سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد ملامزمل وژل کیدو ته د مولوي کبیر غبرګون؛ شهادت زموږ د...

د ملامزمل وژل کیدو ته د مولوي کبیر غبرګون؛ شهادت زموږ د ټولو هیله ده

تاند:( جمعه، د کب ۱۹)  د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکببیر په بلخ کې د دوی د رژیم د والي ملا داود مزمل وژل کیدو ته په غبرګون کې نوموړی« شهید» ګڼلی او ویلي، چې « شهادت» د ټولو طالبانو ستره هیله ده.

ملا مزمل د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا ۱۰ بجې په بلخ ولایت مقام کې د یوه ځانمرګي د برید له امله له یو شمېر نورو طالبانو سره وژل شوی او ځینې نور طالبان ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاندویانو د یادې پېښې د مرګ ژوبلې او نورو جزیاتو په اړه رسنیو ته ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر د دغې پېښې په اړه په خپله اعلامیه کې د طالبانو له جنګیالیو غوښتي، چې د پېښې عاملین ژر تر ژره پيدا او په سزا ورسوي.

بل لورته: په هلمند کې خبري سرچینو ویلي، چې د ملا مزمل جسد د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ ته استول شوی او په همدغه پلرنۍ سیمه کې یې خاورو ته سپارل شوی.

د هغه د وژل کیدو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

ملا داود مزمل د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، څه موده د ننګرهار لپاره د دغې ډلې والي او بیا څه موده د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم لومړی مرستیال و.

یو شمېر شنونکو نوموړی د طالبانو د هلمند شورا مخکښ غړی یاد کړی او ویلي، چې دغه شورا ایران ته نیږدې وه او په وروستیو کې یې حقاني شبکې سره اړیکې ترینګلې شوې وې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ځینو منتقدانو بیا د دوی له لوري په افغانستان کې د بشپړ او بېساري امنیت د تامینیدو ادعاوې بې بنسټه ګڼلي او ویلي، چې طالبان په حساسو ځایونو کې د خپلو مشرانو امنیت نه شي ساتلی، د نورو امنیت به یې څه نیولی وي.

9 COMMENTS

  1. له دې جاهلانو نوره څه د انسنیت طمعه شته چې دوی مرګ او قطل شهادت بولي او غواړي یې هم ! له داسې جاهلانو نه به څه وخت هېواد خلاصیږي او انسانان به یې انساني حقوق اخلي !

  2. انسانی حقوق هم چه ډیر شی انسان لوپر کیږی
    یعنی د انسانیت له چوکاټه بهر کیږی
    چه بیلګې یی موږ دلته په سترګو وینو
    خو وس مو نشته چه ورسره مرسته وکړو

    • لوپر خو خوشې مستعا نوم ديی خو بیا هم له جاهل یهودي نوم ( سلیمان ) چې په نړۍ کې یې د جهالت تخم شیندلی دی او د جهالت په زولنو کې ژوند کوي ډیر شرف لري او دمقائیسې وړ ندی !!

  3. ټول به پخیر مړه کیږې تاسو داسی ګلان ندی کرلی چې څوک در باندې رحم وکړې دز شهادت تمه ملره خو توبه وبساسه که خداېې دې له دوزخ نه خلاص کړې

  4. حقیقت خو دا دی :
    د نن ورځی بد حالت ته په کتو سره کوم چی د زر او زور د خاوندانو لخوا ” انسانیت ” مسخ سوی دی نو د هر مسلمان زړه غواړی چی د ” معنویت ” د دښمنانو او د هغوی د مزدورانو پلاس ووژل سی. د مرګ یا وژل کیدو هیله به هلته غیر اخلاقی کار وای چی یو انسان د بل انسان پلاس نه ځوریدلای او پر نړی لږ او ډیر عدالت حاکم وای خو اوس وضعیت خواګرځن ښکاری.
    په هره توګه؛ د ملا داوود وژنه او د ملا کبیر څرګندوَنه ډیر پټ او ښکاره پیغامونه لری چی ما غوندی کس په ذهن کی ئی دا پوښتنه زیږولی ده چی د ملا کبیر د تفکر او عقیدی پر بنسټ باید داسی تعبیر وسی چی د جمل او صفین او نهروان د جګړو دواړی ښکیلی خواوی پر حق نه وی بلکه فقط یو طرف ئی حق او بل ئی باطل و چی البته باطله ډله یقیناً د ” فلاح ” څخه محرومه ګڼل کیږی او مهمه هم نه ده چی دا باطله ډله څوک وه.
    بله خبره دا ده چی طالبان د ابوحنیفه د مذهب د پیروی ادعا لری، د ابوحنیفه د فقهی په اساس هر څوک چی په هر کلی یا ښار کی مړ سی باید د هغه کلی یا ښار په هدیره کی ښخ سی.
    بناً
    پوښتنه دا ده چی ولی د ملا داوود جنازه د بیت المال په روپو او په جاه او جلال ۹۸۷ کیلو متره لیری منتقله او خپل ولایت یا سیمی ته یووړه سوه؟

  5. مولوى عبدالکبير الله ج دستاسو ټولو دغه ستاسو په اصطلاح د شهادت هيله ډير ژر او له مونږ پرته پوره کړي. تا خو مزمل ته شهادت لقب ورکړ خو د خداي دربار او پريکري ځانګړي او ستاسو له تأثير نه بيلې دي انشاﺀالله چي جهنم به يې ځاي وي.

  6. الله تعالی دې دغو خلکو ته د نېکي هدایت وکړي د انسانیت او حقیقي اسلام پر لاره برابر کړي . که نه کېږی ، دوی ټولو ته همداسې شهادت ورکړې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب