تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』طالبان وایي، چې پاکستان له کوم دلیل پرته د غلام خان ځمکنۍ بندر لاره نن وتړله.
د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وایي پاکستاني لوري دغه لار د هر ډول تګ ـ راتګ پر مخ وتړله.
عابدالله عقاب زیاتوي، چې پاکستاني لوري د تړلو دليل نه دی روښانه کړی؛ خو د نامعلومې مودې لپاره يې د دې بندر لاره وتړله.
نوموړي وایي په زیات شمېر موټر هلته د لارې خلاصون ته په انتظار دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په خوست ولایت کې د غلام خان بندر لاره د افغانستان د بار وړونکو موټرو پر مخ تړي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځلې دا لار تړلې ده.
پاکستان داسې مهال دا بندر وتاړه چې بل لورته په پاکستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان سوداګریز کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خان جان الکوزی وایي، په دې کانټینرونو کې چې وارداتي خوراکي توکي شامل دي، د توکو د څېړنې د ځنډ او د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله بند پاتې دي.
نو د چین هیواد په همکاری د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ډار سره د متقي غونډه او له افغانستان همکاری وعده د څه لپاره ،
نو موږ باید د هند سره په اړیکو کې تیزوالی زیات کړو او ایران د چابهار دهلیز باندې همغږي زیاته کړو
د نورو آسیایی هیوادونو له لاري د پاکستان موټرو باندې لاری وتړو د لږي مودی لپاره نه بلکه د تل لپاره ترڅو د نړیوال سوداګریز سازمان ته هند یا ایران له ادرس خپل شکایت وکړو او خپل اقتصادي زیانونو په اړه په تیره بیا له هغه ورځي وروسته چې موږ له پاکستان سره ددې سازمان په همغږي لاسلیک شوي د همدې قرارداد او ددې سازمان د اصولو او قوانیو په اساس غرامت هم تری وغواړو
ای تف لعنت په طالب موزي. تر څو به سرټيټئ تور پنجابي ته ولاړ یې . خو ته هم ټولې لارې وتړه 😡
طالب ګله! ته خو اکوړی نه فارغ شوی ېې او هم دا ېوه خبره دی کلکه نېولی چی ټول مسلمانان سره ورورنه دی خو تا په مدرسه کی دا نه دی لوستی چی د ورونو تر منځ د تره ځامن ، تربوران او دښمنان هم شته. ته چی ترڅو په دی پوهېږی نو ستا به ېې چاره کړی وی.