Homeخبرونهاقتصادي خبرونهالکوزی: کراچۍ بندر کې تر ۱۲۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتي

الکوزی: کراچۍ بندر کې تر ۱۲۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتي

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』‏د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر ۱۲۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتې دي.

د دې خونې رئیس خان جان الکوزی زیاتوي، چې دا کانټینرونه د توکو د څېړنې د سست بهیر او ګڼې‌ګوڼې له امله بند پاتې دي.

الکوزی زیاتوي،چې په دغو کانټینرونو کې تر ډېره خوراکي توکي بار دي.

نوموړی د پاکستان له حکومته غواړي چې د دغو کانټینرونو د ارزونې بهیر ګړندی کړي.

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولینو دغه راز ویلي، چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې په یاد بندر کې د کانټینرونو د ګړندۍ ارزونې ژمنې کړې وې، خو وايي اوس دا بهیر خورا سست روان دی.

سرچینه زیاتوي چې ورځ نه بلې ته د موټرو ګڼه‌ګوڼه زیاتېدونکې ده.

د نظر خاوندان وایي، پاکستان تل له افغانستان سره دروغي ژمنې کړي او هڅه یې کړې ده، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د نظر خاوندان زیاتوي، چې پاکستان په سیاسي موخو کې تل د افغانستان پر وړاندې سوداګریز اړخ د یو فشار په توګه کارولی، چې له امله یې هم ځان او هم افغان سوداګرو ته زیان اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...