پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهکاپیسا کې نښتې، ۳ ط او ۲ نور وسله وال وژل شوي

کاپیسا کې نښتې، ۳ ط او ۲ نور وسله وال وژل شوي

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ ‏د کابل له ګاونډي ولايت کاپیسا څخه راپورونه وايي، چې د يو لړ نښتو له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي.

 عيني شاهدانو ويلي، چې دا نښته تېره شپه د کاپیسا د مرکز اړوند په ريګ روان سیمه کې شوې ده.

د سرچينو په حواله، ياده نښته د ناڅرګندو وسله والو او طالبانو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب وژل شوی او دوه ناڅرګند وسله وال وژل شوي دي.

په کاپيسا کې د طالبانو وياند کريم الله وثیق بيا په دې نښته کې د دوو ملکیانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی.

وثیق د نښتې مقابل لوری وسله وال غله ګڼلي، خو ځينو ځايي خلکو دغه وسله وال د طالبانو مخالفین ياد کړي او ويلي، چې هغوی پر طالبانو برید کړی و.

په ياده سيمه کې دوه اونۍ مخکې، د یوې دیني مدرسې دوه استادان د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.

کاپیسا له هغو ولايتونو څخه دی، چې ویل کیږي د طالبانو مخالفه ډله ( مقاومت جبهه) پکې فعاليت او نفوذ لري.

طالبان بيا دا ادعاوې ردوي او وايي په هيڅ ولايت کې يې وسله وال مخالفین ثابت مرکزونه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب