جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان د پي او آر کارت لرونکو د اقامت موده غځوي

پاکستان د پي او آر کارت لرونکو د اقامت موده غځوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) د پاکستان پوځ ته یوه نژدې رسنۍ وايي، یوه طرحه د دغه هیواد کابینې ته استول شوې چې د هغو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده شپږ میاشتې نوره هم وغځوي چې د استوګنې د ثبوت (PoR) کارتونه لري.

سما د رسمي سرچینو په قول نن (یکشنیې) وویل، د پاکستاني چارواکو د لوړې کچې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع وڅېړل شوه چې PoR کارتونه لري. په دې غونډه کې د قبایلي سیمو او سرحدونو د وزارت (Safron)، د بهرنیو چارو وزارت ، د کورنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو چارواکو ګډون کړی و.

ګډونوالو د PoR کارت لرونکو لپاره له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې د قانوني پاتې کېدو د مودې د غځولو موضوع وارزوله.

سرچینو تایید کړه چې د شپږو میاشتو د تمدید سپارښتنه به کابینې ته وړاندې شي.

غونډې ته ویل شوي چې د پام وړ شمېر افغان وګړي په پاکستان کې زېږېدلي دي او دلته کاروبارونه او جایدادونه لري.

همداراز یادونه وشوه چې دغو کسانو ته اړتیا ده چې خپل جایدادونه وپلوري او کاروباري چارې بندې کړي، او همدا دلیل دی چې د هغوی د پاتې کېدو د مودې د غځولو وړاندیز شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب