې بریالی هم شو.(کاپتا د خپلې غلامۍ هویت له خپلو غلامانو او وینځو څخه پټ کړ او د نوي پژۍ/مجسمې په جوړولو سره یې د ځان لپاره نوی هویت تراشلی و) دا خبرې مې ځکه وکړې ترڅو کله چې تاته ستونزه وایم نو ته باید خبرې پکې ونکړې.

اتوم سر وښوراوه او ودرېد. کاپتا زیاته کړه: کلونه کېږي چې ما سینوهه نه دی لیدلی خو اوس له هغه سره ملاقات کول ډېر ضروري دي، ناممکنه ده چې هورم هب ماته د سینوهه جلاځای/تبعیدګاه ته داخلېدو اجازه راکړي، ان له دې چارچوکاټ څخه د وتلو اجازه هم نه راکوي. غواړم یو کس هغه جلاځای ته په داسې ډول ولېږم چې د هورم هب عسکرو ته کوچنۍ نښه هم پرېنږدي. ته کولی شې چې جلاځای ته په ننوتلو او له طبس څخه د وتلو جواز په اخیستلو سره زما دا غوښتنه پرځای کړې. د سرو او سپینو په اړه هم تشویش مه کوه، که بیه یې هر څه وي، په غاړه یې اخلم. اوس نو د خپل نفوذ او ملګرو په واسطه زما دا غوښتنه ترسره کړه.

اتوم خپل لاسونه په زنګونو کېښودل او تعظیم یې وکړ او ویې ویل: په دې شېبه کې په قاطع ډول کومه خبره نشم کولی خو د امر منلو تمه شته، که در په زړه وي کله چې له پاڅونونو پخوا هورم هب د اخناتون په وخت کې ګوښه شو او پر ځای یې هغه په تخت کې روان غټ سړی (پپیت) د قومندانۍ لپاره وټاکل شو؛ هماغه د ستونزو کونجي/کیلي ده.

کاپتا وپوښتل: آیا ته له هغه کفتر باز او مرغباز سره پېژنې؟ نوموړی په داسې ځای کې نه دی چې ته وکولی شې ملاقات ورسره وکړې. اتوم وویل: حق له تاسو سره دی، ګوښه شوي قومندان (پپیت) د آمون له معبدونو په لوټ کولو سره یو ښایسته ژوبڼ په خپل ټاټوبي کې جوړ کړی دی، ما چې له ماشومتوبه له حیواناتو سره سروکار درلود له غلام سره یې آشنا شوم او څو ځله مې د هغه د غرڅنۍ ماته پښه وروتړله او څو ځله مې د مرغیو ټینګې/کولمې هم وکتلې چې د یو ډول مخصوصو غوړیو په خوړلو یې ناراحتي رفع شوه. پپیت د خپل غلام په واسطه څو څو ځله زه د داسې ستونزو لپاره غوښتی یم، شاید وکولی شم چې د هغه ګوښه شوي مرغباز قومندان په واسطه کوم کار وکړو.

دا نقشه د کاپتا خوښه شوه او بیا یې وپوښتل: دا د لارې نیمايي دی ځکه څومره چې زه پوهېږم پپیت په خپله تر څار لاندې دی خو له هورم هب سره ضد یې له موږ سره مرسته کوي. اتوم وویل: دا خبره مې باید بادار ته ویلي وای چې پپیت په طبس کې د ترټولو لویې عیاشخانې خاوند دی، د عیاشخانې پېرودونکي بېلابېل دي او بدکارې ښځې هم د یوې دوو کړیو لپاره ترټولو کلکې غوټې پرانیزي.

کاپتیا آرامه ساه واخیسته او ویې ویل: اوس مې فکر بشپړ ټول شو… تا په جلاځای کې د سینوهه ترڅنګ وینم چې زما پیغام هغه ته رسوې، نور جزئیات د جواز له اخیستلو وروسته درته وایم.

 سبا ورځ د کاپتا غلام خپل بادار ته راغی او ویې ویل: زېری مې درباندې! لکه څرنګه مې چې ویلي وو، هغه عیاشخانه د بېلابېلو خلکو په ځانګړي توګه د ماڼوګانو او افسرانو د ټولېدو ځای دی، یو افسر چې د ساحلي تګ راتګ د نظارت مأمور دی او ځینې وخت په هغه لاره تېرېږي چې هلته د سینوهه جلا ځای دی. هلته د پپیت په عیاشخانه کې په یوې ښځې پسې دی… دا خبرې د پپیت غلام راته وکړې. کاپتا وویل: له دې غوره به نور څه وي، هم کولی شې چې له هغه افسر سره معامله وکړې او هم کولی شې چې د عیاشخانې له ښځې سره.

 اتوم وویل: د عیاشخانې د ښځې په واسطه کولی شو ډېر ژر خپلې موخې ته ورسېږو، زه به کارونه سم کړم ترڅو بادار مې خوښ وي.

د اتوم څو ورځې درک ونه لګېد خو یوه ورځ له یوې نغاړل شوي پاپیروس سره په خوښۍ کاپتا ته راغی او ویې ویل: په ستر بادار مې درود! هم مې جواز واخیست او هم مې د [سینوهه] د جلاځای نقشه!

پاپېروس یې پرانیست جواز ته یې اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ستاسو خوار غلام سواد نه لري ځکه چې ړوند یم خو پوهېږم چې تاسو یې لوستلی شئ او وګورئ چې څه شی یې لیکلي؟

د کاپتا کړس کړس خنداګانو غلام(اتوم) وارخطا کړ او فکر یې وکړ چې کاپتا شکي شوی دی. کاپتا په سختۍ سره کوښښ کاوه چې خندا یې غلي کړي او ویې ویل: که ته په خپلو غټو سترګو وايې چې ړوند یې، زه چې یوه سترګه نه لرم نو څه به ووایم!

اتوم په په حیرانتیا وپوښتل: نو په ماڼۍ کې هغه ستاسو مجسمې چې لیکل، لوستل او داسې کارونه ښيي؛ درواغ دي؟

کاپتا وویل: لیکل او لوستل یوازې هماغو مجسمو زده دي، نه ما! اوس باید یو کس پیدا کړو چې له موږ سره مرسته وکړي. اتوم وویل: لویه باداره! تاسو خو څو کاتبان لرئ… کاپتا وویل: ستا خبرو داسې ګنګس کړم چې هېر مې شول چې زه څو پوه کاتبان هم لرم چې ان له جغرافیايي چاپېریال سره هم بلد دي.

بیا یې غږ کړ: رافسا! رافسا د کاپتا د پېښو ځانګړی لیکونکی و او ټولې هغه پېښې چې له کومې ورځې سینوهه جلاځای ته لېږل شوی و، د کاپتا په امر ساتلې. کاپتا رافسا ته وویل: دا نقشه او جواز وګوره او د هغې سموالی او ځای وټاکه.  رافسا وویل: هر چا چې دا جواز ورکړی دی یو مسؤل کس و ځکه مهر یې د قومندانۍ مهر دی او همدارنګه نقشه هم ډېره ښه رسمه شوې ده.

کاپتا اتوم ته مخ ور واړاوه او ویې ویل: اوس ستا نوبت دی، هر کله دې چې غوښتل حرکت وکړې نو ما ته ووایه ترڅو تاته یو ځانګړی امانت درکړم چې هلته یې د سینوهه خدمتګارې موتي ته ورکړې او ترڅنګ یې یو ضروري پیغام هم سینوهه ته ورسوې.

هغه څه چې په منځ کې ناڅرګند پاتې شول، هغه د قرارګاه د مأمور افسر او د کاپتا غلام(اتوم) ترمنځ شوی تړون و. اتوم په ماهرانه ډول پرېنښودل چې کاپتا په خپلې ټولې هوښیارۍ سره د دې راز په اړه وپوښتي، یوازې یې کاپتا ته وویل: ستاسو امر ته چمتو یم.

کاپتا یو څه سره سپين او ځینې نور شیان اتوم ته ورکړل او ویې ویل: یو څه سرو زرو ته به اړتیا پیدا کړې، دا شیان سینوهه مخکې غوښتلي وو خو دا چې څوک مې پیدا نکړل چې ور ویې لېږم نو ومې ساتل. ته دا شیان سینوهه ته ورکړه او ماشوم هم موتي ته ورکړه او ووایه چې د ماشوم له درلېږلو پرته بله هېڅ چاره نه وه. اتوم وپوښتل: باداره! آیا دا ټول کوښښونه یوازې د دې لپاره وو چې د سینوهه خدمتګارې ته ماشوم ور ورسوئ؟ که داسې وه نو کولی مې شول چې له سرخوږي پرته په ډېره ساده، قانوني او رسمي لاره دا کار سرته ورسوو.

کاپتا وویل: ماشوم یوه پلمه ده، ته به ځې سینوهه به راضي کوې چې له خپل جلاځای څخه وتښتي. اتوم حیران شو او ویې ویل: دا خو د اوامرو برخه نه وه، فکر نه کوم چې د بندر افسر یې راسره ومني.  کاپتا په لوړ غږ وخندل او ویې : د سرو زرو کړۍ به ووینې چې څه ډول زموږ دا غوښتنه تر ستوني تېروي! ما خو تاته وویل چې په دې زمانه کې سره زر د ټولو ستونزو حل دی.

سینوهه څنګه ومنله چې خپل جلاځای پرېږدي؟

هغه څه چې د سینوهه یې وهڅاوه چې هغه جلاځای پرېږدي، دوه اغېزناک لاملونه وو: لومړی یې د نیل څخه اخیستل شوی ماشوم و چې سینوهه ته یې د خپل وړکتوب وختونه ور په زړه کړل او دویم لامل د اتوم له خوا د هغه د اوسېدو د ځای خبره وه چې ویې ویل:  د تمساح لکۍ میخانه په طبس کې د خوندي ځایونو څخه وه ځکه دا ځای یوازې میخانه نه وه بلکې مېلمستون هم و!  سینوهه د دې خبر په اورېدو سره حیران او لړزان شو او خپله مېرمن (مریت) ور په زړه شوه چې ویلي یې وو “د تمساح لکۍ د شرابو جوړولو چل یې له پلار څخه زده کړه و!”  سینوهه له ځان سره وویل: هسې نه چې مریت کوم خپلوان، خور او یا ورور درلود چې د تمساح لکۍ د جوړولو  چل یې د مریت له پلار څخه زده کړی وي او په ډېر احتمال سره که چېرته د میخانې اداره کوونکی ښځینه وي نو بې له شکه هغه د مریت خور ده.

سینوهه وپوښتل: د تمساح لکۍ میخانه څوک اداره کوي؟ اتوم وویل: یوه مېرمن ده چې په ښکلا کې مشهوره ده!  سینوهه په فکر کې لاړ او زیاته یې کړه: که چېرته ته د کاپتا له لوري راغلی وې، پوهېږې چې آیا کاپتا میخانه جوړه کړي ده کنه؟ او یا دا چې دا میخانه د کاپتا ده که د بل چا؟ اتوم وویل: رښتیا دا دي چې د تمساح لکۍ د میخانې له جوړولو څخه ډېره موده تېرېږي ځکه زه خپله میخور/شرابي یم او داسې ځایونو ته ډېر ځم، د دې میخانې نوم په اصل کې (سته هوس) و خو په دې وروستیو کې د یوې وچې تمساح په لګولو سره چې سرې سترګې لري، په دوو نومونو یاده شوي. د تمساح لکۍ شراب تېز شراب دي چې میخانه یې هره شپه داسې له پېرودونکو څخه ډکه کړي وي چې خاوند یې اعلان کړی دی چې هر څوک که غواړي چې د تمساح لکۍ میخانې ته د شپې له خوا راشي باید مخکې له مخکې د ځای غوښتنه وکړي.

سینوهه ډېر وسوسي شو او نور باوري شو چې د میخانې خاونده د مریت خور ده چې د هغې بې مثاله شرابو د جوړولو په چل پوهېدو سره یې د تمساح لکۍ میخانه له سره جوړه کړي ده.

 هغه بله خبره چې د (سته هوس) میخانې یو بل نوم هم درلود؛ یو پلان و چې د میخانې خاوند د خاوند له لوري چې د سینوهه د تېښتې څخه خبر و جوړه شوي وه او دا چې له اتوم سره یې پېژندل، ورته ویې ویل: ته یوازې په یوه لاره کولی شې چې سینوهه د هغه له جلاځای څخه وخوځوې. اتوم وویل: که چېرته زه داسې کار وکړای شم، ما به خپل بادار په سرو سپینو کې ډوب کړي. د میخانې خاوند وویل: که غواړې چې آزادي او سره سپین لاسته راوړې نو د کاپتا په پیټیو/بارونو کې چې هر څومره شراب دي، ټول راجمع کړه او په هر قیمت یې راته وپېره. کاپتا د تمساح لکۍ د میخانې له تړلو وروسته یو څه اندازه د تمساح لکۍ شراب په ځانګړو منګیو کې ځای پر ځای کړل او خپلې ماڼۍ ته یې یووړل. اتوم په خندا شو او ویې ویل: څه موده مخکې په ناڅاپي ډول ماته خپل بادار کاپتا وویل: چې د شپې ککرۍ را ښکاره کوې، که د تمساح لکۍ ډېر شراب غواړې نو شته دي. اوس مې هم کاپتا بادار خوشالیږي او هم تاسو خپلې موخې ته رسېږئ. کله چې د میخانې خاوند د تمساح لکۍ شراب لاسته راوړل نو یوه وچه تمساح چې سرو سترګو یې پړکه کوله، د میخانې په سر ځوړنده کړه او ورو ورو د تمساح لکۍ شراب له خپلې مشهورې مخینې سره د طبس په می خوارانو کې یو ځل بیا شهرت پیدا کړ خو ډېرو لږو کسانو به د میخانې خاوند چې یوه ښځه وه، کتلی شوه. د (سته هوس) په نوم کم عمره جلۍ له څو قوي کسانو سره یو ځای دا میخانه اداره کوله.

د تمساح لکۍ میخانې او د ماشوم د شتون کیسو سینوهه او په ځانګړي توګه د هغه خدمتګاره موتي وپارول او هم یې په فکر کې کړل. سینوهه او موتي چې تقریباً له هغه چاپېریال سره عادت شوي وو، یو ډول آرام او له شور او ځوږ څخه لېرې ژوند تېراوه. هغه سرتېري چې په جلاځای کې د ساتونکو په توګه ګمارل شوي وو، ښه ژوند یې جوړ کړی و او سینوهه او موتي ته په دې کچه نږدې شوي وو چې هیله یې کوله چې سینوهه باید په هغه ځای کې پاتې شي. دوی هلته دومره د امن او آرامتیا احساس کاوه چې ان خپلې کورنۍ یې هم کار ځای ته راوستلي وې. دلته خبره موتي ته رسېده چې د خپلو تجربو او هنر په واسطه یې پر هغو کسانو اغېز کړی و: خوږه ډوډۍ، د شیرینیو ډولونه، د بېلابېلو خوراکونو د پخولو څخه سربېره د ساتونکو ښځو ورځني روزل وو چې د موتي له لارښوونو او امرونو څخه یې د وینځو په څېر پیروي کوله.

په خپله موتي هم له سینوهه څخه د لوستلو او لیکلو تمرین کاوه. د هغې کوچنۍ ټولنۍ ټول امید سینوهه او موتي و چې د جلاځای د پرېښودو خبرې په سر په دوه لارۍ کې پاتې شول. د هورم هب کسان چې تقریباً په هغه ځای کې هېر شوي وو ځکه چې د دولت تنخوا ته یې اړتیا نه درلوده او دوی خپله حتی څو غلامان د کرنې کارونو لپاره اخیستي وو او له دې پلوه اندېښمن نه وو. له بلې خوا یې زړه نه غوښتل چې سینوهه او موتي دې جلا ځای پرېږدي. یو بل لامل هم دوی ځورول، هغه دا چې د سینوهه د تګ راز به یوه ورځ افشا کېږي او دوی به یې ځواب ورکوي. دا خبره سینوهه ښه درک کړي وه او ویې ویل: زه نه غواړم چې زما آزادي او تګ ستاسو د نیولو په بیه تمام شي، په همدې دلیل مې که څه هم کولی شم چې لاړ شم خو داسې مې ونکړل ځکه یوه بله ښه حل لاره راته مالومه شوه چې هم وکولی شم دا ماشوم تر یوه ځایه ورسوم چې ښه تربیه شي او په ښو شرایطو کې را لوی شي. بله خبره دا چې هورم هب غواړي زموږ څخه ځان خلاص کړي او شاید زموږ د له منځه وړلو په پار کسان دې ځای ته راواستوي. تر ټولو ښه لار د هغوی ډار او په هیله کېنول دي. ورته ووایئ چې موږ د هغوی جلاځای ته زنځیرونه او قلفونه اچولي وو او همدا نن سهار خبر شوو چې دوی [سینوهه او موتي] ورک شوي دي. دوی به زموږ د لټولو په هیله تاسو وبښي.

د کپ چاپېریال (د واکمنو او خانانو ښوونځی) او د تمساح لکۍ اشرافي میخانه

په هغه وخت کې چې زه[موتیه] د فرعون مېرمنې په خدمت کې وم، د کپ ښوونځی د طبس له غوره علمي مرکزونو څخه و چې له دارالحیات سره یې سیالي کوله. دارالحیات کې په عمومي ډول طبابت لوستل کېده خو د کپ په ښوونځي کې بېلابېل علوم تدریس کېدل. د (کپ) لغت د تړلي ځای په معنا دی، په دې چاپېریال کې د بېلابېلو تخصصي ښوونځیو ټولګه وه چې یوازې د هېواد د لوړ رتبه او سیاسي څېرو اولادونو هلته لاره درلوده. په ځانګړي ډول د فرعون، دربار او په دوی پسې تړلیو کورنیو اولادونو به هلته سبق لوستۀ. دې ځای ځانګړي قوانین او مقررات درلودل ان په خپل چاپېریال یې هم اغېز کړی و، داسې چې د دې سیمې میخانه یې هم څو کلونه وړاندې ځکه وتړله چې د کپ له ښوونځي سره څنګ په څنګ وه.

