تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي وایي، ایران دا وړتیا لري چې په څو میاشتو یا ان له هغې هم کم وخت کې، بېرته د یورانیمو غني کول پیل کړي.
ګروسي د امریکا «سي بي اېس» شبکې سره په یوه مرکه کې دا خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، که څه هم د ایران اټومي تاسیسات د امریکا او اسرائيل په بریدونو کې زیانمن شوي؛ خو تهران ښایي وکولای شي ځینې سانتریفیوژونه بېرته فعال کړي.
ګروسي زیاته کړه: “لا هم نه ده روښانه چې د ایران د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه لوړ غني شوي یورانیم برخه چیرې ده.”
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ جمعه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، پر ایران یې د بندیزونو لرې کېدو پلان ځنډولی.
هغه ویلي، که تهران د یورانیمو غني کول پرېنږدي نو د دوی له لخوا به بیا پرې بمبارۍ وشي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، ټرمپ وروسته له هغې دا څرګندونې کړې دي، چې خامنه اي له اوربند وروسته د خبرو په مهال تېره جګړه کې ایران بریالی وباله او ټینګار یې وکړ، چې ایران به هېڅکله تسلیم نه شي.
خامنه اي ویلي و، چې ایران د امریکا په مخ څپېړه ورکړه.
بل لور ته؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د ټرمپ دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ایران د رهبر په اړه باید له غیرې محترمانه خبرو ډډه وکړي.
دغه راز ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز او سياېناېن د هغو خبریالانو د شړلو غوښتنه هم کړې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې د امریکا وروستي برېدونه بې اثره بللي وو.
ټرمپ وروسته له هغه دا غوښتنه کړې، چې ځینو رسنیو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا وروستیو برېدونو په اړه د دغه هېواد د دفاع وزارت د استخباراتي ارزونو پر بنسټ راپور ورکړی و چې د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول نه دې ویجاړ شوي.