یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د بيوټکنالوژي علم لنډ تاريخ او اهميت

د بيوټکنالوژي علم لنډ تاريخ او اهميت

محمد خالد محمدي

د بيوټکنالوژي اوماليکولر ويرولوژي متخصص

له بده مرغه تر اوسه په افغانستان کې بيوټکنالوژي  څوک په سمه توګه نه پيژني او نه ددې  اړوند سمه پوهه لري. عام خلک خو پريږدې، ان تر دې چې زموږ هغه تعليم يافته خلک چې د بهر هيوادونو څخه يې لوړې زدکړې کړي دي او په دولت کې په غټو بستونو کار هم کوي، په دې حياتي علم  نه پوهيږي او نه پرې ځانونه پوهوي.

نن سبا په نوره نړى کې بيوټکنالوژي ته خاصه پام لرنه کيږي، ان تر دې چې په خپلې کلنې بوديجه کې يوه لويه برخه دې علم ته ځانګړې کوي. زما مخکنى ليکنه کې د بيوټکنالوژي اړوند په تفصيل سره مالومات وړاندې شوي، خو دلته زه غواړمه چې په تاريخ او اهميت يې واضح کړمه، چې څنګه نور هيوادونه دې برخې ته بوديجه ځانګړې کوي او د صحت په برخه کې څنګه د بيوټکنالوژي پوهان خپل مسوليت ادا کوي.

د بيوټکنالوژي لوغت په اول ځل د کارل ارکي د يو برطاني ساينس پوه لخوا استعمال شو، په هغه وخت کې به ساينس پوهانو خام مواد په يو ګټور موادو بدلول او همدې ته يې د بيوټکنالوژي نوم ورکړی ؤ. وروسته بيا د بيوټکنالوژي علم کې سوکه سوکه پرمختګونه وشول چې اوسني حالت ته راوستول شو او  نړې کې په دې برخه کې لا نورې څيړنې هم روانې دي. د بايوټکنالوژي اساس يواځې د انسان د ضرورتونو د پوره کيدو لپاره ايښودل شوى ؤ، او د مختلفو پړاونو په نتيجه کې دې حالت ته رارسول شوې ده. د تاريخ په اوږدو کې موږ د بيوټکنالوژي درې مرحلې لرو: زړه بايوټکنالوژي، کلاسيکل بيوټکنالوژي او ماډرن يا اوسنې بيوټکنالوژي. په اوسني وخت او توليداتو کې د ماډرن بيوټکنالوژي ډير مهم رول دى.

په 1984 کې جاپان په اول ځل د انزايمونو د توليد فابريکې جوړې کړې چې د مختلفو برخو لپاره انزايمونه توليدوي.

 په کال 1986 کې د هند د ساينس او ټکنالوژى وزارت د بيوټکنالوژي لپاره ځانګړى ډپارټمنټ جوړ کړ تر څو بيوټکنالوژي  په هند کې پرمختګ وکړي. او نن ټولو ته څرګنده ده چې هند په بيوټکنالوژي کې ډير پوهان روزلي دي او د سيمې د هيوادونو په پرتله د کورونا په اړوند تحقيق په هند کې ډير چټک روان دى. ان تر دې چې د نورو په پرتله يې په تاداوي کې يو څه کاميابي هم ترلاسه کړې، چې د دې کريډټ ټول ددوئ د بايټکنالوژي پوهانو ته ځي. هند اوس په خپل ايالاتونو کې په لسګونو داسې مرکزونه جوړ کړي کوم کې چې نه يواځې د بيوټکنالوژي پوهان روزل کيږي بلکه په لويه کچه څيړنې هم تر سره کوي چې دا د هند اقتصاد سره لويه مرسته کوي او همدارنګه په بوديجه کې ورته يوه لويه برخه هم ځانګړې شوې.

 1984 کې په اسټريا هيواد کې بيوټکنالوژي دومره پر مختګ وکړ چې په شلمه  پيړې کې يې په لويه کچه توليدات شروع کړل لکه د Penicillin توليد، د سرکې توليد،mmammalian cell Technology  ، نينو بايو ټکنالوژي او داسې نور.

 هانګري هيواد په 1912 کې په لويه کچه د واکسينونو توليدات د ميکروبونو او نباتاتو څخه د بيوټکنالوژي په مرسته شروع کړل. دا توليدات دومره لوړ شول چې د دوهمې لوې جګړې پر وخت يې نورې نړې ته د واکسينونو صادرات شروع کړل. دوئ په بيوټکنالوژي کې دومره پر مختګ وکړ چې په اول ځل د  vitamin B12    توليد شروع کړ، کوم چې د وينې د کمښت د ناروغيو په تادوي کې  مهم رول لوبوي.

په 1975 کې اول ځل د بيوټکنالوژي په مرسته مونوکلونل انټې باډيانې(Monoclonal Antibodies)  توليد شوې. نن سبا دا انټې باډيانې د ناروغيو په تشخيص او درملنه کې خورا مهم رول لري، ان تر دې چې ددې انټې باډيانو نه بغير د بعضو مهمو ناروغيو تشخيص هم ممکن نه دى.

د بيوټکنالوژي استعمال نن سبا دومره ګټور او موثر دى چې په نړې کې هره فابريکه دا ټکنالوژي استافده کوي. نن سبا په لوړه کچه مهمې څيړنې روانې دي تر څو د بيوټکنالوژي څخه په مختلفو څانګو کې استفاده وشي لکه د درملوتوليد، د ناروغيو تشخيص، دټوکرونو توليد، زراعت، کيمياوي موادو توليد، د غذايې موادو توليد، د عدلې طب او داسې نور ډير. په لنډه توګه بيوټکنالوژي د يو هيواد د پرمختګ او سوکالى لپاره يو اړين بخش دى چې نن سبا يې تقريبا په هره څانګه کې استعمال لازمي شوې.

په دوهمې نړې والې جګړې کې د ټپيانو د تاداوي لپاره يواځينۍ درمل Penicillin  ؤ چې ډيرى ټپيان پرې د مرګ څخه  بچ شول، او دا توليد د بکترياو څخه په لوړه کچه د بيوټکنالوژي په مرسته ممکن شو. او همدا يې علت ؤ چې د دوهمې نړې والې جګړې وروسته په نړې کې بيوټکنالوژي ته يو ځانګړى اهميت ورکول شو، او هيوادونو د بيوټکنالوژي لپاره ځانګړي ډيپارټمنټونه او وزارتونه جوړ کړل. کوم هيوادونو چې په همهغه وخت کې د بيوټکنالوژي لپاره پوهنتونونو کې فاکولتې ځانګړې کړې، نن په ساينس او ټکنالوژى کې د نورو  څخه مخکې دي. ان تر دې چې د سړې جګړې پر وخت دا فکر کيده چې بيوټکنالوژي تخنيکونه به په جنګ کې ډير موثر ثابت شي او بعضو ملکونو په دې برخه کې ډير کار هم کړى دى، چې دا يو ځانګړى بحث دى. پرمختللې هيوادونه اوس په دې کار کوي چې د جنګونو په حالت کې يا د انرژى د کمښت په وخت کې د بيوټکنالوژي څخه استفاده وکړي او خپله انرژي پوره کړي.

تر نن ورځې پورې په نړې کې تر 250 سوه پورې واکسينونه او درملونه د بايټکنالوژې په مرسته جوړ شوي دې چې د ناروغيو په درملنه کې لوې رول لوبوي. همدارنګه 13.3 ميلونه دهقانان په نړې کې د حاصلاتو د لوړوالي او د ناروغيو د مخنيوي لپاره د بيوټکنالوژي څخه استفاده کوي.

د ساري ناروغيو د تشخيص او مخنيوي په برخه کې د بيوټکنالوژي رول ډير لوړ او مهم دى. نن سبا د کورونا ناروغي چې يوه ساري ناروغى ده د واکسين او درمل توليد يې د بيوټکنالوژي نه بغير ممکن نه دى. موږ ټول وينو چې د بيوټکنالوژي لابراتوارونه او فابريکې په چټکې سره د کورونا د درملو په توليد بوختې دي او تر يو حده کاميابه هم دي. خو د بدبختى ځاى دا دى چې موږ په خپل هيواد کې تر اوسه د بيوټکنالوژي د پاره په پوهنتونونو کې ځانګړى ډيپارټمنټ نه لرو او همدا يې علت دى چې موږ د ناروغيو تشخيص او د درملو توليد کې د نورې نړې څخه ډير وروسته پاتې يو. که غواړو چې موږ په دې برخه کې پرمختګ وکړو او اقتصاد مو پياوړى کړو نو د ټولو نه اول بايد  د بيوټکنالوژي ډيپارټمنټونه په خپل پوهنتونونو کې جوړ کړو او په دې برخه کې کدرونه وروزو، که داسې اونشي نو موږ به تل په تکنالوژي او صحت کې د ګاونډيو محتاج پاتي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب