یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+جاپاني انیمېشن ۳۰۰ ملیون ډالره وګټل

جاپاني انیمېشن ۳۰۰ ملیون ډالره وګټل

تاند- جاپاني انیمېشن یا کارتوني فلم (د بلاوو ښار) د لومړي ځل لپاره د جاپان د فلمونو په تاریخ کې تر ټولو پر زیات پلورل شوي فلم بدل شو.

دا فلم، چې هایایو میازاکي دایرکټ کړی، په ۲۰۰۱ م کال جوړ شوی.

دې فلم په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ۳۰۰ ملیون ډالره زیات ګټلي او په وروستیو کې د کورونا وبا په دوره کې یې ۸ نیم ملیون ډالره ګټلي دي.

د کورونا له کبله ډېر نوي فلمونه نندارې ته وړاندې نه شول او دا کار د دې سبب شو چې ډېر خلک دا پخوانی فلم بیا بیا وویني.

د بلاوو ښار انیمېشن د ۲۰۰۱ کال په جولای کې راووت او له هغه راهیسې په ۳۷۲ سینماګانو کې ښودل شوی دی.

جاپان په وروستیو کلونو کې کارتوني فلمونو ته زیاته مخه کړې او ښه فلمونه یې جوړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب