سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهملالې یوسفزۍ له بلینکن څخه وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو...

ملالې یوسفزۍ له بلینکن څخه وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار لپاره اقدام وکړي

تاند(سې شنبې، د قوس ۱۶مه) د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په کتنه کې د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې ټولګیو او کارځایونو ته د افغان نجونو او ښځو د بېرته ستنېدو لپاره اقدام وکړي.

د سي این این د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ مخکې تر دې چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې له انتوني بلینکن سره وویني، وویل «حاضردمه افغانستان یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې له ابتدايي زده کړو وروسته د تعلیم حق نه لري.»

د طالبانو حکومت د پلازمېنې په شمول په اکثرو ولایتونو په ځانګړي ډول په پښتني ولایتونو کې نجونې نه پرېږدي چې له شپږم ټولګې پورته زده کړې وکړي.

ملالې یوسفزۍ وویل «دوی له زده کړو منع شوي، او زه له افغان نجونو او ښځو فعالانو سره په ګډه کار کوم او دوی یو پیغام لري چې باید د کار کولو حق ورکړل شي. دوی باید پرېښودل شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.»

ملالې یوسفزۍ همداراز وویل، هیله لري چې د یوې پنځلس کلنې افغان نجلۍ لیک، چې ولسمشر جو بایډن ته په خطاب کې لیکل شوی دی، هغه ته وسپاري.

ملاله یوسفزۍ وايي، دا لیک د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله پر افغان نجونو د اغېز په اړه دی.

ملاله یوسفزۍ، چې د خیبرپښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکې ده، په ۲۰۱۲ م کال د پاکستاني طالبانو په حمله کې سخته ټپي شوه.

دې په ۲۰۱۴ م کال د ښځو او نجونو د تعلیم لپاره د هلوځلو په خاطر د نوبل د سولې جایزه وګټله.

دې بلینکن ته وویل «موږ هیله لرو چې د امریکا متحد ایالتونه به له ملګروملتو سره یوځای فوري اقدام وکړي چې ښوونځیو ته د نجونو او کار ته د نجونو او ښځو تګ ژر تر ژره یقیني شي.»

بلینکن په ځواب کې وویل چې ده ډېر غوښتل چې له اغلې یوسفزۍ سره د هغو کارونو په اړه خبرې وکړي چې دې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب