تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』د آزادو سیالیو اتل افغان لوبغاړی احمدولي هوتک نن هېواد ته ستون شو.
هوتک لوبو ته تر ستنېدو له درې کلن ځنډ وروسته په وروستۍ سیالۍ کې خپل روسی سیال مات کړ.
کابل نړیوال هوايي ډګر ته د هغه ښه راغلاست او هڅونې په موخه ګڼ شمېر هېوادوال ورغلي دي.
احمدولي هوتک ټولټال ۱۲ سیالۍ ترسره کړي، چې ۱۱ یې ګټلې دي.
احمد ولي هوتک تر بریا وروسته داسې مهال هېواد ته راستنېږي، چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال اګسټ کې د «شرعي» دلایلو له مخې هېواد کې پر فري فایټ سیالیو بندیز لګولی دی.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې د ازادو سیالیو بل افغان لوبغاړي واحدالله نژند خپل تاجکستاني سیال فریدون شوخ نظروف ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ د المان په هامبورګ ښار کې د اوکتاګون سازمان تر چتر لاندې ترسره شوه او نژند په دویم رونډ کې خپله سیال ناک اوټ کړ.