تاند:( جمعه، د کب ۱۹) د هلمند د فوټبال دغه سیالۍ د نادعلي ولسوالۍ کې ترسره شوې، چې اتلولي یې ګرشک لوبډلې وګټل او مارجې ولسوالۍ لوبډلي ته یې ماتي ورکړه.
دا سیالۍ چې د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر لیسه کې ترسره شوې دوولس لوبډلو پکې ګډون کړی و .
د سیالیو په فاینل لوبه کې ګرشک او مارجې لوبډلي مخامخ شوې، ګرشک لوبډلي مارجې لوبډلي ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپل کړه.
د یاد ټورنمنټ مسئول نظرالدین وویل؛ یادې سیالۍ درویشت ورځې وړاندې د لښکرګاه، مارجې، نادعلي او ګرشک دوولس لوبډلو ترمنځ چاه انجیر لیسې ورزشي میدان کې پیل شوې وې، چې سیمي فاینل کې آزاد ځوانانو مارجې ته او لښکرګاه بولان ځوانانو ګرشک لوبډلو ته ماتې ومنل چې دې سره ګرشک او مارجې لوبډلو فاینل ته لار وموندل.
د هلمند د فوټبال فدراسیون مشر عطاالله افغان وویل: د فوټبال دا سیالۍ د یادو دوولس لوبډلو مالکانو په مالي لګښت پيل شوې وې.