دا میخانه د ونو په منځ کې، د نیل څخه په لوړه تپه باندې له یوې ښکلي منظرې سره جوړه شوي وه او د میخورانو لپاره یې تل پاتې او خیالي شېبې پر ځای پاتې کولې. د اخناتون د خسر (آمي) د واکمنۍ په وخت کې چې طبس د پاڅون او ګډودۍ ښکار شو او ټول ځایونه چې له ډلې یې میخانې هم د برید لاندې راغلې، د کپ میخانه د هغې تباهۍ څخه د لېرې والي په وجه بچ شوه او له ړنګېدو وژغورل شوه. د دې ترڅنګ چې میخانه غیر فعاله وه نو کله چې هورم هب فرعون شو، میخانه هم بېرته فعاله شوه.

یوه ورځ سهار مهال، د میخانې لویه دړه له وچ غږ سره تاو شوه، څو کارګران او انجینران/معماران ننوتل. له هغه وروسته په هغه ځای کې د ګوتو شمار ګاونډيانو ولیدل چې کارګران د پام وړ هڅه او فعالیت کوي او په ودانۍ کې کار پیل شوی چې د میخانې په بیا جوړولو کې په ښایسته ډول لګیا دي او یوه لویه تابلو یې ولیده چې شیطان پرې رسم شوی و او د (ست هوس) نوم چې د شیطان د اولاد په مانا دی، هلته وځړول شو. دا ځای میخانه او مېلمستون دواړه وو او د طبس ترټولو ښکلي او مجللې میخانې په توګه مشهوره شوه.

خو د میخانې محبوبیت او مشهور کېدل هغه وخت د برېښنا په څېر چټک شول چې د یوې وچې تمساح یو جسد یې د ست هوس له څنګ سره ځوړند کړل شو او د (تمساح لکۍ) شرابو شتون میخانه له خلکو ډکه کړه. (سته) چې د میخانې د خاوندې لور وه د مور په امر یې یوازې د هغو خلکو خدمت کاوه چې مخکې له مخکې یې په میخانه کې د ځای غوښتنه کړي وه. ستې بې سیاله او بې بدیله ښکلا درلوده او د شپې له خوا د مشعلونو په رڼا کې یې ټول ځانته جذبول. د میخانې ښکلي شکلونه له ځانګړو لرګیو څخه تراش شوي وو، په ودانۍ کې کارول شوي هنري لرګي یې د ډوبو شویو کښتیو له پاتې شونو او وروسته پاڼې شویو څخه جوړ کړي وو چې هم ډېر کلک او هم ډېر ګرانبیه او دوامدار وو. د روښنایۍ څراغونه، رنګینې پړدې او د میخانې لوښي یې، یوازې د فرعون په ماڼۍ کې لیدل کېدل او ځینې نور شیان ان په ماڼۍ کې هم نه پیدا کېدل.

د میخانې د نومولو لامل، لکه څرنګه چې اشاره وشوه د (ست هوس) د میخانې د خاوندې د لور له نوم څخه اخیستل شوی و او دا جلۍ د ځوانۍ په عمر کې ډېر فعاله او هوښیاره وه. مور یې ټول کارونه هغې ته سپارلي وو، که څه هم ټول کارونه یې تر څار لاندې وو خو لویې پرېکړې یې د میخانې له خاوندې څخه اخیستلې، په ځانګړي توګه د هغو مېلمنو په اړه چې په سته-هوس میخانه کې یې د خوب او پاتې کېدو نیت درلود، ډېر دقت کېده. یوازې هغو کسانو کولی شول چې هلته شپه تېره کړي چې په پېژندګلوۍ به هلته راتلل. په همدې دلیل د کاپتیا استازیو چې په روان تخت کې سپاره ول، د سته هوس میخانې ترڅنګ له تخت څخه پیاده شول. دوی په میخانه کې د ځای پیدا کولو څخه نا امیده بېرته د کاپتا ماڼۍ په لور ستانه شول.

 کاپتا وپوښتل: آیا دوی تاسو ته ونه ویل چې ولې زما د مېلمنو لپاره ځای نه درکوي؟ غلامانو وویل: موږ ته یې وویل چې بادار مو باید په خپله راشي او د ځای سپارښتنه وکړي، ستاسو شتون لازم دی.

کاپتا بیا ما [موتي] ته د میخانې خاوندې او خپل رفتار په اړه وویل چې څه ډول یې په میخانه کې ځای ترلاسه کړ.

کله چې غلامان کاپتا ته وايي چې باید ستاسو بادار په خپله راشي نو کاپتا صرف نظر کوي خو ور په زړه کېږي چې د سینوهه د حرکت دلیل له خپل جلاځای څخه هماغه د تمساح د میخانې نوم و نو په همدې دلیل امر کوي چې د هغه روان تخت د تمساح لکۍ میخانې په لور یوسي. کله چې کاپتا میخانې ته ننوځي نو د تندر وهلیو په څېر وچ درېږي، یوه شېبه یوې او بلې خواته سر تاووي او شاوخوا ګوري.آیا دا د کپ په لېرې او پرته سیمه او د کپ په چاپېریال کې دی که په بندر کې په خپله میخانه کې؟ هماغه بوی، هماغه روښانتیا، هماغه لوښي او هماغه د تمساح لکۍ شراب! یوازې د تېر او اوس توپیر د تمساح لکۍ د تېزو شرابو په څښلو کې د کاپتا وړتیا ده! کاپتا له یوې ښځې سره مخ شو چې ځان یې (څونفر) ورته معرفي کړ. په پیل کې د میخانې خدمتګار وویل چې څو نفره له تاسو سره ګوري. کاپتا وویل: زه یوازې له یو نفر سره کار لرم او هغه هم د میخانې خاوندې سره.. چې په دې وخت کې یې واورېدل: مهرباني وکړئ ښاغلی کاپتا! زه (څونفر) یم!

دا چې د میخانې خاوندې د کاپتا نوم زده و، حیران شو خو (څونفر) یې حیرانتیا ورکه کړه او ویې ویل: مه حیرانېږئ ښاغلیه! په دې طبس کې څوک نشته چې کاپتا د هغه له آسمانڅکې ودانۍ سره ونه پېژني. ولې مو غلامانو ته ونه ویل چې تاسو په میخانه کې ځای ته اړتیا لرئ؟

کاپتا وویل: زه ځای ته اړتیا نه لرم، زه خپله ماڼۍ لرم. داسې مېلمانه لرم چې شاید ډېره موده په دې میخانه کې استوګنه وکړي. څونفر له ځنډ پرته وویل: قدمونه یې مبارک شه، هېڅ ډول مانع نشته.

 کاپتا په ځیرکۍ سره وپوښتل: ولې د دې میخانې په چاپېریال کې دومره ډېر عسکر او دولتي کارکوونکي شتون لري؟ د دې کسانو شتون د میخانې ښکلا لا ډېروي.

څونفر وویل: د همدې خلکو شتون دی چې زموږ پیرېدونکي کولی شي په آزاد او له مزاحمت پرته هر څه چې وغواړي په دې لېرې پرته سیمه کې ترسره کړي. دا خلک امنیت ټینګوي، تاسو وینئ چې د کپ سیمه یوه لېرې سیمې ده. کاپتا ومنله او ویې ویل: تاسو سم وایئ، کله چې ما په بندر کې میخانه درلوده نو ساتونکو کسانو ته به مې وړیا شراب ورکول ترڅو میخانه مې وساتي.

(څونفر) ځان ښکاره کوي

[سینوهه او موتي د اتوم په لارښوونه د نوي جوړې شوي تمساح لکۍ میخانې ته راورسېدل] کاپتا د خپل ارباب د ژغورلو له امله خوښ و او په هغه لېرې او بې وزلي سیمه کې یې چې خپل بادار ولید نو په ژړا یې پیل وکړ. موتي وویل: مه ژاړه کاپتا، په دې میخانه کې څه راز شتون لري!

اتوم وویل: که ماته مې بادار اجازه راکړي نو کولی شم دا راز کشف کړم ځکه اورېدلي مې دي چې په دې میخانه کې که هر څوک د سته(شیطان) په نوم پسې وګرځي، په څه بلا به ککړېږي. موتي وویل: شاید د هورم هب د زوی (ست هوس) د لاسه چې نوم یې د شیطان د زوی مانا ورکوي.

 اتوم وویل: شاید د سته[د میخانې د خاوندې لور] نوم هم هماغه د [سته هوس] شیطان اولاد په مانا وي. څه موده مخکې مې واورېدل چې یو چا دننه په میخانه کې هغې ته په (هوس) غږ وکړ او وروسته یې په ټوکو وویل: شاید د سته هوس مور هم له بې شمېره کسانو سره ویده شوي او مور یې هم چې د ماشوم له پلارانو څخه کرکه درلوده؛ د ست هوس نوم پرې اېښی! د دې ترخې ټوکې څخه وروسته یو ژوره او درنه چوپتیا خپره شوه.

 اتوم زیاته کړه: زه په خپله دا راز کشف کوم خو یو څه سره زر! ځکه چې آیا کاپتا ونه ویل چې په طبس کې داسې ستونزه نشته چې په سرو زرو حل نه شي. کاپتا وویل: په ممفیس ښار کې هم سپین زر د سرو زرو کار درته کوي خو دا چې دا خبره ډېره ارزښتمنه ده نو که سره زر هم مصرف کړې، ضرر دې نه دی کړی.

بله شپه اتوم د تمساح لکۍ شرابو یوه کوچنۍ کوزه وغوښته چې څو پیالې پکې ځایېدلې او د مېز سره نږدې کېناست او د سرو زرو درنه کړۍ یې د (ستې) په ورغوي کې ورکېښوده. سته له دې سخاوت څخه حیرانه شوه او په منډه منډه دننه لاړه او بېرته په مشکوکه څېره د مېز خواته راغله پرته له دې چې اتوم ته ور وګوري. اتوم د ستې د حالت د بدلون په اړه حیران شو او په دې لټه کې شو چې له ستې څخه یې لامل وپوښتي. سته څو شېبې وروسته اتوم ته راغله او له توقع لېرې په ګرمه لهجه یې له اتوم څخه وپوښتل: آیا تاسو له طبس څخه راغلي یاستئ؟

اتوم وویل: هو.. ولې؟

ستې وویل: غوښتل مې چې په خپل لاس پیاله درته ډکه کړم او د سرو زرو له کړۍ څخه مو منندوی یم. بیا یې وپوښتل: آیا تاسو هم له هماغه ماشوم لرونکي مېرمنې سره یاست؟

– زه د هغه ښځې د بادار د غلام غلام یم!

ستې ښایسته خندا وکړه او ویې ویل: دا شوه معما!

 اتوم وویل: کولی شم وپوښتم چې دا میخانه د چا ده؟

– دا میخانه او مېلمستون د (څونفر) په نوم خاونده لري! اتوم سر وښوراوه او ویې ویل: ما هم همداسې فکر کاوه. بیا یې ستې ته بله ډالۍ ورکړه او بېرته خپلو ملګرو ته راغی او ویې ویل: دا میخانه او مېلمستون په څونفر پورې اړه لري. سینوهه وویل: له کومه پوه شوې؟

 اتوم وویل: هغې جلۍ راته وویل چې په دې میخانه کې هرکاره ده. کاپتا وویل: ما له هغې سره خبرې وکړې خو خپل مخ یې پوښلی و، ډېر حیران شوم.

په هغه عجیبه شپه، ستې د څو کړیو سرو زرو په بدل کې چې په طبس کې د څو کورنیو میاشتنۍ عاید و، له اتوم څخه وغوښتل ترڅو د په مېلمستون کې د هغې مېلمه شي. کله چې اتوم دا بلنه واورېده نو ټکان یې وخوړ او ویې ویل: آیا زه او ته…؟ ستې وخندل او ویې ویل: ستاسو ملګري، زه او څونفره (د میخانې خاونده)!

بله شپه کاپتا، موتي او سینوهه د اتوم په لارښوونه د مېلمستون په په یوه له برمه ډکه کوټه کې کېناستل. د تالار ښکلا د سینوهه لپاره ډېره عجیبه وه. د آموني مټو په سر او تر ټولو مهمه د (مراد ورکولو خدای) توره مجسمه چې سر یې پېشو ته ورته و، رسم شوي وو. موتي کاپتا ته وویل: ته باید نن ورځ خوښ اوسې چې ودې کولی شول خپل بادار وژغورې او همدارنګه د ده په څېر یو ماشوم هم له اوبو ونیسې او زموږ په ژوند کې یې راګډ کړې.

سینوهه خبرې نه کولې او غلی په فکر کې ډوب و. موتي وپوښتل: لکه چې لوی بادار نه دی خوښ، لږ تر لږه د دې ماشوم د راتلونکي په اړه هم باید خوښ اوسې. سینوهه وویل: زه د همدې ماشوم د راتلونکي په اړه خپه یم. زه چې د فرعون د اولادې، د فرعون ځانګړی ډاکټر او شتمن کس وم او له ځینو ملګرو لکه کاپتا، موتي او مریت سره وم له څه ورځو سره مخامخ شوم ځکه چې زه د لارې سر ماشوم وم او ترڅنګ یې هلک هم وم. درېغه د دې بیچاره نجلۍ پر حال!

کاپتا وویل: زه به د مسو وروستۍ کړۍ هم د موتیه د خوښۍ او آرامتیا لپاره ولګوم. سینوهه سر پورته کړ او ویې ویل:

زه د دې تېښتې په اړه په اندېښنه کې یم ځکه چې ممکنه ده چې په شرقي ساحلونو کې شاید زما هغه ساتونکي وربړول شي او مجازات به شي. کاپتا وویل: د ساتونکیو په اړه دې زما د بادار فکر آرام وي ځکه ستاسو له تګ وروسته مې هغوی ته په سوریه کې د عاید ښه ځای په نظر کې ونیو ترڅو دوی د هورم هب له کسانو څخه ډاډه وي او دوی مې د کارګرانو او خدمتګارانو په حیث هلته ولېږل ځکه چې پوهېدم چې بادار به مې خپه شي. سینوهه وویل: اوس مې فکر آرام شو، ښه نو راځئ چې اوس، سره له دې چې بوډا شوی یم خو د تمساح لکۍ د شرابو خوند په آسانۍ سره پېژنم او ډېر هیجاني یم چې پوه شم چې هغه څوک چا دلته راوستلی چې د تمساح لکۍ شراب پېرودونکو ته ورکوي او وايي چې هغه یوه مېرمن ده؛ ووینم.

موتي وپوښتل: کولی شم چې وپوښتم چې زما ګران بادار د میخانې د خاوندې سره د لیدلو په اړه ولې ټینګار کوي؟ سینوهه وویل: لومړی دا چې باید وپوښتم چې د سته/شیطان نوم یې ولې په میخانه باندې اېښی او دویم دا چې د تمساح لکۍ شراب یې له کومه کشف کړي دي.

کله چې کاپتا ولیدل چې د سینوهه اراده ډېر ټینګه ده نو ویې ویل: که چېرته ستاسو غلام همدې دوو پوښتنو ته ځای په ځای ځواب ووايي نو بیا به هم د میخانې د خاوندې سره د لیدلو لپاره دومره ټینګار کوئ؟ سینوهه وویل: یوازې باید دومره پوه شم چې هغه د مریت خور نه ده ځکه چې یوازې د مریت خور کولی شي چې د تمساح لکۍ شراب چمتو کړي. کاپتا وویل: کله چې ستاسو غلام[کاپتا] دې دوو پوښتنو ته ځواب ووایه نو ابهام به مو په خپله له منځه لاړ شي.

سینوهه چې موضوع ورته جالبه شوي وه، وویل: تر اوسه هېڅ په دې ډول نه وې مرموز شوی، ژر ووایه چې دا مرموز مسایل څه ډول راته پرانیزې؟

کاپتا وویل: د تمساح لکۍ شرابو په اړه باید ووایم چې جوړونکي یې اور واخیست او اېره شو او د دې شرابو د جوړولو چل یې هم له ځان سره قبر ته یووړ. د تمساح لکۍ دا شراب ما په خپل ساتنځای کې درلودل او ستاسو د راښکون لپاره مې د دې ځای ساقي ته ډالۍ کړل ترڅو د میخانې په سر باندې د (تمساح لکۍ) نوم وځړوي او تاسو وهڅېږئ!

سینوهه وویل: جالب پلان و. نو پر دې بنسټ داسې څوک نشته چې د مریت خور به وي! خو د سته د نوم په اړه چې دا د میخانې د خاوندې لور ده او ویل کېږي چې په ټول مصر کې جوړه نه لري نو ځکه غواړم چې د میخانې خاونده او په خپله سته ووینم. په دې نوم کې حتمن کوم راز شتون لري. دا چې د ست نوم سینوهه په فکر کې ډوب کړی و[له دې سره ست راننوته او څنډې ته ودرېده] سینوهه وویل: د پیشو دا سر مې چېرته لیدلی دی؟ ستې وویل: زه نه پوهېږم چې تاسو د پیشو سر(مراد ورکولو خدای) چېرې لیدلی، په راتلونکو څو شېبو کې به (څونفر) راشي او تاسو ته به ووايي… سینوهه وویل: د مېلمستون او میخانې خاونده؟ ستې وویل: که څو شېبې صبر وکړئ پوه به شئ! اجازه راکړئ چې ستاسو د حیرانتیا لپاره څراغونه ګل/مړه کړم. هر کله مې چې وویل سترګې پرانیزئ نو زه به څراغونه روښانه کړم او تاسو هم کولی شئ چې سترګې مو پرانېزئ.

هغه څو لنډې شېبې دروند سکوت چې پر سینوهه، موتي (چې ماشوم ورسره و)، کاپتا (چې د څونفر د لیدلو لپاره اندېښمن و) اتوم(چې فکر یې کاوه چې د ښایسته ستې پام ور اوښتی) حاکم و؛ د ښځینه ګامونو غږ مات کړ او وویل شول: څراغونه روښانه، سترګې خلاصې!

د (نفر نفر نفر) په لیدلو سره ناڅاپه د سینوهه زړه ولوېد… (نفر نفر نفر) چې نور یې د ځوانۍ ښکلا شاته غورځولي وه، د دم ختلي بُت په څېر د سینوهه مخې ته ودرېده او ویې ویل: اې کوپړۍ سوری کوونکیه ډاکټره! مه وېرېږه، زه د (څونفر) روح یم! سینوهه ناڅاپه وویل: (نفر نفر نفر)! ته یې؟

هماغه شېبه وه چې اتوم او کاپتا د څو نفر د ريښتيني هویت په اړه پوه شول چې دا په اصل کې ټول یو نفر دی(نفر نفر نفر). کاپتا، موتي، او په خپله د (نفر نفر نفر) لور ستې هم د (نفر نفر نفر) د حیرانتیا او پېغور په دلیل نه پوهېدل او په پټو شونډو او وتلیو سترګو په نوي راز د پوهېدلو لپاره منتظر وو. (نفر نفر نفر) چې سر یې خریلی او غوړي یې پرې موښلي وو، آرامه کېناسته او سینوهه ته یې وویل: تا ته باید هغه مجسمه (د مراد ورکولو خدای) ښه در په زړه وای!

او بیا یې هغې مجسمې ته اشاره وکړه چې سر یې پیشو ته ورته و. کاپتا چې د سینوهه په څېره کې خپګان ولید نو وغرېد: موږ ستاسو مېلمانه یو، په چټي پېغورونو باندې د سینوهه د خپګان لامل مه کېږئ، حتمن تا غوښتي وو چې ورسره څملې او هغه له دې کار ډډه کړي ده، اوس…

(نفر نفر نفر) یې خبرې ور غوڅې کړې او ویې ویل: سمه ده، ما له پیل څخه ته وپېژندې او تا ته مې (بادار) وویل اې کاپتا غلامه! په لومړي ځل مې چې ستا بادار په دارالحیات کې ولید، نو همداسې وه چې تا وویل، ما هم د هغه د دې ځانساتنې په پار هغه ته ګرانبیه ګوتمۍ ورکړه خو په ځوانۍ کې یې چې ته هم په جریان کې وې او هغه ته به دې نصیحت کاوه، همدا سینوهه و چې له ما به یې لاس نه اخیست او غوښتل به یې چې راسره څملي.

(نفر نفر نفر) ناڅاپه پر ماشوم او موتي سترګې ولګېدې او ویې ویل: ما وبښئ پوهېږم چې د سینوهه مېرمن نه یې او دا ماشوم هم د هغه اولاد نه دی نو ځکه زه هم د مېرمنې په مخ کې محرمانه خبرې نه کوم. موتي وویل: آرام اوسئ.

(نفر نفر نفر) وویل: لومړی اجازه راکړئ چې د تمساح لکۍ شراب چې په دومره لږه موده کې یې د کپ ټوله سیمه ځانته جذب کړه، د مېز په سر کېږدم او یوه یوه پیاله سره وڅښو ترڅو وکولی شم چې په آرامتیا مې خبرې وکړم او تاسو هم په آسانۍ سره دا خبرې هضم کړئ.

موتي سینوهه ته وویل: آیا دا هماغه (نفر نفر نفر) ده چې د مور او پلار قبر یې درڅخه واخیست؟ (نفر نفر نفر) غوسه شوه او ویې ویل: مهرباني مو وه چې قبرونه مو د زړه ورکولو په بدل کې راوبښل. ما خو د مسو یوه کړۍ هم له چا څخه په زور نه ده اخیستې، سینوهه په خپله ټینګار کاوه او زما سره د ساعتېرۍ په پار یې بیه پرې کړه، یوه دوه اړخیزه معامله! تاسو څنګه ومنله چې دا ماشوم ترې واخلئ هغه هم له ټولو کړاوونو سره… دوه اړخیزه معامله د هغې له پیدا کوونکي کاپتا سره! کاپتا د (نفر نفر نفر) د مالوماتو څخه حیران شو او غلی کېناست.

(نفر نفر نفر) چې سترګې یې د سینوهه په سترګو کې ګڼدلي وې، وپوښتل: آیا د پیشو هغه سر در په زړه دی؟  سینوهه سر وښوراوه او (نفر نفر نفر) وپوښتل: آیا در په زړه دي چې د ساعتېرۍ لپاره مې څه شرط وړاندې کړ؟ سینوهه بیا سر وښوراوه.

سته هوس له مور څخه وپوښتل: مورجانې! کولی شم وپوښتم چې څه شرط و؟

(نفر نفر نفر) وویل: کیسه یې اوږده ده.. د هغه سړي په اړه چې په یوه ښځه میئن شو او هغې ښځې هم بېلابېل شرایط پرې کېښودل او هغه سړي ټول یوځای ومنل.

 سینوهه وویل: دا د هغې ښځې جرم و چې زه یې داسې کارونو ته اړ کړم.

– ځواکمن سړي ښځې کوچنۍ او بې ارزښته څیز ګڼي، آیا هورم هب نه و چې په لومړي شرط یې د کور دروازه را خچه پچه (ماته) کړه او وروسته یې په کنځلو سره بې ارزښته خوشي کړم، د مسو یوه کړۍ یې هم رانکړه. د مور او پلار قبر خو لېرې خبره ده. ما په ټولو شیانو کې له تاسره شرط کېښود. ته مې له ځانه شړلې، تا ان دا غلام هم پر ما خرڅ کړ، اوس په قانوني ډول کولی شم چې د دې غلام د مالکیت دعوا وکړم او هغه خپل کړم ترڅو میخانه جارو کړي! هغه فراري دی او ما یې پیسې خاوند ته ورکړي دي.

کاپتا چې د ماڼۍ خاوند و له دې خبرو سخت خپه شو او ویې ویل: ان هورم هب هم نه شي کولی چې زما له اجازې پرته زما ماڼۍ ته راشي، ته بیا څوک یې چې غواړې زما مالکه شې؟

(نفر نفر نفر) وویل: دا خبرې مو په طبس کې سمې دي خو اوس تاسو زما په میخانه او زما د ساتونکو ترمنځ یاستئ. په بې ځایه پوښتنو خبره مه تېروئ ځکه پوهېږم چې سینوهه ډېر تږی دی چې پوه شي چې په دارالممات کې څه پېښه شوي ده او څه ډول اوس زه دلته یم؟

دا چې پام مې یې شو چې لور یې (ستې) هغې ته مور وویل نو په ځیرکتیا یې ور وکتل. په تالار باندې بشپړه خاموشي حاکمه وه او (نفر نفر نفر) ټول مطالب له پړدې پرته د خپلې لور (ست هوس) په مخ کې بیانول:

هغه شپه چې تا زه دارالممات ته وسپارلم، ستا ته خوښې سره سم هر څه چې تا غوښتل، ان له هغې بد په ما تېر شول او څو میاشتې هره ورځ او شپه د دارالممات ټولو کارکوونکو څو څو ځله زه د لوبو د نانځکې په څېر هره شپه له ځان سره څملولم، د مومیايي د تېږې پر سر، هر ځای به یې چې هوس راغی، خلاصه… تر دې چې زه امېندواره شوم، کله چې امېندواره شوم نو هڅه مې وکړه چې ځان ووژنم خو پام مې شو چې د جنین د ساتلو په صورت کې کولی شم چې له ځور خلاصه شم او همالته مې پرېکړه وکړه چې هم به له دارالممات څخه ژغورل کېږم او هم به له تا غچ اخلم. د غچ حس ډېر ځواکمن و. همدا ځای و چې نور مې د سړیو د جذب او ښځینه مکر نه شو کولی، نو سرو زرو ته مې مراجعه وکړه. د دارالممات مشر مې ځان ته جلب کړ او ورته ومې ویل: د سرو زرو څخه سربېره به مې یوه وینځه هم در وبښم. هر څومره چې غواړې ساعتېری کولی شې خو دوه شرطونه لرم: لومړی دا چې ما به له دې دارالممات څخه وباسې، دویم دا چې زما د مرګ په اړه شهادتنامه چې د هغه ډاکټر[سینوهه] مهر پرې لګول شوی دی، ماته وسپارې ترڅو د نوموړي پر ضد شکایت وکړم. د دارالممات د کارکوونکو مشر ته ښه پېژندلې او ته یې هم چندان نه خوښېدې او ما یې هم سترګې د سرو زرو په واسطه وتړلې، سند یې راکړ او زه هم مستقیماً هورم هب ته ورغلم او ومې ویل: حاضره یم چې له تا سره مالي مرسته وکړم په دې شرط چې [سینوهه] جلاوطنه کړې، هغه ځای ته چې هلته ساه هم ونکاږي!

هورم هب وویل: زه د سینوهه پوروړی یم، سینوهه یو مهربان انسان دی او ماته یې رټه ګټه هم رارسېدلي ده.

 ما[نفرنفرنفر] وویل: زما ګټه به هم در ورسېږي. زه به سره زر درکړم او ترڅنګ یې د شکایت په مقام کې تاته راغلې یم، ته باید د پلاوي او ډاکټرانو له نظر سره سم سینوهه له طبابت څخه محروم کړې.

د یوه ژوندي انسان د مرګ شهادت نامه مې مخې ته ورکېښوده او ومې ویل: د یوې ښځې په نوم له یوه ځانګړي ډاکټر څخه شکایت لرم. زما په اند هورم هب تاته ترټولو لږه سزا درکړي ده او تر ټولو آسان مجازات یې درکړی دی د هغه کار په مقابل کې چې تا له ما سره کړی و، ولې؟ ځکه چې  تا د کینې کمزورۍ په ځای کې له ما څخه په زوره غچ اخیستی دی، په هغه څه چې ما ډېر تاکید وکړ او هورم هب مې نهائي پرېکړې ته چمتو کړ دا و چې هغه شپه مې هغه ساتونکي هم پیدا کړل چې د هورم هب په نوم دې له جعلي فرمان څخه په ګټه اخیستنې سره دې دوی په دې جنايي جریان کې شریک کړي وو. هورم هب د دې خبرو په اورېدو سره غوسه شو او ویې ویل: دا یو نو د زغملو وړ نه دی، لږ تر لږه خو سینوهه باید د سوء استفادې له امله هم باید مجازات شي…

دا باید هېره نه کړې چې له تبعید څخه وروسته هم زما د کسانو تر څار لاندې وې، ټول لېږد. رالېږد، خلک او همدا اتوم چې ستاسو ترڅنګ دی؛ هماغا یو نفر یې (نفر نفر نفر) لید. زه کاپتا بښم او هغه آزادوم او اوس باید په بیړه وتښتي… تېر ځل له طبس څخه تښتېدلی و خو دا برعکس دا ځل باید طبس ته ور وتښتي. سینوهه به هم په راتلونکو شېبو کې په روان تخت کې هورم هب په لور وروستل شي ترڅو هورم هب له هغه سره د قانون په چوکاټ کې چلند وکړي خو موتي او ماشوم کولی شي چې په هماغه ودانۍ کې ژوند وکړي چې مخکې یې په اجاره نیولی و ځکه مالومه نه ده چې د تښتېدلي سینوهه برخلک به څرنګه وي؟ تاسو اوس استراحت وکړئ او له ماشوم ساتنه وکړئ. وینئ که نه چې (نفر نفر نفر) په هیچا هم څه نه تحمیلوي! کولی شئ چې پاتې شئ ترڅو د دې ماشوم لپاره آسانتیاوې درته برابرې کړم او که نه غواړئ نو د هورم هب له امر وروسته چې له سینوهه سره به څه رفتار وشي او کله یې چې جلاځای وټاکل شي، له هغه سره یوځای شئ، درېغه چې سینوهه خپل کتاب نه وای بشپړ کړی او دا برخلیک یې هم پکې اضافه کړی وای…

[باید ووایو چې د سینوهه جریان له دې وروسته مالوم نه شو چې هورم هب له هغه سره څه وکړل خو د موتیه له خبرو ښکاري چې هورم هب هغه بښلی وي ځکه د کیسې ویونکې (موتیه) مخکې یادونه وکړه چې کله مې مور ماته کیسې کولې نو سینوهه به کړس کړس خندل چې د جلۍ ذهن په دې کیسو مه خرابوه… له دې ښکاري چې د کیسې ویونکې (موتیه) لویه شوي وه او مېرې به یې کیسې ورته کولې. په پایله کې ویلی شو چې سینوهه د هورم هب له خوا آزاد کړی شو.

له دې وروسته د کتاب ټول کرکټرونه بدلېږي او موسی علیه السلام پکې راښکاره کېږي. یوازې د سینوهه لور(موتیه) پاتې کېږي چې هغه هم د موسی علیه السلام کیسه کوي او د ځان په اړه ډېر څه نه وايي.]

د (نیل زوی/ له سینوهه وروسته) په کتاب کې د سینوهه د کیسې پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب