Homeخبرونهد کابل او کوالالامپور ترمنځ د همکاریو په پراخولو خبرې وشوې

د کابل او کوالالامپور ترمنځ د همکاریو په پراخولو خبرې وشوې

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۸مه』د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم له لوري کابل ته رالېږل شوي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.

د طالبانو د ‏بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی،چې دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د کابل او کوالالامپور ترمنځ د همکاریو په پراخولو خبرې کړې دي.

متقي ویلي، چې د افغانستان اړیکې له نړیوالې ټولنې سره د پراخېدو په حال کې دي.

له بلې خوا مالیزیایي پلاوي هم د د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراخېدو ټینګار کړی.

یاد پلاوي هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي کابل او کوالالامپور ته سفرونه وکړي.

مالیزیایي پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې له دې وړاندې د مالیزیا لومړي وزیر ویلي و، چې وخت را رسېدلی څو نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...