Homeخبرونه۲۴ ميليونه فقر ځپلي، څه باندې ۳ زرو سره يې مرسته وشوه

۲۴ ميليونه فقر ځپلي، څه باندې ۳ زرو سره يې مرسته وشوه

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د افغانستان د شاوخوا ۲۴ ميليونه خلکو د سخت فقر خبر ورکوي، طالبانو نن د افغانستان په مختلفو برخو کې له شاوخوا ۳ زره کورنيو سره د مرستندويه ادارو د بشري مرستو خبر ورکوي.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې نن ‏د خوست په اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.

دوی د دې مرستو د څرنګوالي او ترسره کوونکو په اړه څه نه دي ويلي.

په يوه بل خبر کې راغلي، چې په جوزجان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ او ‌کډوالو چارو رياست په همکارۍ څه باندې ۷ سوو کورنيو ته د خوراکي توکيو مرسته وېشل شوې ده.

‏د‌ همدې ادارې له خوا په میدان وردګو ولایت کې له څه کم شپږو سوو کورنيو سره د نقدي مرستو د ترسره کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

طالبانو په کندوز کې د نړیوال خوراکي پروګرام او کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري له څه باندې اوه نیم سوه کورنيو سره هم د نقدي مرستو خبر ورکړی دی.

د‌ طالبانو  له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو اونۍ مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...