سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد ۲۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: پر افغان مېرمنو بندیزونه دې...

د ۲۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: پر افغان مېرمنو بندیزونه دې لغوه شي

تاند:( شنبه، د کب ۲۰)  د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو پر رژیم غږ وکړ چې هغه پرېکړې او کړنې دې لغوه کړي چې بشري حقونو او اساسي آزادیو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي.

د استرالیا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، سعودي عربستان، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، ناروې، قطر، سویلي کوریا، هسپانیې، سویډن، سویس، ترکیې، متحده عربي اماراتو، انګلستان د بهرنیو چارو وزیران امریکا او د اروپايي ټولنې عالي استازي دغه څرګندونې کړې دي.

د دې اعلامیې له مخې په افغانستان کې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو، لوړو زده کړو، عامه او سیاسي ځایونو او د کار فرصتونو ته له لاسرسي څخه محروم دي.

اعلامیه زیاتوي چې که د دغو بندیزونو مخه ونه نیول شي، د افغانستان پر اقتصاد او ټولنې به ویجاړونکي او نه جبرانیدونکې اغېزې ولري.

طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی، چې نړیوال او افغانان یې ټول په غوسه کړي.

نړیوالو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د داسې افراطي پریکړو نه لغوه کیدل به له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د پرې کیدو او کمیدو سبب شي.

1 COMMENT

  1. د کلیوالو خبره :
    حیران داسی سړی ته شم، چه دا یو چل کوی او دا بل یی په چلونو ښه پوهیږی، او رڼی رڼی ورته ګوری مګر څه ورته ویلای نشی. او که څه ورته ووایی بیا پرهم چل کوی.

    د اروپایانو، امریکایانو، ملګرو ملتونو او نورو هیوادونو په دغه تشو اوازو، چلونو او بندیزونو افغان انجونی او میرمنی اوس پوره پوه شویدی.
    د دوی تر اوسه غټ کار دا وه چه د امربالمعروف په شخصی جب کی چه کومی پیسی وی، هغه یی ورته په جیب کی کنګل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب