سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ط یوه ناوې په ډزو وژلې ده

ننګرهار کې ط یوه ناوې په ډزو وژلې ده

تاند:( جمعه، د کب ۱۹)  د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په شګې سیمه کې نن د طالبانو ځواکونو په یوه چیک پینټ کې د واده پر یوه موټر د ډزو پر وخت یوه ناوې وژلې ده.

ځایي سرچینو ویلي، چې د ناوې موټر کې سندرې غږول کیدې، چې طالبانو درولی او له لفظي ناندرۍ وروسته یې ډزې کړي او ناوې یې وژلې ده.

د طالبانو سرچینو ویلي، چې ډزې کوونکی طالب نیول شوی.

طالبانو مخکې هم د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ودونو پر موټرو ورته ډزې کړې وې او یو شمېر کسان یې وژلي وو.

طالبان له موسیقۍ سره سخته دښمني لري او ان په ودونو او ښادیو کې یې بندیز پرې لګولی دی.

3 COMMENTS

  1. د درنده حیواناتو یې په موسیقي څه ! حیوان کله د موسیقي په خوند پوهیږي ،د هغه یواځېنۍ دنده انسان خوړل دي ! دا حیوانت د اسلام له منځه وړونکي دي .
    د طبعي علومو تاسیررات په مځکه او هوا کې لیدل کیږي او په ډیر سرعت مخته ځي ! دا حیوانت نشي کولی چې ټولې لارې وتړي ! کوم عمل چې دوی یې کوي د اسلام په زیان او زمونږ په ګټه دي ! دآ عمل ددوی د سرطان په مرض د مرګ نارې يې دي !

  2. تاند : ځایي سرچینو ویلي، چې د ناوې موټر کې سندرې غږول کیدې، چې طالبانو درولی او له لفظي ناندرۍ وروسته یې ډزې کړي او ناوې یې وژلې ده.

    ولی ناوی؟ آیا ناوی د طالب سره لفظي شخړه او ناندرۍ کړی؟ افغان ښځی خو د نارینه سره خبری نکوی او بیا ناوی بیچاره خو دخپل پلار د کوره د عمری وتلو په خاطر په ویر او ژړا روانه وی. او بیا د ننګرهار کلیوالی معصومی ښځی.

    که امارت په ریښتیا شريعت پلی کوی، باید سمدلاسه رسمی اعلان وکړی او دغه قاتل طالب د خلکو په حضور په خپله سنګینه جزآ ورسوی.

  3. افغان وروره ټول تالبان وحشی قاتلان او د اسلام او انسانیت دښمنان دی. ددې وحشی ډلې نه د خیر تمه لرل لویه تیروتنه ده.
    الله تعالی دی دغه ناوی په خپل رحمت کی راونغاړی او ټولی کورنۍ ته صبر جمیل ورکړی.
    الله تعالی دی دا وحشی ځناور د ځمکی له مخ نابود کړی. امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب