تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د بلوچستان ایالت په ژوب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله څلور تنه مړه شوي او یو بل ژوبل دی.
راپورونه زیاتوي، چې دا پېښه د ژوب ولسوالۍ په «سلیازه» سیمه کې شوې، چې څلور ښځې پکې مړې او یو ماشوم ژوبل شوی دی.
د معلوماتو له مخې دا کورنۍ د تفریح په موخه راوتلې وه او موټر یې د شدید ورښت پرمهال سېلابي اوبو وړی دی.
بل لورته د بلوچستان مرکز کوټې په ګډون کلات، خضدار، لسبیله، سوراب او بارکان سیمو کې هم بارانونه شوي، خو له ژوب پرته نورو سیمو کې د سر زیان اوښتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
له دې مخکې د خیبر پښتونخوا په سوات او ملاکنډ ولسوالیو کې د جمعې ورځې د سختو اورښتونو له امله ناڅاپي سېلابونه راووتل، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۶ کسان اوبو وړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې یوه کورنۍ چې د پنجاب له سیالکوټه سوات ته د چکر لپاره تللې وه، د سېلابونو په څپو کې غرقه شوې.
مسوولینو ویلي، چې د هغو ۱۶ کسانو له ډلې، چې د جمعې پر ورځ سهار د سوات په سیند کې ورک شوي وو، تر دې دمه د ۹ کسانو جسدونه موندل شوي، او درې تنه ژوندي ژغورل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د پاتې څلورو کسانو د موندلو هڅې لا روانې دي.