سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+د فوټسال "غوره لیګ" سیالۍ د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای...

د فوټسال “غوره لیګ” سیالۍ د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

تاند:( جمعه، د کب ۱۹) د هیواد د فوټسال دویم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې شاوخوا ۲۲ ورځې وړاندې د لسو لوبډلو په ګډون پلازمېنې کابل کې د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې پیل شوې وې د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې غوره لیګ دویم پړوا سیالیو پایلوبې ته د ” کابل صداقت او پیروزي پنجشېر” لوبډلو لار ومونده چې د ” ۵ – ۱ ” ګولونو په توپیر د صداقت کابل په اتلولۍ او د پیروزي پنجشېر لوبډلې په دویم مقام ګټلو پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو غوره لوبغاړی، رضا “حسین‌پور”، غوره ګول ساتونکی عباس “رستم‌نژاد” او غوره ګول وهونکی علي “امیري” اعلان شول.

په سیالیو کې “سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسد کابل، سرپل باستان، اتحاد‌ هرات، جوانان خراسان بغلان، عصر جدید غزني، پیروزي پنجشیر، صداقت کابل او شمس هرات” لوبډلو ګډون درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب