شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچين له افغانستان سره د کرونا د واکسين او خوراکي توکيو تازه...

چين له افغانستان سره د کرونا د واکسين او خوراکي توکيو تازه مرسته اعلان کړه

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ ‏چينایي چارواکو نن له افغانستان سره د کرونا ويروس او فقر په وړاندې مبارزه کې تازه مرسته اعلان کړه.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو وايي چې هېواد یې د ۴.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې افغانستان ته لېږدوي.

هغه د دې مرستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

 بل لور ته: په چين کې د افغانستان سفير جاويد قایم ويلي، چې چينايي چارواکو نن د کرونا ويروس یو میلیون دوزه واکسينو مرسته ورسپارلې ده.

هغه ويلي، چې دا مرسته يې افغانستان ته واستوله، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

افغانستان په وروستيو کې د فقر د شدت تر څنګ د کرونا ويروس له پراختيا هم ځوريږي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، په افغانستان کې تر ۲۴ ميليونه پورې خلک سخت وږي دي او تر ۳ ميليونه پورې ماشومانو سمدستي د سختې خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

له دې سره، پر چين او د طالبانو په ګڼو نورو ملاتړو هېوادونو نیوکه ده، چې د طالبانو د ملاتړ د تمثیل باوجود په هغه ډول د افغانستان له فقر ځپلو خلکو سره مرسته نه کوي، چې تمه يې کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب