پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهله مېرمن لاینز څخه د ط هيله، د ښوونکو معاشونو کې مرسته...

له مېرمن لاینز څخه د ط هيله، د ښوونکو معاشونو کې مرسته وکړئ

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ د طالبانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي نن د یوناما له مشرۍ ډېبورا لاینز سره وکتل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه د یوناما مشرې د امنیت په تړاو ډاډ څرکند کړ او زیاته یې کړه چې ټول دفترونه یې خلاص کړي او بهرني او داخلي همکاران یې پر کار بوخت کړي.

هغې وویل چې غواړي خپل فعالیت نور هم پراخ کړي او هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې شي او په افغانستان کې نړېوال خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هغې ته د ښوونیز بهیر په اړه ډاډ ورکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې د ښوونکو د معاش د اجرا په تړاو همکاري وکړي.

طالبانو د تېرې مياشتې په وروستيو کې، ټولو دولتي کارکوونکو ته د درېيو مياشتو د معاشونو د ورکړې اعلان وکړ، خو دوه اونۍ مخکې یې د دوه مياشتې معاشونو د ورکړې اعلان وکړ.

ويل کيږي، چې تر اوسه هم د دوی دا ژمنې نه دي عملي شوي.

طالبانو اوسه پورې د حکومتي عوايدو او لګښتونو په اړه ملت ته معلومات او حساب نه دي وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب