Homeخبرونهيرغمله فضا، بې پیلوټه الوتکې لا هم په افغانستان کې ګزمې کوي

يرغمله فضا، بې پیلوټه الوتکې لا هم په افغانستان کې ګزمې کوي

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ د طالبانو له واکمنیدو سره، چې له بهرني اشغاله د افغانستان د خلاصون ادعا لري، لا هم د ناڅرګندو هېوادونو بې پيلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا الوتنې او ګزمې کوي.

د غزني، بدخشان، پکتيا، پکتيکا او يو شمېر سویلي ولایتونو ځیني اوسېدونکي وايي، په اوسني وخت کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو یې ویره او اندېښنه زیاته کړې ده.

دوی وايي، شپه ورځ وینو چې دغه الوتکې ګرځې، نه پوهیږو چې د چا دي، له کوم لوري راځي او ولي ګرځي.

معلومه نه ده، چې دغه الوتکې د چا اړوندې دي او د څه لپاره د افغانستان هوايي ګزمې کوي؟

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ځينې نا تاييد شوي راپورونه ښيي، چې دا الوتکې ممکن د امريکا متحده ايالاتو، چین او يا پاکستان اړوندې وي.

ګومان کېږي، چې که دا الوتکې د امريکا اړوندې وي، د ترهګرۍ ضد فعاليت به کوي، خو که د چين يا پاکستان اړوند وي، ممکن د لیتیمو لټه وکړي.

د تیرې تلې میاشتې په (۷) نېټه د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د يوې رسمي اعلامیې له خپرولو سره، له امریکا متحده ایالاتونو وغوښتل چې د افغانستان هوايي حریم ته دې د خپلو بې پېلوټه الوتکو له داخلولو ډډه وکړي.

طالبانو ویلي وو، په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې برخلاف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له لوري د افغانستان هوايي حریم د دوی په ټکو ‘اشغال’ کېږي.

خو تر دې خبرې یوه اونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه کنفرانس کې ویلي وو، د افغانستان د هوايي حریم د کارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.

له شاوخوا شلو کالو څخه امریکا متحده ایالتونو د جګړې په لویو سیمو لکه سوریه، عراق او افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي، خو په دې وروستیو کلونو کې د جګړییزو سیمو ترڅنګ د امریکا له بې پیلوټه الوتکو په پاکستان، شمالي افریقا، لیبیا، یمن او سومالیا کې هم کار اخیستی.

امريکايي چارواکو د افغانستان په اړه ښکاره ويلي، چې د هوا له لارې يې څاري او د ترهګریزو فعالیتونو مخه پکې نيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...