سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهجنرال سادات: ط د افغانانو او مسلمانانو استازي نه دي، خامخا یې...

جنرال سادات: ط د افغانانو او مسلمانانو استازي نه دي، خامخا یې نسکوروو

تاند:( جمعه، د کب ۱۹) د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام مشهور طالب ضد جنرال سمیع سادات یو ځل بیا د طالبانو خلاف مرکه کې ویلي، چې دغه ډله نه د افغانانو او نه مسلمانانو استازي دي.

د هغه په باور، طالبانو د پاکستان په ملاتړ افغانستان اشغال کړی او پر ټولو افغانانو فرض ده، چې هېواد له دغې ډلې ازاد کړي.

سمیع سادات، چې تازه په یوه سفر امریکا ته تللی، د سفر موخه له پخوانیو افغان پوځیانو او امریکایي چارواکو سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې ښودلي.

سادات زیاتوي، چې امریکایي چارواکو ته د طالبانو د هغو ژمنو نقض یادوي، چې امریکا سره یې د دوحې په سولې تړون کې سپارلي وو.

دغه پخواني جنرال د طالبانو د رژیم نسکورول حتمي ګڼلي، خو زیاته کړې چې دوی د طالبانو له پرزول کیدو وروسته د راتلونکي افغان دولت د څرنګوالي په اړه هم وار د مخه خبرې سره کوي.

سادات دا خبرې په داسې مهال کړي، چې شاوخوا یو کال مخکې یې د طالبانو خلاف د جګړې میدان ته د ستنیدو ویلي وو، خو تراوسه دی له بهر څخه افغانستان ته نه دی ستون شوی او منتقدان یې څرګندونې د پوښتنې وړ بولي.

4 COMMENTS

  1. ښاغلۍ جنرال باټی وهی تاسی د اجنبیانو په امر دی وحشی طالبانو ته پریښودلۍ وای ځکه د تاسو ګډو بادارانو دا پلان وو ، د تاسو بادارانو هدایت ته منتظر اوسۍ چی هغوی تاسو ته کله ددوباره راتګ چور او چپاولو لپاره درکوی !!!!

  2. څومره بیشرم دی دا غلامان، په پردی وطن کی د پردیو په مرسته د حب الوطنی تمثیل کوی

  3. ښایسته sergeant ته دومره وایم چه همدا شرم د بس ده خپله لمن په خپله مه پورته کوه.
    افغانان تاسو هسۍ هم نشی هیرولۍ ځکه تا او تا ته ورته ټولو په ډیرې سپین سترګۍ د خپلۍ مور بی حرمتی کړی ده.
    د اجیرۍ اوردو جنراله په اصل کې Sergeant هم نه یی.
    دومره وړه خوله او دومره غټۍ خبرۍ

  4. سادات بیځایه ډوزی ولی، سادات خو ښه خبر وه چه دا معامله راروانه ده، ولی یی خپل عسکری کماندو او نور امنیتی کسان نه منظمول، د جمهوریت په اخرو ورځو کی سادات لمړنی کس وه چه ډیر نظامی قدرت یی درلود. مګر په رڼا ورځ یی جمهوریت ړنګ کړه.
    سادات په خپله ازموینه کی تر ټولو ناکام او پاتی کس وه، اوس دي په تشو خبرو د افغانانو وخت ته ضایع کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب