دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتوریونلیکدوه ورځې په هامون کې/ بصيرالحق عادل

دوه ورځې په هامون کې/ بصيرالحق عادل

(له هلمنده تر نيمروه يونليک)

په دغه ورځ يو څه ستړی وم، د برېښنا په تلو سره مې سترګې وغړولې. له خوبه وېښ شوم، کمپيوټر مې روښانه کړ، څو شېبې وروسته د هلمند مدني ټولن مشر سردار محمد همدرد دفتر ته راننوت، وار له مخه يې راته وويل:

درځه ځو نيمروز ته.

ما ورته وويل: نيمروز ته؟

ــ هو

ــ ناوخته دی سهار به لاړ شو.

1ــ وختي دی، دومره لار هم نه ده ماښام رسېږو.

زه او همدرد صيب په خبرو و چې د هلمند مدني ټولنې وياند حزب الله خاموش دفتر ته راغی، هغه هم د نيمروز د سفر په پلان کې نيول شوی و. زړه نا زړه وم، خو د دوی ټينګار مجبوره کړم چې د سفر پرېکړه وکړم، خپلې مورجانې ته مې زنګ وواهه، اجازه يې نه راکوله، ځان مې ورته ماشوم کړ، زارۍ مې ورته وکړې او باالاخره يې په زړه نا زړه اجازه راکړه.

ماسپښين درې بجې وې، لمر هم تود و، د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد، حزب الله خاموش او زه موټر ته پورته شو. خاموش صيب مو خپل موټروان وټاکه، نېغ ولاړو بېټ ون ته، هلته مو د ژوندون تلويزون خبريال او د هلمند نيوز مسؤل ګل احمد احسان هم راپورته کړ. د کندهار ا و هلمند عمومي لار مو ونيوله، خدای ج ته مو د خير لاسونو په لپه کولو لښکرګاه پرېښوده.

پرېکړه مو وکړه چې لومړۍ شپه به نيمروز ته رسوو، زموږ له ډلې فقط حزب الله خاموش نيمروز ته کلونه وړاندې تللی و، خاموش صيب موږ ته ويلي و چې نيمروز ته ۲۰۰ کيلومټره لار ده، خو وروسته پوه شو چې ټوکې يې کولې. ګرشګ ته پر لاره مو په خبرو خبرو وخت له لاسه ورکړی و، ناوخته و، د لارې نا امني موږ ته لويه اندېښنه وه. بالاخره ګرشک کې د شپې پاتې کېدو ته يوه خوله شولو.

ماذيګر مهال و، لمر د شین اسمان له غېږې جلا کېده، د ګرشک مستې هوا مو بدنونه لمس کړل. ګرشک د هلمند نسبتاً پرمختللې ولسوالۍ ده، خلک يې متمدن دي، ښکلي دي. د ګرشک ولسوال فهيم موسی زي سره په اړيکه کې شولو، نوموړی د يو کميسون سره د ګرشک په بازار کې مصروف و، ولسوالۍ ته يې د تللو لارښونه راته وکړه، ماذيګری مو د ګرشک ولسوالۍ مقام کې تېر کړ، د ماښام تر لمانځه وروسته ولسوال صيب هم راورسېد. تر جوړ پخير وروسته مو د هلمند او ګرشک په روانو حالاتو خبرې وکړې، ډوډۍ مو وخوړله، تر ډوډۍ وروسته تصادفاً په هلمند کې د سباوون راډيو تلويزيون مشر بريالی هلمند له ملګرو سره راننوت. تر ستړې مشئ وروسته ښاغلي فهيم موسی زي د ګرشک برېښنا بند ته وروستو. په بند برق کې مو له هندي انجينرانو سره خواله وکړه، سېر چای مو ورسره وخوړې، دوی د خپلې پروژې په اړه مالومات راکړل. خو وار له مخه يې د قراردادي شکايت وکړ چې د دوی په خوښه کار نه کوي. له دوی سره تر لږ بنډار وروسته بېرته ولسوالۍ ته راغلو.

د ماخستن تر لمانځه وروسته مو په بېلابېلو موضوعاتو تودې خبرې وکړې، خو زه خوب لېونی کړی وم. سترګې مې پټې پټې کېدې. تر يوې بجې له دوی سره وېښ وم، خو زوره ور خوب بلې نړۍ ته وروستلی وم. سهار د مبايل په شرنګ لمانځه ته راوېښ شوم، ملګري ويده و، تر سهارنۍ خوړلو وروسته مو نيمروز ته د تګ موزې پر پښو کړې.

د ګرشک بازار سره مو په داسې مهال خدای ج پامانۍ وکړه چې لمر خپلې سستې وړانګې د ګرشک په نيمه خټينو دېوالونو شيندلې وې.

له ښورابه تېر شولو، د هلمند او نيمروز ترمنځ ګډه پوله مو تر پښو لاندې کړه. دغه وخت کې ځينو ملګرو د نا امنۍ څخه د اندېښنې خبرې پيل کړې خو يوازې ټوکې مو کولې، حزب الله خاموش مو موټرچلوونکی و، زه ورسره مخکې ناست وم، همدرد صيب او احسان صيب وروستي سېټ کې ناست ول. کله کله به خاموش صيب وويل: که ناڅاپه وسله وال راباندې راووتل او ځان سره يې بوتلو نو داسې به کوو، هغسې به کوو، احسان به بيا وويل: که په کمين کې ونښتو نو څنګه به ځان ژغورو، لنډه دا چې ښه تود ګپ مو جوړ کړی و، کله به يو ملګری د ټوکو لپاره کرکټر وټاکل شو او نورو به پرې ټوکې کولې، کله به بيا بل وټاکل شو.

همدرد صيب د خاموش صيب د موټر چلونې څخه ډاډه او خوښ نه و، خاموش هم احتياط نه کاوه، پر لار روان و، همدرد صيب د يو چا کيسه راته شروع کړې وه، ټول ورته غوږ غوږ و، ښه ښه مو ورته کول، فکرونه مو د همدرد صيب کيسې له ځان سره وړي و چې ناڅاپه درز شو.

خاموش په ناپامۍ موټر په يو جمپ کې وهلی و، د همدرد صيب څخه کيسه پاتې شوه او تر اوسه يې ونه کړه.

د غرمې ۱۱ بجې وې، لمر تود و، د سړښت تمه ترې نه کېده، چې د دلارام ولسوالۍ ته ورسېدو، د دلارام په اړه مو ډېر راپورونه اورېدلي و، خو لېدلې مو نه وه، د موقيعت په لحاظ د پام وړ ولسوالۍ ده، د هرات، فراه، نيمروز ولايتونو لوی لارې د دغې ولسوالۍ سره نښلي، ويل کيږي دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو قاچاق هم ډېر دی، خو موږ په ښکاره ډول څه ونه ليدل.

تلاشۍ ته ستړي ستړي ورښکته شولو، نور نو د خاموش صيب موټرچلونه ختمه شوه، همدرد صيب په خپله خوښه د موټر شترينګ مهار کړ، په لومړيو کې کرار روان و، خدای ج شته، زما نفس تنګ شو، خو له لږ ځنډ وروسته چې ما د موټر د ځغاستې ستن ته وکتل پر ۱۷۰ پرته وه او د اېرکنډېشن يخې هوا زما مخ لمساوه.

کله چې مو موټر چلوونکی بدل کړ، يو بل کار مو هم وکړ، ګل احمد احسان مو د سفر امر وټاکه. فيصله مو په دې وکړه چې احسان صيب هر څه ويل منل کيږي به، خو خاموش د ډېرې شوخۍ څخه د احسان امر ته مرۍ نه غځوله، زموږ د هرې خبرې يې په دې خاطر مخالفت کاوه چې ګپ جوړ کړي او ټوکې وغځوي، د سفر تر پای مو دغه حال و.

د خدای ج دښتې وې. پر سينه يې موږ مزل کاوه، له طبعي سيمو مو خوند او مزه اخيسته، ښه تود بنډار مو موټر کې جوړ کړی و، کله کله خو به يو ملګري په لوړ غږ يوه سندره زمزمه کړه. همدرد صيب راته د عمان هېواد کيسه وکړه، نوموړی څه موده مخکې هلته تللی و، هلته يې د موټر چلونې په اړه راته وويل، چې د موټر چلونې پر وخت د عمان هېواد ترافيکو په دې خاطر سل درهمه پارچه پرې کاټ کړې وه چې همدرد صيب د موټر چلونې پر وخت ځان نه و تړلی، تر دې وروسته همدرد صيب ټوکې پيل کړې، ويل يې زه په موټر چلونه کې ډېر تکړه يم، په ټولو اصولو يې پوهېږم، تر ما نامي استاد نشته. ما ورته وويل: همدرد صيب رښتيا هم چې په موټر چلونه کې ډېر تکړه يې ځکه په عمان هېواد کې ترافيکو پارچه درکړې، هههههههه.

زما په دې خبره همدرد صيب او نورو ملګرو ښه شېبه وخندل او له بېلابېلو ټوکو مو خوند اخيسته.

لمر نور هم تود شوی و، د نيمروز غور غوري ولسوالۍ ته ورسېدو، دا د نيمروز هغه ولسوالۍ ده چې د سردار داود خان په د واکمنۍ پر مهال د نیمروز ولايت مرکز ټاکل شوی و، دلته مو ځينې خوړن توکي او څښاک توکي راواخيستل، اوس نو زرنج ته سل کيلو متره لاره پاتې ده. د خړې دښتې پر سينه مو موټر ځغلونې ته دوام ورکړ، خدای ج شته پر دغه لار راته د نا امنۍ ځينې اندېښنې هم پيدا شوې، همدرد صيب به ملګرو ته ډاډ ورکاوه، او ويل به يې که کوم وسله وال مخته راغلل لومړی به ورته موټر ښه کرار کړم، دوی به داسې فکر وکړي چې موټر ودرېد، کله چې دوی ښه ډاډه شول نو زه به موټر ګېر کړم، هغه د چا خبره موټر به والوزووم.

د غرمې دوه بجې کېدونکې وې، د زرنج رېګونو زموږ د موټر هندارې ښکل کړې، نيمروز په دښت کې پروت ولايت دی. د فراه او هلمند ولايتونو سره او د ايران او پاکستان هېوادونو سره ګډه پوله لري. د ايران هېواد سره د ورېښمو پل په واسطه نښلول شوی دی، دا هغه ځای دی چې د هلمند مست سيند پر ايران خپله خوله لګوي او هامون هغه سيمه ده چې د هلمند سرشاره رود پکې غرقيږي.

موږ د زرنج ښار ته دننه شولو، ستړي و، ګرمي وه، په هلمند کې د سلام وطندار راډيو خبريال صفت الله زاهدي او د هېواد تلويزيون خبريال نثار احمد احمدي تر موږ يوه ورځ مخکې نيمروز ته د کاري سفر په موخه ورغلي و، له دوی سره مو اړيکه ونيوله، باور يې نه راته چې موږ په نيمروز کې و، له مسخرو يې وويل د سرحدي زون مېلمستون ته ورشئ، هلته هر څه امکانات شته، زاهدي صيب نه پوهېږم څه ډول مسخرې موږ سره کولې، خپل ځای يې نه راښوده، خو نه پوهېږم چې په پرلپسې اړيکو نيولو د زاهدي صيب شمېره ولې له ساحې ووتله!!؟.

د زرنج په ښار کې په موټر کې ناست و، کرار روان و، که څه هم ستړي و، خو غوښتل مو د ښار تر پای ځان ورسوو، ترڅو د ښار د ليدو تلوسه مو ختمه شي، د نيمروز والي حاجي امير محمد اخندزاده مو له خپل ورتګ خبر کړ، ډېر خوشاله شو، په بېړه يې د ولايت مېلمستون وغوښتلو، د ولايت د موټرو په تم ځای کې مو خپل موټر ودراوه. ستړي ستړي ترې راښکته شولو، مېلمستون د والي صيب دفتر سره نږدې و، ترمنځ يې فقط سړک و، موږ او والي صيب د مېلمستون په دروازه کې په داسې حال کې مخامخ شولو چې والي صيب له خپل دفتر د مېلمستون پر لور ور روان و چې موږ ور ورسېدو.

له لږ شېبې دمه جوړولو وروسته ډوډۍ تياره شوه، ګرمي وه، ستړي و، يخې شلومبې هغه څه و چې په دغه شېبه کې موږ له خدای ج غوښتل، يو يو جېک مو پر سر واړو، تر غرمنۍ خوړولو وروسته مو د والي صيب سره لږه شېبه بنډار وکړ، د نيمروز په اړه مو عمومي پوښتنې ترې وکړې. دا چې موږ ستړي و نو د والي صيب په لارښوونه ازادۍ مېلمستون کې راته ښکلې خونې وښودل شوې، هلته ولاړو، مېلمستون د تېر حکومت په لومړيو کې جوړ شوی و، خو په دومره ښه کيفيت جوړ و تا به ويل چې پرون يې د رغونې کارونه پای ته رسېدلي، زه او همدرد صيب يوه خونه، خاموش صيب او احسان ته بله خونه وښودل شو، خونې کوچنۍ وې، خو ښکلې وې، دوه چپرګټونه پکې پراته و، اوړی و خو يخې وې، ښه د خوب په ارمان وې.

1د ماسپښين له لمانځه کولو وروسته خورې تڼۍ پرېوتلو، له ځانه نه و خبر شوي چې څومره بې واکه خوب مو وکړ خو د ماذيګر لمانځه ته وېښ شولو.

مازيګری مو د نيمروز بازار کې په ګرځېدو تېر کړ، ماښام مهال د نيمروز او ايران ترمنځ ګډې سرحدي کرښې ته ولاړو، د ورېښمو لوی لار د دواړو هېوادونو ګډه پوله ده، د هلمند مست سيند مو نيمروز کې وليد چې په ډېره سپين سترګۍ د ايران پر خاوره خوله لګوي، څو شېبې مې زړه ښه درد وکړ، چې زموږ ډېرې اوبه په رڼا ورځ ايران ته ورځي او هغوی يې بېرته پر موږ پلوري.

د هلمند پر سيند پروت پُل تر نيمايي ورغلو، هغه د چا خبره د ايران پر خاوره مو پښې کېښودې، دا پُل نيمايي د افغانستان دی او نيمايي د ايران په ولکه کې دی، د پُل منځ يې وېش دی.

1لا په ښار کې و، د ولايت له لوري زنګ ووهل شو، ويل يې موږ او تاسو د يو بل ملګري مېلمانه يو، د ولايت مېلمستون ته ولاړو، والي صيب موږ ته انتظار کاوه، د ولايت ځانګړيو موټرانو ته پورته شولو، د نيمروز د رڼاګانو په شعاو کې له بېلابېلو کوڅو تېر شولو، هغه ځای ته ورسېدو چې مېلمستيا پکې شوې وه.

لوی باغ و، ټينګ امنيت يې نيول شوی و، ښايسته ښايسته ځوانان پکې راټول و، د مېلمنو د ناستې لپاره بېلابېلو چمنونه جوړ و، د چمنو په منځ کې بېلابېلې لوی لوی اوسپنيزې جنګلې هم جوړې وې، ورپورته کېدو لپاره ورته ښکلې ښکلې زينې وې، په اوسط ډول هره جنګله کې د دولسو کسانو د کښېناستو ځای و، باغ کې بېلابېلې مېوه يې ونې هم ولاړې وې، لوی حوض د دغه ځای ښکلا نوره هم ډېره کړې وه، موږ خپل ملګري جلا جنګله کې کښېناستلو ازاد بنډار مو کاوه، والي صيب له سپين ږيرو سره کښېناست، د يو ملګري له خولې دغه باغ يو هلمندي د ځوانانو د تفريح او ساتېری لپاره جوړ کړی دی، خو نن شپه موږ پکې مېلمانه و.

1ښه ډوډۍ مو وخوړله، رخصت مو ترې واخيست، ترټولو ډېر خوند مو له امنيت او برېښنا اخيسته، نيمروز دوه لوی ښې ځانګړنې لرلې، لومړی امنيت او دوهم ۲۴ ساعته برېښنا، برېښنا د ګاونډي هېواد ايران څخه ورکول شوې وه.

1د لومړۍ شپې لږه برخه مو د والي صيب سره د ولايت مېلمستون په دالان کې خبرې اترې وکړې، بيا خپلو اطاقونو ته ولاړو، مېلمستون داسې جوړ و چې د ټولو اطاقونو دروازې يو ښکلي حال ته راماتې وې، لوی تلويزيون هم په يو دېوال پورې نښتی و، موږ څلورو ملګرو، ((همدرد صيب، خاموش صيب، احسان صيب او زه)) دلته مو د شپې تر ناوخته بنډار وکړ، خوبولي خپلو اطاقونو ته ولاړو، بې غمه وغځېدلو.

د سهار تر لمانځه کولو وروسته بيا ويده شولو، د جمعې ورځ وه، لس بجې وې چې د سهارنۍ لپاره وېښ شولو، تر سهارنۍ خوړلو وروسته بيا ښار ته ووتلو، نيمروز کې د انصاري په نوم ښارګوټي ته ورغلو، لا نوی و، ودانيزې چارې يې سرته نه وې رسېدلې، د ښارګوټي په منځ کې خوړنځای ته ورغلو، څو شېبې مو پکې تېرې کړې، د يو سپين ږيري لخوا زموږ د پام بدلولو لپاره موسيقي وغږول شوه، موږ هم په چکچکو بدرګه کړ، دا سپين ږيری د دغه خوړنځای مشر هم و. د باندې راووتلو، د نيمروز ټول ښار مو ګز وګام کړ، ګوټ په ګوټ پکې وګرځېدو، کله به مو يو ملګري باندې ټوکې شروع کړې، کله به مو بيا بل د ټولو مرکز وټاکه، پر صفت الله زاهدي مو ښې ټوکې وکړې، اخر مو احساساتي کړ.

ټاکنده غرمه وه، د ولايت مېلمستون ته ولاړو، يوه شېبه مو غرمنی خوب وکړ، ماذيګر نږدې د نيمروز ملي راډيو تلويزيون ته ورغلو.

د راډيو تلويزيون ودانۍ پخوانۍ وه، امر يې نه و کابل ته تللی و، د سرپرست لخوا مو پوښتنې ځواب شوې، د والي اميرمحمد اخندزاده لخوا ورسره يو څه مرسته شوې وه، خو د تشکيل، ترانسپورت او ناسم مديريت ستونزې يې لرلې.

د خواشينۍ خبره دا وه چې نه يې په پښتو ژبه خبرونه درلودل او نه خپرونې، زموږ د ارزونې له مخې يې کارکوونکي غير مسلکي، دغه برخې سره تر ډېر نابلده خلک و، د خبر جوړونې لارې چارې نه وې ورمالومې، ګنې خپله زموږ ورتګ د دوی لپاره يو خبر و، حتی دوی وويل چې دولتي چارواکو په پروګرامونو او غونډو هم نه خبرېږو، داسې ورځ هم راشي چې هيڅ خبر نه وي. زموږ ملګرو له دوی سره ځينې مشورې شريکې کړې، لارښوونې مو ورته وکړې او په پښتو ژبه کې د خپرونو د پيلېدو مو هم ورته وويل.

1مازيګر ناوخته مو د راډيو تلويزيون له کارکوونکو سره خدای ج پاماني وکړه، زموږ يو ملګري د نيمروز د پوهنې له رئيس سره پېژندل، هلته ورغلو، نوموړی په يو شخصي اپارتمان کې اوسېده، زموږ په ورتلو ډېر خوشاله شو، دده سره مو ماذيګر ناوخته مېوه وخوړه، د ماښام د اذان پر مهال مو ترې رخصت اخيسته خو په وچ زور يې کښېنولو او وې ويل: ما له وړاندې ستاسو لپاره ماښامنۍ جوړه کړې ده. موږ هم بې ځوابه شولو، د پوهنې له رئيس سره مو د ډوډۍ خوړولو پرېکړه وکړه، د نيمروز په پوهنيز سيستم مو ورسره خبرې وکړې، د دوی لويه ستونزه د ښوونکو کموالی و خو راته ويې ويل چې خلک يې د پوهې سره بې سارې مينه لري.

د پوهنې رئيس عبدالواحد حکمت له ښې مېلمه پالنې مو خوند واخيست، د ماسخوتن تر لمانځه وروسته مو ورسره مخه ښه وکړه، د ولايت مېلمستون ته راغلو، والي صيب زموږ انتظار کاوه.

والي صيب سره مو خبرې اترې شروع کړې، د خپل مديريت پر مهال يې د بېلابېلو پېښو خاطرات راسره شريک کړل، د هلمند روانو چارو ته يوه ګړۍ تم شولو ، بېرته مو د سکالو تمرکز پر نيمروز وکړ، په ملي راډيو تلويزيون کې د پښتو برخې د پيل او پياوړتيا او په نيمروز کې د سيستان په نوم د يوې لوی او پراخې مشاعرې پر جوړېدو را سره والي صيب ټيګه ژمنه وکړه.

د شپې لومړۍ برخه تېره وه، خپلو اطاقونو ته راغلو، زه، احسان صيب او همدرد صيب په خپلو کې په خبرو شو، په ځينو مسايلو مو تود بحث وکړ، خاموش صيب د تلويزيون په رېموټ ځان بوخت کړی و، کله به يې يو چېنل ونيو، چې خوښ به يې نه شو بل ته به يې سر ورښکاره کړ. موږ په خبرو اخته و، چې ښه ستړي شولو نو د خوبونو نړۍ غېږ کې واخيستو چې پر ځان پوهېدو د سهار د لمانځه وخت و.

نيمروز کې مو وروستی سهار و، ځانونه مو چمتو کړل.

په وروستي سهار د والي صيب دفتر ته هم ورغلو، لږه شېبه مو هلته خبرې وکړې، د والي صيب حاجي امير محمد اخندزاده له دوه ورځنۍ پښتنې مېلمه پالنې مو خوند واخيست، د ورځې يوولس بجې مو د نيمروز سره خدای ج پاماني وکړه، او پر اوږده دښته د شنه سړک پر ليکه موټر شلېدلی مزل کاوه.

پر لاره مو ښه تود بنډار جوړ کړی و، ځای پر ځای به ودرېدو، غور غوري ولسوالۍ ته راورسېدو، غرمه وه، يوه شېبه ودرېدو، د څښاک لپاره مو يو څه راخيستل چې د افغان امنيتي ځواکونو په چټکه لارښوونه د غور غوري له بازارګوټي راووتلو، وروسته خبر شولو چې په دغه بازارګوټي د دولت وسله والو مخالفينو د حملې پلان درلود.

دوه بجې وې، د لمر د تودوخې سره هيڅ نه کېدل، ستړي و، دلارام کې ماسپښين لمانځه ته ودرېدو، تر لمانځه وروسته راته يو سپين ږيري هټيوال مستې تيارې کړې، دا زموږ غوښتنه وه، د مستو سره د تودې ډوډۍ مزه مې له وزيرانو سره يو ځای ډوډۍ خوړولو کې هم نه وه ليدلې، خو نه پوهېږم نثار احمدي ولې د مستو څښلو څخه انکار وکړ، دلته مو ملګرو سره ټوکې وکړې ورته ومې ويل په ژوند کې په لومړي ځل يو هلمندی وينم چې له مستو او شلومبو څښل يې نه خوښيږي.

مزل و، خدای راترغاړې کړی و، خو د ملګرو ګپ شپ مو سفر شېبه په شېبه لنډاوه، نږدې درې بجې وې چې د نيمروز او هلمند تر سرحدي کرښو راتېر شولو، ماذيګر ته نږدې د ګرشک ولسوالۍ ته راورسېدو، يوه شېبه دلته هم له موټره راښکته شولو، له تازه هوا مو خوند واخيست، د لښکرګاه پر لور مو مزل وغځاوه، موږ څلور تنه يو موټر کې و، زاهدي صيب او احمدي صيب تر موږ وروسته بل موټر کې راروان و، پر لاره مو يو له بله سره اړيکې نيولې، ماذيګر د لښکرګاه ښېرازې ورشو ته په ورننوتلو و، روحونه مو تازه شول، ساه راپکې وچلېده، لمونځ مو د هلمند په زړه لښکرګاه کې وکړ، خپل دری ورځنی سفر مو پای ته ورساوه او هر څوک په خپله مخه ولاړو.

پای

۱۳۹۴/۳/۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب