شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهط او پاکستان تورخم کې د شخړو پر مخنیوي خبرې وکړې

ط او پاکستان تورخم کې د شخړو پر مخنیوي خبرې وکړې

تاند:( جمعه، د کب ۱۹) پاکستانۍ ورځپاڼې “ډان” د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې طالبانو او پاکستاني چارواکو په تورخم کې د سرحدي ستونزو د تکرار د مخنیوي لپاره غونډه وکړه.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې کتنه کې د افغان باروړونکو موټرو او هغو کډوالو د ستونزو په باب چې له څو کلونو را په دې خوا په پاکستان کې اوسيږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزيت له ستونزې سره مخامخ دي؛ خبرې وشوې.

د «ډان» د راپور له مخې، په دغه کتنه کې د طالبانو پلاوي له پاکستاني لوري څخه وغوښتل چې د ځینو ناروغانو، د لاریو چلوونکو او مهاجرینو ته د ویزې په وړیا تګ راتګ سره په بیړنیو حالاتو کې همکاري وکړي.

په دې کتنه کې پاکستاني پلاوي اعلان وکړ، چې له لوړپوړو چارواکو سره به د ناروغانو د ملګرو د بې ويزې تګ راتګ په اړه خبرې وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د فبرورۍ په ۱۹مه د طالبانو له خوا د تورخم دروازې د یو اړخیز بندښت پر لاملونو هم خبرې وکړې.

د فبرورۍ په ۱۹مه د طالبانو سرحدي ساتونکو د تورخم دروازه وتړله او پر پاکستاني پوله ساتونکو یې تور ولګاوه چې خپلې ژمنې ماتوي او له هغو ناروغانو سره ناوړه چلند کوي چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

 دا پېښه د یوې بلې سرحدي شخړې لامل شوه او پوله د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.

طالبانو پاکستاني لوري سره د تازه مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. په خبرو نه کیزی بااالمثل عمل غواری یو پلچک په لس پلچکه یو موتر په لس موتره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب