جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاسراییل د غزې په شمال کې فلسطینیانو ته د تخلیې امر کړی

اسراییل د غزې په شمال کې فلسطینیانو ته د تخلیې امر کړی

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』‏د اسراییل پوځ نن یکشنبه د غزې په شمال کې فلسطینیانو ته امر کړی، چې خپلې مېنې تخلیه کړي څو د حماس پر ضد د سختو عملیاتو پلان عملي کړي.

دا امر تر ډېره جبالیا او د غزې ښار برخو ته راجع شوی دی.

ځایي ډاکټران او عیني شاهدان وایي، پر جبالیا د اسراییل بمباریو له امله څو کورونه نړېدلي او ۶ تنه وژل شوي.

په ورته مهال د خان یونس په سویل کې هم د بې ځایه شویو پر یوه مېشت غالي د اسراییلو برید کې ۵ تنه وژل شوي دي.

د تخلیې امر داسې مهال خپرېږي، چې بل لورته ډونالډ ټرمپ بیا غزه کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې او پر اوربند او د یرغمل شویو پر آزادېدو یې ټینګار کړی.

خو د اسراییل پوځ ویلي، چې دفاعي ځواکونه به د غزې شمالي سیمو کې له شدت ډک عملیات وکړي.

د اسراییل تر بریدونو وروسته د غزې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه له ۵۶ زره زیات فلسطینیان وژل شوي، له ۱۲۰ زرو زیات ټپيان شوي او شاوخوا ۲.۳ میلیونه وګړي بې‌ ځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب