تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د حکومت اقتصادي معاونیت وايي، د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د ۳ اعشاریه ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې شوې.
یاد معاونیت وايي، په منظور شویو پروژو کې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ د پاتې چارو بشپړول، په پکتیکا کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت سړې خونې جوړول، د فاریاب میمنه ښار څخه د همدې ولایت تر فردوس ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومټره سړک جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې د منظور شویو پروژو لګښت به د طالبانو د حکومت له بودیجې ورکړل شي.
طالبان ادعا کوي چې، افغانستان کې له کورنیو سرچېنو د راټولو شویو عوایدو د ښه مدیرت په پایله کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ګڼو سترو پروژو مالي تمویل له داخلي بودیجې ورکړل شوی دی.
خو یو شمېر د نظر خاوندان بیا د طالبانو دا ادعا سمه ځکه بولي چې د دوی په باور ولس یې د پولۍ ټک ته کېنولی او د خپل یو وخت ډوډۍ ته یې حیران کړی دی.
دوی وایي زرګونه لېسانسه ځوانان د دندې په لټه در په در ګرځي خو بیاهم طالبان د دوی غمه نه خوري.
دوی وایي پروژې به هله ګټه وکړي چې ځوانانو ته په کې له واسطې پرته د کار زمینه برابره شي.