جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتقي: که امریکا افغانستان له سره جوړکړي او طالبان په رسمیت وپېژني،...

متقي: که امریکا افغانستان له سره جوړکړي او طالبان په رسمیت وپېژني، بګرام نه ورکوو

تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، که امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او افغانستان له سره نوی ورغوي بیا هم حاضر نه یو چې یو متر خاوره ورکړو.

امیرخان متقي د افغانستان د یوه خصوصي تلویزیون په یوه ځانګړې خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې: ( که امریکا له تاسې سره تعامل وکړي او یا تاسې په رسمیت وپېژني نو تاسې بګرام ورکوئ که نه؟) وویل: « که مو په رسمیت هم وپېژني او ټول افغانستان سره سره جوړ کړي نو بګرام څه چې یو متر خاوره هم نه ورکول کېږي. دا د طالبانو موقف دی او دا د خلکو موقف دی».
متقي زیاته کړه چې که داسې کېدل نو شل کاله به یې جکړه نه کوله او نه یې خلک وژل کېدل او دا به منله.

متقي وایي: «کله چې موږ دوحه کې خبرې کولې نو باور وکړئ موږ ټولو په صراحت امریکایانو ته وویل چې موږ ستاسې یو کس هم په نظامي یو نیفورم کې په افغانستان کې نه غواړو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د بګرام د بېرته اخیستو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي او د امریکا ولسمشر طالبانو ته خبرداری ورکړی که بګرام ورنکړي نو بدې پېښې به رامنځته شي.

تازه د روسیې ولسمشر پوتین هم په يو ټويټ پيغام کې د امریکا ولسمشر ته په ځواب کې ويلي: «چا بګرام هوایی اډه جوړه کړه؟ شوروي اتحاد، مهرباني وکړئ څوک امريکايي ولسمشر ته ووایاست چې دا د شوروي اتحاد لخوا جوړه شوې، نه د امريکا له خوا جوړه شوې ده.»

تر دې وړاندې چینايي چارواکو هم د ټرمپ څرګندونو او د بګرام بېرته نیولو په اړه غبرګون ښودلی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...