سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهعمومي اسمبلۍ غلام محمد اسحاقزی د افغانستان د دایمي استازي په توګه...

عمومي اسمبلۍ غلام محمد اسحاقزی د افغانستان د دایمي استازي په توګه تایید کړ

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۵مه) د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ نن (دوشنبې) د افغانستان، وینزویلا او میانمار پخواني استازي په ملګروملتو کې د دغو هیوادونو د دایمي ستازو په توګه تایید کړل.

د عمومي اسمبلۍ له پرېکړې سره سم، په ملګروملتو کې د افغانستان د جمهوري حکومت له لوري ټاکل شوی استازی غلام محمد اسحاقزی به د افغانستان د دایمي استازي په توګه کار ته دوام ورکوي.

د عموممي اسمبلۍ په غونډه کې د افغانستان، میانمار او وینزویلا استازو وینا ونه کړه.

دا پرېکړه څو ورځې وروسته له دې وشوه چې د ملګروملتو د باورلیک ورکولو ځانګړې کمېټې په دې اړه چې په ملګروملتو کې د افغانستان چوکۍ د طالبانو د حکومت استازي او که د پخواني حکومت استازي ته ورکړي، غونډه وکړه.

طالبانو سهیل شاهین په ملګروملتو کې د خپل حکومت د استازي په توګه معرفي کړی و.

د اګست له ۱۵ طالبان پر درست افغانستان بشپړ واک لري او طالب چارواکي وايي چې د افغانستان د استازولۍ ټول شرایط یې په ځای کړي دي خو لا هم هیڅ هیواد او نړیوالې موسسې طالبان په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو منتقدان وايي چې دوی له یوې خوا د خپل حکومت لپاره هیڅ راز کورنی مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او له بلې خوا یې ځینې داسې اقدامات کړي چې په اوسنۍ نړۍ کې یې هیڅ هیواد په اسانه نه شی منلی.

په داسې حال کې چې افغان ښځې او نجونې له کار او زده کړو محرومې وي، د هیڅ هیواد حکومت د خپلو ښځو او نجونو له بېرې هم نه شي کولی د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب