یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴،۶ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴،۶ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

تاند:( شنبه، د کب ۲۰)  ملګرو ملتونو د افغانستان له څه باندۍ ۲۳ میلیونه فقر ځپلو سره د 4.6 میلیارده امریکایي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې  ده.

دغه سازمان ویلي، چې نړیوال باید د دغو مرستو په تنظیم کې ورسره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د خپلو بشري پروګرامونو د عملیاتي بهیر په اړه پریکړه وکړي.

   تېر کال ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، چې ۵۹ سلنه یې د مرستندویانو له خوا ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو خبرپاڼه وايي: “په بشردوستانه مرستو کې د ښځو له ګډون څخه انکار به د ټولو اړو خلکو لپاره ویجاړونکي او اوږدمهاله پایلې ولري، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، چې د ټولنې ترټولو زیانمنونکي غړي دي.”

د طالبانو رژیم په پرله پسې ډول له نړیوالو غواړي، چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي، خو په دې برخه کې یې د خپلو پارونکو ګامونو په اړه د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی، چې نړیوال او افغانان یې ټول په غوسه کړي.

نړیوالو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د داسې افراطي پریکړو نه لغوه کیدل به له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د پرې کیدو او کمیدو سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب