شنبه, مې 18, 2024
Homeکلتورسینماکورونا د لندن سینماګانې بیا بندې کړې

کورونا د لندن سینماګانې بیا بندې کړې

تاند- په بریتانیا کې د کورونا د یوه نوي ډول له خپرېدو او د دغه هیواد د حکومت له لوري د بندیزونو له زیاتېدو وروسته د لندن سینماګانې یو وار بیا بندې شوې.

ظاهراً د دسمبر تر دېرشمې پورې د لندن سینماګانې بندې شوي خو ګومان کېږي چې د سینماګانو د بندېدو موده به تر دې اوږده شي.

د بریتانیا صدراعظم سر له نن څخه په خپل هیواد کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه اعلان کړل.

بوریس جانسن پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، په لندن ښار او د دغه هېواد په یوشمېر نورو جنوبي سیمو کې باید هغه پلورنځي وتړل شي چې پرانستل یې اړین نه دي.

بوریس جانسن دا بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړل چې په دغه هیواد کې د کورونا یوه نوي ډول، چې ډېر ژر سرایت کوي، په اروپا کې د خطر زنګونه کړنګولي دي.

صدراعظم جانسن او بریتانیايي متخصصانو ویلي چې د کورونا دا نوی ډول تر لومړني هغه په سلو کې ۷۰ ډېر سرایت کوي.

دا وایرس لومړی پلا د سپټمبر په نیمايي کې د انګلیستان یا انګلنډ په جنوب ختیځ کې څرګند شو او اوس په لندن کې ډېر دی.

د بریتانیا او د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د کورونا وایرس د دغه نوي ډول په اړه له یو بل سره خبرې کوي.

د کورونا دا ډول په یو شمېر نورو هیوادونو کې هم لیدل شوی دی.

ټاکل شوې وه چې (د ۱۹۸۴ حیرانوونکې ښځه) فلم، چې برادرز کمپنۍ جوړ کړی دی، د بریتانیا په سنماګانو کې نندارې ته وړاندې شي خو اوس د لندن ۲۰۰ سینماګانې بندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې ۸۰ سینماګانو ته تازه اجازه ورکړل شوې وه چې فعالیت بېرته پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب