جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهقطر ا و ترکیې د کابل د هوايي ډګر پر فعال ساتلو...

قطر ا و ترکیې د کابل د هوايي ډګر پر فعال ساتلو خبرې وکړې

تاند(دوشنبې، د قوس ۱۵مه) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د هغه قطري ساري شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د کابل د نړیوال هوايي ډګر د فعال ساتلو او افغانستان ته د نورو مرستو پر ورکولو خبرې وکړې.

د ترکیې د ټي ار ټي ورلډ د راپور له مخې، چاوش اوغلو او الثاني په یوه ګډه خبري غونډه کې نن / دوشنبې وویل چې دوی به په ګډه د کابل هوايي ډګر د فعال ساتلو مسوولیت په غاړه واخلي.

تر دې مخکې په وروستیو ورځو کې متحده عربي اماراتو هم د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو سمبالولو ته تیاري ښوولې وه او له طالبانو سره یې په دې اړه خبرې کړې وې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: «قطر او ترکیه په افغانستان کې له موقت حکومت سره پر له پسې کار کوي چې د هوايي ډګر د داسې پرانیستلو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي چې په نورمال ډول فعالیت وکړای شي.»

د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره خبرې وکړې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دوحې ته په دوه ورځیني سفر ورسېد.

اردوغان هڅه کوي چې د خلیج د سیمې له تېل بډایو هیوادونو سره، چې پخوا یې ورسره سیالي لرله، اړیکې بېرته جوړې کړي.

تېره میاشت د متحده عربي اماراتو ولیعهد ترکیې ته لاړ چې دا له ۲۰۱۲ وروسته ترکیې ته د خلیج د سیمې د یوه هیاد د یوه مهم چارواکي لومړنی سفر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب